د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان شو

افغان ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني، حنیف اتمر، عمر داودزي او شیدا محمد ابدالي د خپلې نوماندۍ اعلان کړی

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو بشپړ مهال ویش اعلان کړ. د مهالوېش له مخې نژدې پينځه میاشتې وروسته د وري میاشتې پر ۳۱ نېټه ولسمشریزې ټاکنې کېږي.

دغو ټاکنو ته د رایه ورکوونکو نوم لیکنه نژدې یوه میاشت وروسته د مرغومې پر لومړۍ نېټه پیلېږي او د دلوې تر څلورمې نېټې دوام کوي.

د مهالویش په مصوبه کې راغلي چې د رایه ورکوونکو لومړنی نوملړ به د سلواغې/ دلوې په ۱۸ مه او وروستی هغه به یې د کب میاشتې تر ۹ مې نېټې په ډاګه کېږي.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو نوم لیکنه ۱۲ ورځې دوام کوي چې پیل ته یې د مرغومي/ جدې لومړنۍ نېټه ټاکل شوې ده.

د ټاکنو کمیسیون په خپل مهالویش کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو ته د منډو ترړو او کمپاینونو لپاره دوه میاشتې وخت ورکړی چې د سلواغې په ۲۸مه پیلېږي.

مهال ویش کې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته د راتلونکي غوايي/ ثور میاشتې ۲۱ مه او وروستیو پایلو ته یې د غبرګولي/جوزا ۲۵ مه نېټه ټاکلې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مهالویش په مصوبه کې راغلي چې د رایه ورکوونکو لومړنی نوملړ به د سلواغې/ دلوې په ۱۸ مه او وروستی هغه به یې د کب میاشتې تر ۹ مې نېټې په ډاګه کېږي

کمیسیون به له ولسمشریزو ټاکنو سره همهاله د غزني پارلماني ټاکنې او د راتلونکي لمریز کال د سنبلې په ۳۰ مه نېټه به د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.

د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد د دغه مهال ویش عملي کول په دې پورې مشروط وبلل چې د ده په ټکو کارنده عملیاتي او بودجوي پلانونه ورته جوړ شي.

هغه وویل: "د دغو نېټو ټولې برخې عملیاتي، تخنیکي او بودجوي پلان ته اړتیا لري. دا یوه پاڼه نه، بلکې یو کتاب دی".

له دې سره کابل کې د ټاکنیزو ټکټونو او ډلو پر جوړېدو هم د سیاستوالو مشورې او لیده کاته پيل شوي دي.

تراوسه ولسمشر محمد اشرف غني، په هند کې پخواني افغان سفیر شیدا محمد ابدالي، د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داود زي د خپلې نوماندۍ خبرونه منلي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلانوي چې لاهم ټاکنیز کمیسیونونه د ولسي جرګې د ټاکنو پر پایلو بوخت دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب