پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا کې منځلاری سیاست

د انځور حقوق FB
Image caption منظور پښتین پسې علي وزیر او محسن دوړ هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مهم مشران دي.

په پښتونخوا کې د پښتنو نوي غورځنګ- چې په پښتون پسرلي هم مشهور دی- هلته د پښتون قومي سیاست د راتلونکي په اړه نوې هیلې ټوکولې دي.

منظور پشتین له وزیرستان تر پېښور، کوټې او له کوټې تر کابل، د پښتون ویښتابه (Pashtun Awakening) د سمبول حیثیت خپل کړی او دې کار پر یوه قومي محور د پښتنو، په ځانګړي ډول له ډیورنډ کرښې پورې غاړې پښتنو د راغونډولو فُرصت هم رامنځته کړی.

* بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته غبرګونونه

* " لومړی ځل پاکستان کې پښتانه د یوه ګډ هدف لپاره یوه خوله شوي"

د پښتون ژغورنې غورځنګ ظاهرا د ملتپالنې او مذهب ترکیب دی، چې له سیاسي او قبیلوي ټکرونو لوړه ناسیاسي، خو قومي ایجنډا پرمخ وړي.

د پي ټي ایم یا پښتون ژغورنې غورځنګ تګلاره درېیمګړی یا منځلاری (نه سیکولر، نه افراطي) دریځ دی، چې په نا مستقیم او ناعلني شکل د مختلفو او مخالفو محورونو پر یو کولو تمرکز لري.

ناسیاسي غورځنګ

د انځور حقوق DAWAR
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنو ناسته تر ټولو لویه بلل کېږي.

د دغه غورځنګ د لایحې لومړۍ او دویمه ماده پر دې ټینګار لري، چې دا غورځنګ نه سیاسي ګوند دی او نه د کوم سیاسي ګوند او جریان برخه دی، خو د هر ګوند او ټولنیزو، خیریه تنظیمونو افراد پکې را ټولېدای شي.

دویمه ماده یې ولسواکۍ او پارلمان ته د درناوي ترڅنګ د تحریک پر قوميتوب او ناپارلماني حیثیت ټینګار لري.

پارلماني سیاست د پاکستان په څېر هېواد کې د لږه کیو لپاره پاموړ نتیجه نه لري، له همدې امله د غورځنګ قومي رنګ ساتل په قوم او ټولنه کې د هغه د بقا ضمانت دی.

* د پښتنو پېغلو پر سر د پښتین خولۍ

* د منظور پښتین خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي؟

د تحریک له مرکزي کمیټې نه د پارلماني غړو اېستل د دغه ګوند د مشرتابه خورا ځیرکانه او سنجول شوې پرېکړه ده او د دوو مهمو پارلماني غړو غبرګون یې هم خورا معقول او سنجیده دی.

دا تجربې د پښتونخوا د سیاسي تاریخ په مطالعه کې هم د درک او مشاهدې وړ دي.

په ۱۹۳۷ کال کې، چې د انګریزانو تر ولایت (ګورنرۍ) لاندې د ډاکټر خان صاحب په اعلی وزارت په پښتونخوا کې خدايي خدمتګاران (کانګرېسیان) واک ته ورسېدل، په پښتني ټولنه کې د خدايي خدمتګارانو شعار، دریځ او فعالیتونه ورسره ورځ تر بلې کمزوري کېدل.

حکومت د قدرت اعمال او د قوانینو پلي کول دي.

د خدايي خدمتګارانو یوې برخې به چې کله حکومت ضد حرکات کول، دوی يې خپله پر وړاندې دریدل او دې دریځ د دوی ترمنځ اختلافات ټوکول.

د انځور حقوق @gabeeno
Image caption د پښتون ژغورنې غورځنګ ناستې ته مېرمن وینا کوي.

د ایپي فقیر په څېر د انګریزانو د وسله والو مخالفانو بریدونه به چې د وزیرستان له پولو اوښتل او د ټانک، بنو، دیره اسماعیل او کواټ په څېر سیمې یې ګواښلې، حکومت یې پر وړاندې غبرګون ښوده او دغه غبرګون د دوو ازادي غوښتونکو غورځنګونو ترمنځ ټکر رامنځته کاوه.

دې مسلې د پښتنو د ازادۍ غوښتنې قوت، پر انګریزانو د ( سیاسي او نظامي) فشار دوو مختلفو تعبیرونو ترمنځ وېشلی و. په وزیرستان محوره غورځنګ کې دا اټکل کېده، چې برتانیا بهرنی قوت دی، تر ابده نه پاتې کیږي او د ځینو خاصو عواملو پر اساس پر دوی مسلط دی، د مقاومت او اقتصادي او نظامي سرچینو د زیات مصرف له امله وتلو ته اړ کېدی شي.

خو پېښور محوره غورځنګ (په عدم تشدد سیاست باورمن خدايي خدمتګاران) په دې فکر وو، چې یوازې سیاسي هلې ځلې پښتانه د واک او اقتدار څښتنان کولی شي، خو دغه ناعلني اختلاف او دوه محوري(سیاسي-نظامي) مبارزو وروسته د پښتنو د برخلیک ټاکلو په مرحله کې خورا ترخه نتایج لرل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته.

یو برداشت دا دی، چې په ایالتي حکومت کې د خدايي خدمتګارانو ګډون دوی ته د خپلې خاورې په تړاو د مالکیت احساس ورکړ او دغه احساس د دوی د حقونو د تحقق او ازادۍ غوښتنې پر داعیې او راتلونکو تحولاتو کافي منفي اغیز درلود.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسیاسی ایجنډا ته باید له همدې زاویې وکتل شي.

په ۲۰۰۸ کال کې په پښتونخوا کې د اې این پي بری د ۱۹۳۷ کال تجربو تکرار و.

هلته هم یوه طبقه پښتانه د حاکم قدرت پر وړاندې جنګېدل او په دې کلونو کې هم.

د انځور حقوق .
Image caption کراچۍ کې د نقیب مسید له وژل کېدو سره پښتون ژغورنې غورځنګ پیل شو.

په ۲۰۰۸ کال کې- چې په پېښور او پښتونخوا کې عوامي نېشنل ګوند واک ته ورسېد- په وزیرستان او قبایلو کې یو ستر ( کورنی او بهرنی) جنګیالی قوت د جګړې په جبهه کې و.

ایالتي واک په یوه خورا بحراني حالت کې عوامي نشنل ګوند ته ولېږدید.

دوی د خپل حاکمیت د غځولو او خوندیتابه لپاره اړ وو، چې پښتونخوا او له دې لارې نورو ایالتونو ته د ناکراریو مخه ونیسي، خو په دې برخه کې د ایالتي حکومت او حتا پوځي او استخباراتي ادارو هر اقدام په سوات، وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې د میشت جنګیالي قوت له متقابل غبرګون سره مخ کېده او د دغو غبرګونونو قرباني عوامي نېشنل ګوند او د دغه ګوند کارکوونکو ورکوله.

البته د دې دوو دورو ترمنځ یو توپیر دا دی، چې هغه وخت ازادي غوښتونکي غورځنګونه د انګریزانو تر اغیز لاندې نه وو، خو له ۲۰۰۱ کال نه تر ۲۰۱۳ کال پورې وضعیت، چې د وزیرستان او پېښور دوو پښتني محورونو ترمنځ یې فاصله او ټکر رامنځته کړی و، په مستقیم او نا مستقیم ډول د مرکزي حکومت تر اغیز او کنټرول لاندې و.

وزیرستان او پېښور په مهمو تاریخي پړاوونو کې د کوزو پښتنو د را غونډېدو، تصمیم نیونې او مشرتابه د زیږون مراکز پاتې شوي. پېښور ډېری د ښاري پښتنو مرکز پاتې شوی او وزیرستان د قبایلي سیمو او حتا ژوب او ورڅېرمه پښتنو سیمو.

له پښتون ژغورنې غورځنګ د محمودخان اڅکزي په مشرۍ د ملي عوامي ګوند او د جماعت علماء اسلام مخکښ غړي مولانا محمد خان شيراني ملاتړ هم دغه تاریخي پیوند لري.

د انځور حقوق fb
Image caption د منظور پشتین خولۍ چې ډېر مینوال یې پیدا کړي دي.

اې این پي د تېر په څېر په پارلماني سیاست ټینګار لري او د خپل ګوند د یو شمېر مشرانو غړیتوب یې ظاهرا د پي ټي ایم د ملاتړ له امله ځنډولی، خو د پي ټي ایم منځلارې او نا سیاسي تګلارې په پښتونخوا کې د ملتپالو ترمنځ د ټکر مخه ډب کړې ده.

د تېرو وزیرستان محوره غورځنګونو برعکس، چې اتکا یې په وسله وال مقاومت وه، پښتو ژغورنې غورځنګ ځان پښتون شموله کړی او مبارزه یې هم په عدم تشدد ولاړه ده؛ همهغه شعار، چې د اې این پي اساس جوړوي.

دې چارې د ملتپالو ترمنځ د شعار، دریځ، نظر او لیدلوریو وحدت او مشترکات رامنځته کړي او دا د پښتونخوا په قومي سیاست کې یو نوی او مثبت تغییر دی.

پي ټي ایم په خپل تهاجمي قومي، خو په عدم تشدد ولاړ دریځ حجره او جومات په واقعي شکل سره یو کړي او د اې این پي برعکس، له مذهبي ګوندونو او د ټي ټي پي په څېر جنګیالیو ډلو سره یې له تقابل نه هم ځان ژغورلی دی.

له تاریخي تجربو زیږیدلی دغسې قومي تحریک د دې جوګه دی، چې په پښتونخوا کې د یوه نوي سیاست او تغییر تهداب کیږدي.