غزني کې درې امريکايي سرتېري وژل شوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption غزني د افغانستان يو له ناامنه ولايتونو څخه دی چې په دې وروستيو کې ګڼې نښتې او جګړې په کې شوې دي

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي، درې امريکايي پوځيان غزني ښار ته نژدې د سړک غاړې ماين يوه چاودنه کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغو ځواکونو له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې يو امريکايی قرادادي هم ژوبل شوی دی.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې درې ورځې وړاندې په نيمروز ولايت کې د "القاعده وسله والو" پر وړاندې په عملياتو کې يو امريکایی سرتېرې وژل شوی و.

طالبانو ویلي دغه برید دوی کړی دی.

غزني د افغانستان يو له ناامنه ولايتونو څخه دی چې په دې وروستيو کې ګڼې نښتې او جګړې په کې شوې دي.

د روان کال اګست مياشت کې د غزني ښار د څو ورځو لپاره د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی و، چې افغان پوځ د امریکايي ځواکونو په مرسته طالبان له دغه ښاره وايستل.

له ۲۰۱۵ راپدېخوا تراوسه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو په مړينه کې کموالی راغلی دی. په دې کال کې د دغو ځواکونو جګړيز ماموريت پای ته ورسېد او دوی ډېر د افغان امنيتي ځواکونو روزنې، مشورې او ملاتړ ته پام وکړ.

ورته مطالب