"افغانستان کې نژدې ۸ زره کسان په ایچ ای وي ایډز اخته دي"

AIDS د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې په ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نژدې اته زرو ته رسیدلی دی

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په دې هېواد کې په ایچ ای وي ایډز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نژدې اته زرو ته رسیدلی دی.

یاد وزارت وايي چې له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ایچ ای وي (HIV) په وژونکي ویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

وزارت وايي، یوازې تېر کال په دې وژونکې ناروغۍ څه باندې ۲ زره کسان اخته شوي دي.

د روغتیاپالو په وینا نشه يي توکو ته اسانه لاسرسی، جنسي نژدېوالی، پرانېستي سرحدونه او یو شمېر نور د یادې ناروغۍ د خپرېدو عمده لاملونه دي.

وزارت وايي په افغانستان کې زیاتره هغه روږدي کسان چې د پچکارۍ یا ستنې له لارې نشه کوي، بدلمنې ښځې او سړي او بندیان تر ډېره پر دې وژوونکي وېروس د اخته کېدو له خطر سره مخامخ دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت دا څرګندونې د دسمبر لومړۍ د اېډز نړيواله ورځې په مناسبت کړې دي. په دې هېواد کې سږ دغه ورځ "د HIV د نويو پېښو مخنيوی وکړئ" له شعار سره لمانځل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکه په ایچ ای وي اخته کسان د ډاکتر له مشورې سره سم، دومداره درمل وخوري، د عادي انسانانو په شان ژوند کولای شي.

د کابل اوسېدونکی ۳۷ کلن محمد ادریس عزيزي چې له اتو کلونو راهیسې د ایچ ای وي په ویروس اخته دی وايي، له ناروغۍ ها خوا دې ته زړه خوري چې په افغان ټولنه کې پر ایډز د اخته کسانو په اړه بدبيني زیاته ده او خلک له داسې ناروغانو سره ښه چلند نه کوي.

"اته کاله کېږي چې خبر شوی یم چې په ایډز اخته یم. دا چې څومره کلونو مخکې به په دې ناروغۍ اخته وم. معلومات نه شته، ځکه ۱۲ کاله زه په ایران کې وم، هلته مې د پیچکارۍ له لارې نشه يي توکي کارول. کله چې د درملنې په موخه ډاکترانو ته لاړم، هغوی راته وویل چې په ایډز اخته یم"

ښاغلی عزیزي زیاتوي چې په ټولنه کې ورسره توپیري چلند کېږي.

"زه رسمي کار کوونکی یم. همکاران مې راسره له دې امله بد یا توپیریز چلند کوي چې زه په ایډز اخته یم. په یو موټر کې راسره نه کېني. دوی فکر کوي چې که لاس ورکړو، غاړه ور کړو او یا خبرې ورسره وکړو، کېدای شي له دې لارې موږ ته ایډز انتقال شي. ځکه دوی نه پوهيږي چې ایډز له دغو لارو له یوه کس څخه بل ته نه شي انتقالېدلای"

د ایډز ناروغۍ په برخه کې افغانستان او پاکستان غواړي ګډ‌ کار وکړي

د ایډز نړیواله ورځ، افغانستان کې له ۲ زره ډېرې د اېډز پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ایډز د کنټرول ملي پروګرام مشاور ډاکټر محمد رفیق قاضي زاده وايي، د ایچ ای وي ویروس لیږد د نامشروع جنسي اړیکو تر څنګ د ککړو پېچکاریو کارول او د ویني ور کولو له لارې هم کيږي.

"یو شمېر خلک فکر کوي چې ایډزد یوازې د جنسي اړیکو له لارې انتقالیږي، نو ځکه له دې ناروغانو یو شمېر خلک کرکه کوي. دا سمه خبره نه ده، ایچ ای وي له نورو لارو هم انتقالېږي"

ښاغلي قاضي زاده زیاتوي چې که په ایچ ای وي اخته کسان د ډاکتر له مشورې سره سم، دومداره درمل وخوري، د عادي انسانانو په شان ژوند کولای شي.

د افغانستان عامي روغتیا وزارت وايي، په کابل، هرات، ننګرهار، بلخ او خوست کې د ایډز ناروغیو د درملنې مرکزونه فعال دي، چې د دغې ناروغۍ درملنه پکې وړیا کېږي.

په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ مخنیوی په موخه یې د عامه پوهاوی په برخه، له کلونو راهیسې تبلیغاتي ورځپاڼې ویشل کيږي، په پوهنتونونو، پوځي مرکزونو او ښوونځیو کې د عامه پوهاوی پروګرامونه مخته ته وړل کېږي خو لا هم په دغه هیواد کې ایډز د شرم ناروغي ګڼل کیږي.

د روغتیا نړيوال سازمان او د اېډز د کنټرول ادارو په خبره، تېرکال نږدې ۳۸ ميليون کسان پر ایچ ای وي وېروس اخته شوي او ددوی له ډلې شاوخوا یو ميليون يې مړه شوي دي.

ورته مطالب