غني د جنیوا غونډې ته: موږ اروپا کې د لویو پېرودونکو په شراکت پسې ګرځو

غني د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني غونډې ته وویل، د افغانستان موقعیت د راتلونکي لپاره سره زر دي.

جینوا کې د افغانستان د پرمختګ په اړه د نړیوالې غونډې پیلنۍ ناستې نن پیل شوې. په دغه غونډې کې د افغانستان په ګډون د ۶۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، مرستیالان او د ملګروملتونو په شمول د ۳۰ نړیوالو بنسټونو استازي برخه اخلي.

افغان حکومتي چارواکي وايي، جینوا ته ډک لاس تللي او تمه لري د مرسته کوونکو هېوادونو زړه وګتي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې څنډه کې د شخصي سکتور په تړاو یوه وینا کې وویل:

''کرنه مهمه ده، په ځانګړي په افغانستان کې د ثبات لپاره او د کوکنارو د ګواښ د مخنیوي لپاره. خو کر-کیله له مارکېټ موندلو پرته شونې نه ده او بریالۍ کېږي نه. زموږ پاملرنه د مارکېټ جوړولو ته ده او د دې لپاره اجنډا هم لرو.

د افغانستان موقعیت د راتلونکي لپاره سره زر دي. زموږ د نړۍ نښلولو او دا ستراتیژیک موقعیت زموږ په ګټه تمامېږي. زموږ پیغام نړیوالو ته د همکارۍ او ملاتړ دی.

موږ ځوانان لرو، خو مخې ته مو خنډونه دي. له موږ سره همکاري وکړئ چې دا خنډونه له منځه یوسو او فرصتونه رامنځ ته کړو. ''

دغه ناسته به دوې ورځې دوام وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

''موږ اروپا کې د لویو پېرودونکو په شراکت پسې ګرځو. کله چې تاسو زموږ توکي رانیسئ دا یو تړون رامنځته کوي او معانا یې دا ده چې ښځې او ځوانان قوت مومي، یو په بل پسې داسې سیکتورونه دي، له مخابراتو نیولې تر نساجي پورې داسې ساحې شته چې موږ ته د ټولو لپاره د ګټورو اړیکو وړتیا را په برخه کوي. ''

سبا ته چې د جینوا غونډې اصلی ناسته ده، افغان ولسمشر محمد اشرف غني به نړیوالې ټولنې ته د شویو ژمنو په اړه معلومات ورکوي.

د ارګ خبر پاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني به د دغه سفر په ترڅ کې د کنفرانس په عمومي غونډه کې د وینا ترڅنګ د ګډونوالو هېوادونو له مقاماتو سره هم ناستې او خبرې وکړي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې په یاده غونډه کې به د افغان سولې او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې کیږي.

له کابل نه به مدني ټولنو او انجیوګانو استازي نن په جلا جلا ناستو کې افغانستان کې د لاسته راوړنو او شته ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د افغان حکومت په وینا د دغې ناستې هدف د نویو ژمنو ترلاسه کول نه ، بلکې د هغو مالي مرستو په اړه حساب ورکول دي چې افغان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې د بروکسل په غونډه کې تر لاسه کړې وې.

مدني فعالان: جنیوا کې د جګړې ختمولو طرحه غواړو

بروکسل: افغانستان سره د ۱۵ میلیارده ډالره مرسته اعلان شوه

د افغان کډوالو مسله د بروکسل ناستې اجنډا کې نه شته

جنیوا غونډه له بروکسل او وارسا غونډو وروسته افغانستان لپاره مهمه بلل کېږي.

دوه کاله مخې د بروکسل په یوه ناسته کې افغان دولت ته نړيوالې ټولنې د څه باندې ۱۵ میلیارډه دالرو د ورکړې ژمنه وکړه.

اوس د مرسته کوونکو هېوادونو اود مرسته کوونکو سازمانونو استازي غواړي پوه شي د دوي پیسې تر دې دمه د افغانانو ژوند تر کومه بریده بدل کړی.

د یادې غونډې لپاره د چمتوالي مسوولیت د افغانستان مالیې، بهرنیو چارو وزارتونو او افغانستان کې د مرستندویه ټولنې یا یونما لري.

د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر محمد همایون قیومي بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې په یاده غونډه کې به د افغان سولې او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې کیږي.

نوموړي د بي بي سي د دې پوښتنې په ځواب کې چې څومره بروکسل غونډه کې نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوې ژمنې افغان حکومت عملي کړي وویل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني تېر ماښام د افغان پلاوي په مشرتابه جینیوا ته ورسېد

"د زیربناوو برخه کې موږ خپلې ژمنې ښې عملي کړي. څلور کاله وړاندې افغانستان یوازې نهه بریښنايي جزیرې وې خو اوس د یوه پلان له مخې شپیته سلنه ولایتونه له بریښنايي شبکو سره نښلول شوي او تر راتلونکو دوو کلونو به د هر ولایت مرکز بریښنايي شبکې سره وصل شي. له دې ورهاخوا افغان حکومت توانیدلی په تیرو پینځلسو میاشتو کې په اوو ولایتونو کې له پینځو تر شپږ سلنه د بریښنا بیې ټېټې کړي. "

ښاغلی قیومي زیاتوي افغان حکومت تر ډېره توانیدلی ورکړل شوې ژمنې عملي کړي خو ستونزې هم مني.

نوموړی وايي حکومت نه دی توانیدلی د پوهنې په برخه کې خپلې ژمنې په سمه توګه عملي کړي:

"همدا سږ کال افغان حکومت د شپږ زرو ښوونځيو د جوړېډو خبره وکړه خو یوازې ۲۷۰۰ به یې جوړ شي."

کاسا ۱۰۰۰

د مالیې وزارت سرپرست وزیر بیا ګاونډيو په تیره د افغانستان شمالي ګاونډي هیوادونو لکه ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان سره اړیکې او چابهار بندر د افغان حکومت لویه لاسته راوړنه بولي .

د کاسا زر پروژه، له پینځو هیوادونو سره د ریل پټلۍ او اروپایی او اسیايي هیوادونو سره د هوايي دهلیزونو پرانیستل نورې هغه لاسته راوړنې دي چې افغان حکومت یې یادوي .

د ماليې سرپرست وزیر وایي، که څه هم افغان حکومت له افغانانو سره په ځينو ژمنو کې پاتې راغلی او دا د دې لامل شوی چې افغانان څه نا څه پر خپل حکومت بې باوره کړي خو وايي چې هیله من دي له دې ټولو سره سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره ولري.

افغان حکومت وايي نړیوالې ټولنې ته به هر څه په روښانه ووايي هغه برخو کې یې چې پرمختګ کړی او هم هغو برخو کې چې پاتې راغلي.

همدا څو ورځې وړاندې د مدني ټولنو هغه لس کسیزه پلاوي چې جنیوا کنفرانس کې یې ګډون کړی وویل، له نړیوالو به د افغانستان اوسنۍ جګړې پای ته رسولو عملي طرحه وغواړي او هېڅوک به نه پرېږدي، چې د افغانستان د اصلي حالاتو خلاف انځور نړیوالو ته وړاندې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنیوا کنفرانس کې به د بروکسل غونډې پر ژمنو هم خبرې وشي

دغو فعالانو وویل افغان حکومت په بروکسل کنفرانس کې ۵۰ سلنه ژمنې نه دي عملي کړي.

د امنیت ټینګښت، له اداري فساد سره جدي مبارزه، مناسبه حکومتولي او له ټګیو برګیو پاکې ټاکنې هغه موضوعات دي چې افغان حکومت پکې پاتې راغلی.

له ۲۰۰۱ لومړي کال راپدېخوا د افغانستان په اړه د لوړې کچې دا ۱۳ کنفرانس دی چې د نړیوالو ژمنو د دوه کنفرانسونو د ۲۰۱۶ کال د بروکسل کنفرانس او د ۲۰۲۰ کال د غونډې تر منځ د ملګرو ملتونو او افغان حکومت په ګډ مشرتابه د وزیرانو په کچه جوړیږي.

ورته مطالب