کابل کې پر برتانوي شرکت برید؛ "۱۰ وژل شویو کې یو برتانوی او ۳ نور بهرنیان هم دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کابل کې پر برتانوي امنیتي شرکت برید

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د پنجشنبې په شپه پر جي فور اېس برتانوي شرکت د برید له امله د څلورو بهرنیانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د بي بي سي خبریالې زمزمې نیازۍ ته د پنحشنبې په ورځ (د نومبر۲۹) وویل، په وژل شویو بهرنیانو کې یو برتانوی دی او د نورو ملت لا معلوم نه دی.

د هغه په خبره، په دغه برید کې ۲۷ کسان ټپیان شوي چې یوولس نېپالیان او پنځه برتانویان دي.

د برتانیا حکومت تر دې دمه د خپلو څلورو اتباعو د وژل کېدو پخلی نه دی کړی.

ویل کېږي د برید پر مهال د ۳۶ افغانانو په ګډون۳۳۰ بهرنیان په دغه مرکز کې و، چې د څو ګړیو لپاره بریدګرو کلابند کړي وو.

* د کابل برید کې د وژل شویو خبریالانو ژوندلیکونه

* د عکسونو البوم: کابل کې د میلاد النبي پر غونډه برید

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ویل کېږي د برید پر مهال د ۳۶ افغانانو په ګډون۳۳۰ بهرنیان په دغه مرکز کې و، چې د څو ګړیو لپاره بریدګرو کلابند کړي وو.

دغه برید د ښار نهمې حوزې سیمه کې چارشنبه ماښام د جي فور اېس په نوم د برتانوي شرکت دروزه کې موټر بم چاودنې سره پیل شو.

دا شرکت نهمه حوزه کې د کابل- جلال اباد پر سړک له ټاکنو کمېسیون او کابل نړویوال هوايي ډګر ته څېرمه پروت دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند د پنجشنبې په ورځ د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل: "برید ماښام نږدې شپږ نیمې بجې پیل او سهار څلور بجې پای ته ورسېد".

د بصیر مجاهد په خبره، موټر بم پسې وسلوال شرکت ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه، چې تر لس ګړیو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د نومبر پر ۲۹) پای ته ورسېده.

نوموړي په خبره، له موټر بم برید وروسته څلور وسلوال کمپ ته ننوتل.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وايي، چې برید کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

"له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل شوه او د سهار څلور بجې له منځه یووړل شول".

* د څرخي زندان دروازه کې ځانمرګی برید شوی

* کابل: د ټاکنو کمیسیون پر کارکوونکو ځانمرګی برید شوی

Image caption له موټر بم برید وروسته لس ساعته نښته روانه وه.

د هغه په خبره، په دې برید کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي چې یو شمېر بهرنیان هم پکې شته.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وايي، چې برید کې لس کسان وژل شوي او ۲۹ ټپیان دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو د برید لومړیو کې ویل دغه پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته د اعلامیې استولو سره د دې برید مسوولیت منلی.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په دغه برید کې یې پر افغان ځواکونو سربېره بهرنیو پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جي فور اېس برتانوی امنیتي شرکت د نړۍ ۹۰ هېوادونو کې فعالیت لري

دغې ډلې رسنیو ته په یوې استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا برید یې د هغو عملیاتونو په غبرګون کې کړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

ځینې سرچینو په دې عملیاتو کې د مړو شمېر له شلو ډېر ښودلی دی.

دغه برید شاوخوا څلور ساعته وروسته له هغې کیږي چې ولسمشر محمد اشرف غني د جینوا په غونډه کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه دوولس کسیزه ډله اعلان کړه.

ورته مطالب