ولسمشریزې ټاکنې د وري پر ۳۱ مه کېږي

ټاکنو کمیسیون د انځور حقوق IEC
Image caption کمیسیون نن د ولسي جرګې ټاکنو د دریو نورو ولایتونو پروان، تخار او خوست لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، ولسمشریزې ټاکنې او د غزني پارلماني ټاکنې به د راتلونکي وري میاشتې پر ۳۱ نېټه ترسره کوي.

د دغه کمیسیون مشر نن سې شنبه ماښام په یوه خبري غونډه کې وویل، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به له څلور میاشتې ځنډ وروسته، یانې د راتلونکي لمریز کال د سنبلې پر ۳۰ نېټه ترسره کېږي.

کمیسیون نن د ولسي جرګې ټاکنو د دریو نورو ولایتونو پروان، تخار او خوست لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې.

"ولسمشریزې ټاکنې به له اساسي قانون سره سمې یو کال وروسته کېږي"

یوناما: د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دې اعلان شي

حکمتیار: سیاسي ګوندونه د ولسمشرۍ ټاکنو ته په یوه نوماند سلا شوي

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له سیاسي ګوندونو، سیاستوالو او مدني فعالانو سره تر سلامشورې وروسته دا پرېکړه کړې چې ولسمشریزې او د غزني ولایت پارلماني ټاکنې راتلونکی پسرلی او د ولسوالیو او ولایتي شوراګانو ټاکنې د اوړي په پای کې ترسره کړي.

د دغه کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد په یوه خبري ناسته کې وویل چې سبا د چهارشنبې پر ورځ به د دغو څلور واړو ټاکنو بشپړ مهالوېش له خلکو سره شریک کړي.

کمیسیون له دې وړاندې د داسې یوې شونې طرحې جوړول منلي و چې له مخې به یې ولسمشریزې ټاکنې په ځنډ ترسره کېږي، خو ارګ وویل، په خپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ته چمتوالی لري.

کمیسیون وایي، دغه ټاکنې ځکه په دوو بېلابېلو پړاونو کې ترسره کوي چې راڼه بهیر ته یې وخت او بشري ځواک ولري.

دوی په یوه وخت د څلورو واړو ټاکنو ترسره کېدل له امکانه لرې خبره وبلله.

ټاکنو کمیسیون په دې خبري ناسته کې د دریو نورو ولایتونو پروان، خوست او تخار ولایتونو د ولسي جرګې لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې.

له خوسته کمال ناصر اصولي، ساحره شریف، انجنیر هلمند هلمند، غفار خان او ډاکټر محمد موسی خاورین بریالي کاندیدان بلل شوي دي.

له تخاره عبدالله بیګ، شریف عبدالباقي، محمد عالم ساعي، امیر محمد خاکسار، اشرف الدین عیني، غلام سرور سادات، حمیدالدین یولداش، حبیبه دانش او نظیفه یوسف بیګ په بریالیو نوماندانو کې وو.

د ټاکنو کمیسیون وویل چې دغه پایلې د بدلون امکان لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption دوی په یوه وخت د څلورو واړو ټاکنو ترسره کېدل له امکانه لرې خبره وبلله.

له دې وړاندې د لسو نورو ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو پایلې هم اعلان شوې وې. په بریالیو کاندیدانو کې هم نوې څېرې او هم د ولسي جرګې پخوانیو غړو جرګې ته لاره موندلې ده.

ورته مطالب