شخصي امنیتي شرکتونه افغانستان کې څه کوي؟

  • 2 دسمبر 2018 - 11 لیندۍ 1397
د انځور حقوق Getty Images

طالبانو د هغه برید مسولیت ومانه چې څو ورځې وړاندې په کابل کې پر برتانیوي امنیتي شرکت جي فور اېس G4S وشو. د دغه شرکت په پنځو کارکوونکو کې چې د دوی پر دفتر د طالب وسله والو بریدګرو له خوا ووژل شول، یو یې برتانوی و. جي فور اېس د نړۍ یوه له لویو امنیتي کمپنیو ده چې په کابل کې د برتانیا سفارت شاوخوا سیمو امنیت ساتي.

تر ۲۰۰۱ کال وروسته چې د امریکا په مشرۍ ائتلاف افغانستان کې مېشت شو د امنیتي شرکتونو کاروبار سره یې ډېره مرسته وکړه.

وروستیو کلونو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو له لړۍ سره د قراردادیانو شمېر کم شو. خو ناامني په افغانستان کې اوس هم جدي ستونزه ده، په زرګونو ناټو سرتېري لا شته او د بهرنیو سفارتونو، پوځي اډو او نادولتي موسسو د امنیت لپاره له وسله والو ساتونکو کار اخیستل کېږي.

په افغانستان کې څومره شخصي امنیتي شرکتونه شته؟

د افغانستان د کورنیوچارو وزارت وايي په دغه هېواد کې د حکومت له خوا د "د عامه خوندیتابه افغان ځواکونه "(APPF) په ډېرو ځایونو کې د امنیت ساتلو دنده پرغاړه لري، چې په دې کې د بهرنیو ځواکونو بدرګه کول، دیپلوماتانو، سوداګرو او نادولتي موسسو ته نور امنیتي خدمتونه برابرول هم راځي.

د انځور حقوق AFP

دا اداره په ۲۰۱۰ کال کې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي د فرمان پر بنسټ جوړه شوه چې وروسته له یو شمېر رسواییو یې ټول امنیتي شرکتونه بند کړل.

تر هغه مهاله ګڼ شمېر بهرنیانو د شخصي امنیتي شرکتونو قراردادونه درلودل او چارې یې پرمخ بیولې.

شخصي امنیتي شرکت څه کوي؟

د ملګرو ملتونو د یوې کاري ډلې په خبره شخصي امنیتي کمپنۍ لاندیني کارونه ترسره کوي:

  • د ودانیو، بنسټونو، شتمنیو او کسانو وسله واله ساتنه
  • له امنیتي او پولیسي سرچینو سره د معلوماتو شریکول
  • د امنیتي تدبیرونو نیول او پلي کول

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې ددغه بندیز په اړه او دا چې حکومت دې وکړی شي د دغو شرکتونو پر ځای امنیتي پلان پخپله مخ ته یوسې اندېښنه څرګنده کړه. بهرني دیپلوماتان، دیپلوماتیک حیثیت لرونکې نړیوالې موسسې او پوځي اډې په دې وتوانېدل چې خپل امنیتي چوکاټونه وساتي. د افغان پولیسو روزلو بهیر کې ښکېلې کمپنۍ هم استثنا وګرځول شوې.

بهرنۍ امنیتي ادارې هم وتوانېدې ځانونه د خطر ارزونې شرکت په نامه بیا ثبت کړي. له دې سره ډېرې کمپنۍ وتوانېدې د امنیتي سکتور کاروبار کې پاتې شي. نو اوس هم په افغانستان کې بهرني امنیتي شرکتونه فعالیت کوي.

د بېلګې په ډول جې فور اېس شرکت وايي په افغانستان کې ۱۲۰۰ کارکوونکي لري او دوی له ۲۰۰۳ کال راهیسې فعال دي. نیمايي یې افغانان او نیمايي یې د برتانویانو په ګډون بهرنیان دي. دوی له برتانیا سفارت سربېره نورو موسسو او اداراتو ته هم کار کوي او همدارنګه د افغان ځواکونو په روزلو کې هم ونډه لري.

د معلوماتو نه شتون

د ملګرو ملتونو کاري ډلې سرچا مکلیود وايي، دا ډېره ګرانه ده چې په افغانستان کې د فعالو شخصي امنیتي شرکتونو شمېر معلوم کړئ.

د امنیتي شرکتونو کاروونکي هېوادونه د ملي امنیت له کبله د معلوماتو له ورکړې ډډه کولی شي. بل لور ته د دغو شرکتونو جوړښت هم کله نا کله مغلق وي او یوه شرکت ته نور فرعي قراردادیان هم کار کوي.

په افغانستان کې د جګړې د شخصي کولو غوښتنې هم له څه مودې راهیسې راپورته شوي.

د پخواني بلک واټر شخصي امنیتي شرکت مشر ایرېک پرنس څو څو ځلې په خپلو مرکو او وړاندیزونو کې د هغه ځواک په اړه جزییات ورکړي چې د ده په ګمان هغه څه ترلاسه کولای شي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې سلګونو زرو امریکايي او ناټو ځواکونو ترلاسه نه شو کړای.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اېرېک پرنس ډېره هڅه کوي چې د افغانستان جګړه د ده شخصي امنیتي کمپنۍ ده وسپارل شي.

ایرېک پرینس یو کال مخکې هغه وخت چې ولسمشر ټرمپ واک ته ورسېد دغه طرحه وړاندې کړې وه چې په افغانستان کې دې د چارو واګي شخصي امنیتي کمپنیو ته وسپارل شي خو ولسمشر ټرمپ دې طرحې ته پام ونه کړ.

په ۲۰۱۲ کال کې تر۱۰۰ زرو ډېر وسله وال او نا وسله وال قراردادیان د امریکا د دفاع وزارت له خوا په افغانستان کې په کار ګومارل شوي ول. هغه مهال ۲۰ زره شخصي امنیتي شرکتونو فعالیت درلود.

د ۲۰۱۶ کال په پای کې د شخصي امنیتي قراردادیانو شمېر تر ۱۰۰۰ کم شو خو وروسته له هغه بېرته لوړ شو.

د امریکا د دفاع وزارت په وینا د ۲۰۱۸ کال اکتوبر میاشت کې په افغانستان کې نژدې ۲۵۰۰ وسله وال شخصي امنیتي قراردادیان ول. ډېری د دریمګړو هېوادونو وګړي دي چې نه افغانان دي او نه هم امریکایان.

دمګړۍ په افغانستان کې د امریکا د دفاعي قراردادیانو له ۲۵ زرو څخه، شاوخوا لس زره یې امریکايي وکړي دي.