افغان سوله؛ پاکستان، افغانستان او امریکا یې غواړي خو طالبان ولې تلوار نه لري؟

Image caption طالبان د جګړې ډګر کې له وروستۍ بریا وروسته سولې ته تلوار نه لري.

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼه وايي افغان طالبان له برياو وروسته اوس د سولې خبرو ته بېړه نه لري.

د ورځپاڼې په وينا حال دا چې د سولې خبرو اترو ته د ملاتړ راماتولو لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد د سيمې پر هېوادونو ور گرځي، روسيه د سولې په خبرو کې رول موندنې ته ډېره ليواله ده.

پاکستان چې له کلونو راهيسې پرې د اورپکو د ملاتړ تور پورې کېږي ټينگار کوي چې سوله غواړي .

ولسمشر غني ليوال دى چې د داسې ولسمشر په توگه په اپريل کې بيا وټاکل شي چې گواکې وتوانيد له ١٧ کلونو وروسته خپل هېواد ته سوله راولي، خو دې ټولو ته برعکس بيا طالبان داسې برېښي چې سولې ته هېڅ تلوار نه لري.

ليکوال وايي طالبانو د ولسمشر غني د سولې پلان رد کړ او د هغه حکومت يې "بې واک" وباله.

ورځپاڼه د امريکا د دفاع وزير وروستيو څرگندونو ته د طالبانو ځواب ته په اشاره ليکي، طالبانو په همدې کبرجن انداز کې جيمز متېس ته هم ځواب ورکړ.

کله چې هغه کلفورنيا کې يوې غونډې ته وويل چې غواړي له افغانستان د وتلو پرته جگړه هواره کړي.

ورځپاڼه وايي د طالبانو بريمن لحن نوى نه و خو دا ځل د تاوتريخوالي له ډېرولو سره مل و.

ورځپاڼه وايي ولسمشر غني هيلمن دى چې د جگړې د ختم پر لور پرمختگ به د خلکو ناکراري کمه او په بوخته کې ښکيل اقتصاد بيا را ژوندى کړي.

ولسمشر ټرمپ غواړي له افغان جگړې ځان خلاص کړي پرته له دې چې دغه زيانمنونکى هېواد بيا د ترهگرۍ په اډه بدل شي.

د طالبانو نوي ملګري

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو د قطر دفتر مشر عباس ستانکزی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سره.

خو ملگرو ملتونو کې د طالبانو پخواني استازي حکيم الله مجاهد ورځپاڼې ته ويلي چې طالبانو اوس نوي متحدين موندلي او روحيه يې پياوړې ده.

ورځپاڼې د نوموړي په وينا ليکلي د طالبانو د لايلو او په ځيرکۍ سره د خواله رسنيو له کارونې بايد داسې و نه انگېرل شي چې د دوى په ذهنيت کې بدلون راغلى او جوړجاړي ته تيار دي.

خو ورځپاڼه وايي ځينې نور کارپوهان په دې باور دي چې د طالبانو مشران نور له جگړې ستومانه شوي او د خلکو خواخوږي يې هم تر ډېره کچه بايللې.

برتانوۍ ډېلي تېلېگراف ورځپاڼې ليکلي چې د طالبانو مشر خپل سياسي استازي له امريکا سره د خبرو اترو له شوني بل پړاو وړاندې، د د غه غورځنگ له مشرتابه سره سلا مشورو لپاره پاکستان ته وربللي دي.

ورځپاڼه وايي ويل کېږي چې په دوحه کې د طالبانو د دفتر اووه غړي د راونې اوونۍ په لومړيو کې پاکستان ته رسېدلي دي.

د دوحې دفتر يوه غړي ورځپاڼې ته دا سفر ډېر مهم ښوولى او ويلي دي چې د خبرو اترو د بل پړاو لپاره به طالبانو ته ډېر مسايل روښان کړي.

دغه غړي ويلي دوى به د سولې د خبرو په تړاو د طالبانو لوړ پوړو مشرانو ته ټکي په ټکي مالومات ورکوي او بيا به د ډېرو موضوعاتو په اړه د هغوى سلا مشورې اوري او راتلونکې اونۍ له ښاغلي خليلزاد سره خبرو کې به په ښه دريځ کې وي.

دغې سرچينې دا هم ويلي چې د دغه پلاوي مشري شير محمد عباس ستانکزى کوي خو دا څرگنده نه ده چې دوى به مخامخ له ملا هېبت الله سره گوري او که نه.

ورځپاڼه وايي ملا هېبت الله د طالبانو مشرۍ ته له غوره کېدو وروسته يې ډېر کم له خپلو استازو سره تماس ټينگ کړى خو اوس داسې برېښي چې د سولې خبرو سره ډېره ليوالتيا ښيي.

دورځپاڼې په وينا د طالبانو دا خپلمنځي کتنه وروسته له هغه کېږي چې هلمند کې د طالبانو يو ځواکمن مشر ملا عبدالرحيم منان ووژل شو او ويل کېږي چې امريکايانو سره د سولې د روانو خبرو اترو مخالف و.

ورځپاڼې ليکلي چې نوموړى د طالبانو مشرتابه ته په سرخوږى بدل شوى و او د خپلو ايراني ملاتړو له خوښې سره سم يې تر يوۀ بريده خپله بهرنۍ تگلاره پلي کوله.