له وچکالۍ افغانانو ته ټوکېدلی کړاو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له وچکالۍ افغانانو ته ټوکېدلی کړاو

د وچکالۍ له امله د افغانستان نژدې دوه ميليونه وگړي له خپلو مېنو بې ځايه شوې دي. وچکالۍ په ځانگړې توگه شمال لوېديځ ولايتونه ډېر ځپلي دي.

دغه سيمې د مالدارۍ لپاره خورا مهمې دي. په فارياب کې ٣٠ سلنه څاروي د وچکالۍ له امله له منځه تللي دي.

ځايي چارواکي وايي که سملاسي مرسته ونه شي ښايي لا ډېر څاروي مړه شي. نور حال له کابله د سيد ولي ناصر په رپوټ کې.