'یوه 'طالب' بدخشان کې خپله مېرمن په ډزو وژلې'

ښځه د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption وړاندې تر دې هم طالبانو په بدخشان کې یو شمېر ښځې په دې تور چې له حکومت سره کار کوي او یا له نورو سره نا مشروع اړیکې لري، په خپلو محکمو کې محاکمه کړي او وروسته له هغې وژلي دي.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت بدخشان کې سیمه ییز چارواکي وایي، یوه کس چې ویل کیږي طالب وسلوال دی، تېره شپه د دې ولایت مرکز فیض اباد ته راغلی او خپله مېرمن یې په ډزو وژلې ده.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري نن (سه شنبه، لیندۍ ۶مه) د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل دغه کس تېره شپه ناوخته د فیض اباد ښار یوه کلي کې خپله مېرمن ووژله.

نوموړی وایي دغه ښځه ۳۵ کلنه وه او پنځه ماشومان یې درلودل.

ښاغلی نظري وایي تر دې دمه د یادې ښځې د وژلو لامل څرګند نه دی او کس هم د پېښې له ځایه تښتېدلی.

د والي ویاند وايي د پولیسو د څېړنې ډله د قضیې د پلټنو لپاره سیمې ته تللې او ورسته به خپلې پایلې اعلان کړي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

'په بدخشان کې له یوې ښځې سر پرې شوی'

'طالبانو بدخشان کي یوه ښځه سنګساره کړې ده'

"طالبانو بدخشان کې يوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي"

وړاندې تر دې هم طالبانو په بدخشان کې یو شمېر ښځې په دې تور چې له حکومت سره کار کوي او یا له نورو سره نا مشروع اړیکې لري، په خپلو محکمو کې محاکمه کړي او وروسته له هغې وژلي دي.

بدخشان د افغانستان په شمال ختیځ کې یو له نا امنو ولایتونو دی چې په ډېر شمېر ولسوالیو کې یې د افغان حکومت مخالفین نفوذ او فعالیت لري.

'د کورنیو غړي هره ورځ ۱۳۷ ښځې وژني'

ملګري ملتونه وايي، هره ورځ نړۍ کې ۱۳۷ مېرمنې د خپلې کورنۍ د غړو په لاس وژل کېږي.

د دغه سازمان د نشه یې توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره په خپل وروستي رپوټ کې وایي یوازې په ۲۰۱۷ کال کې ۸۷ زره ښځې د کورنۍ د نیږدې کسانو له خوا وژل شوي چې شاوخوا دیرش زره یې د خپلو میړو له خوا وژل شوي دي.

ورته مطالب