"سوله افغانستان کې شونې ده خو زغم غواړي"

د انځور حقوق ARG
Image caption نادر نادري واشنګټن پوست ته لیکلي، د ليکوال په وينا د روان ميلادي کال په لومړيو کې يې د جگړې د ختمېدا اړتيا له نژدې احساس کړه.

واشنګټن پوست "سوله افغانستان کې شونې ده خو زغم غواړي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى چې د افغان حکومت د اداري سمونونو مشر نادر نادري ليکلى.

ليکوال له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي ډلې جوړولو په موخه د ولسمشر غني وروستيو کتنو او د سولې په تړاو د زلمي خليلزاد هغې وينا ته اشاره کوي چې د افغان سولې په تړاو يې له احتياط ډکه خوشبيني څرگنده کړې.

ليکوال وايي له افغان حکومت سره له يوځاى کېدو وروسته يې تل په دې فکر کاوۀ له طالبانو سره چې د ده په وينا د بشري حقونو له بنسټيزو اصولو يې سر غړونه کړې څنگه سوله کېداى شي، خو د ليکوال په وينا د روان ميلادي کال په لومړيو کې يې د جگړې د ختمېدا اړتيا له نژدې احساس کړه.

افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

ليکوال په تېر اپريل کې کابل کې شويو غبرگو چاودنو ته اشاره کوي چې شاو خوا نهه خبريالان هم په کې ووژل شول. د ښاغلي نادري په وينا، ډېرى دغه خبريالان يې پېژندل او کله چې استخباراتي رپوټونو پر خلکو د طالبانو د بريد رښتوني اغېز ورته روښانه کړنو هېښتيا يې لا پسې ډېره کړه.

ليکوال وايي، که څه هم د سولې د بېړې احساس په ډېرېدو دى، خو لا هم ښکېلې غاړې په خپلو موخو کې ډېر سره ليرې دي.

ليکوال وايي، د سولې خبرو ته بايد په سربېرنه توگه وروستۍ نېټې ونه ټاکل شي. ليکوال د بن کنفرانس ته په اشاره وايي د دغې غونډې په بهير کې بېړه د يوې پاييدونکې پايلې لپاره د گډونوالو هڅې کمزورې کړې.

ليکوال زیاتوي، د سولې بهير کې بېړه د افغان حکومت او د امريکا دريځ کمزورولى شي او طالبان هڅوي چې د ماناوالو خبرو اترو پر وړاندې مقاومت وکړي.

عرب نيوز ورځپاڼه وايي د خليج ترهگرۍ ضد تجربې بايد افغانستان کې وکارول شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption وروستي بريدونه بايد ټول مسلمانان دې ته وهڅوي چې داعش او د طالبانو په گډون هره هغه ډله وغندي چې څوک دوى سره نه وي سلا هغوى وژني.

ليکوال افغانستان کې شويو وروستيو خونړيو بريدونو ته اشاره کوي چې ان ديني علما په کې په نښه شول او وايي په دغه هېواد کې هغه نه زغم چې د توندلارو له لوري تبليغ کې له ترهگرۍ سره مرسته کوي.

د ليکوال په باور توندلاري د هغو کسانو پر وړاندې تاوتريخوالى جايز بولي چې له دوى سره همغږي نه دي.

ليکوال وايي وروستي بريدونه بايد ټول مسلمانان دې ته وهڅوي چې داعش او د طالبانو په گډون هره هغه ډله وغندي چې څوک دوى سره نه وي سلا هغوى وژني.

ورځپاڼه وايي سعودي عربستان، عربي امارات او نور د سخت دريځۍ د تبليغ ضد لسگونه مرکزونه جوړ کړي دي. په سعودي عربستان کې گڼ نور بنسټونه د توندلارو له لوري خپرېدونکو پيغامونو پر وړاندې مبارزې لپاره کار کوي.

دوه کاله وړاندې د خليج د همکارۍ شورا داسې شبکې رامنځته کړې چې دغه ادارې سره تجربې او کړنلارې شريکې کړي.

د ورځپاڼې په وينا دوى له ټولنو، مذهبي مشرانو، ليکوالانو او ښوونکو سره کار کوي چې د هغوى پيغامونه سم او د دوديزو او خواله رسنيو له لارې يې خپاره کړي او همداراز له زيانمنونکو ټولنو سره مخامخ اړيکي ټينگ کړي.

د انځور حقوق Social Media
Image caption هندۍ ده نېشنل ورځپاڼې د ملي امنيت د يوۀ وياند خبرې راخيستې چې وايي احتجاجونه به د قومندان عليپور پر قضيې اغېز ونه کړي او له تورونو د نوموړي سپينوالى به محکمه ثابتوي نه د نوموړي خپلوان او يا پلويان.

د ورځپاڼې په وينا د توندلارو پر وړاندې د مبارزې دغو ډلو د هڅو له امله په عربي هېوادونو کې داعش ليکو ته د ورماتېدونکو وگړو شمېر په ډراماټيک ډول کم شوى او افغانستان هم دغه راز يوۀ بهير ته اړتيا لري.

"قومندان علي پور د ملي امنیت له توقیفه خوشی شو"

هندۍ د نېشنل ورځپاڼې کابل کې پروني تاوتريخجنو احتجاجونو ته کتنه کړې او وايي خبريال يې په خپلو سترگو ټپي شوي وگړي کتلي خو دا نه وه مالومه چې دا کسان ولسي وگړي و او کنه او د چا په ډزو کې ژوبلېدلي و.

ورځپاڼې د ملي امنيت د يوۀ وياند خبرې راخيستې چې وايي احتجاجونه به د قومندان عليپور پر قضيې اغېز ونه کړي او له تورونو د نوموړي سپينوالى به محکمه ثابتوي نه د نوموړي خپلوان او يا پلويان.

ورته مطالب