د افغان جګړې د قرباني سرتېرو ګیله منې کورنۍ او د حکومت امکانات

  • 6 دسمبر 2018 - 15 لیندۍ 1397
کور
Image caption افغان دولت په ننګرهار کې هغه کورنۍ ته چې درې زامن یې د ملي اردو ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، په کابل کې د دوه کوټو یو کور ورکړی دی.

د افغانستان امنیتي لیکو کې د یو شمېر وژل شویو سرتېرو کورنۍ او ټپي شوي سرتېري شکایت کوي چې دولت ورته سم پام نه کوي، خو دفاع وزارت بیا وايي دوی قرباني شویو سرتېرو سره لازمه مرسته کړې ده.

ټپي شوي سرتېري وايي، د درملنې لپاره ورسره حکومت کافي مرسته نه کوي او دوی په خپلو امکاناتو درملنې ته اړ دي.

افغان دولت په ننګرهار کې هغې کورنۍ ته چې درې زامن یې د ملي اردو ځواکونو په لیکو کې وژل شوي، په کابل کې د دوه کوټو یو کور ورکړی دی.

د دغو سرتیرو پلار حاجي تراب لیدو لپاره د کابل قصبې ته ورغلم.

د تراب یو زوی قاسم په ننګرهار کې د ملي پوځ عسکر و او هملته وژل شوی و.

هغه پر خپل ژوند کور نه درلود، له مړینې ۷ کاله ورسته یې پلار وتوانید چې هغه ته ورکړی کور ترلاسه کړي.

کور د ودانۍ په پنځم پوړ کې و. دوه خونې یې لرلې او پر غالي یې لا د مودو دوړې پرتې وې.

حاجي تراب له بي بي سي سره خبرو کې وویل، حکومت ورته دا کور په اسانۍ نه دی ور کړی، کلونه پسې ګرځېدلی او بوټونه یې پسې زاړه کړې دي:

"دوه کاله مې د یوې او بلې ادارې دروازه ټکولې او بیا مې دا کور تر لاسه کړی. ژمنه یې را سره د درې کوټو کور کړې وه، خو د دوو کوټو کور یې راکړ. راته ویل کېدل که اخلې یې ښه، که نه دا هم نه شته."

شل کسان او دوه کوټې

Image caption حاجي تراب چې درې زامن یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې وژل شوي دي.

حاجي تراب ته د درې زامنو د کونډو او د هغه د ماشومانو په ګډون د شل کسیزې کورنۍ پالنه ور له غاړې ده.

دوی ټول د قاسم په نوم ور کړل شوي کور کې ګډ ژوند کوي.

حاجي تراب چې اوس سپین ږیری او پر ملا کړوپ دی وايي، په یوه اونۍ کې د درې زلمیو زامنو د وژل کېدو غږ پرې وشو او په وینا یې رڼا ورځ یې پرې توره شپه کړه:

" په یوه اونۍ کې د دوو زامنو جنازې یې راته راوړې. کله چې د لومړي زوی د مرګ خبر مې بل زوی ته هلمند ته ورسېد نو هغه جلال اباد ته په لار و چې هغه هم ووژل شو."

"د وسله والو د ګواښ له امله د افغان ملي اردو لیکو ته د جلب او جذب کچه ټیټه شوې"

د ملي اردو نژدې ټول سرتېري برېښنايي سيستم کې ثبت شوي

غزني کې د سرتېرو مرګ ژوبله؛ چارواکي یو څه او طالبان بل څه وايي

پخپلو امکاناتو درملنه

د محمد قاسم کورنۍ تر ښايي نورو نېکبخته وي ځکه د هغه په نشتوالي کې یې د حکومت له خوا له باد او باران د پناه څه ناڅه خوندي ځای موندلی.

خو ویل کېږي د امنیتي او دفاعي ځواکونو زرګونه کونډې او یتیمان شته چې له لومړنیو حقونو ان تنخاوو هم نه دي برخمنې شوې.

زلمی یو بل ځوان دی چې د کندهار سپین بولدک کې یې ۱۵ کاله دنده وکړه چې بیا ټپي شو. وايي د خپلو ټپونو درملنه یې په خپلو امکاناتو وکړه او بیرته دندې ته ستون شو.

خو ډېر نور چې بیا پخپلو امکاناتو د درملنې وس نه لري، وايي حکومت ورسره مرسته نه ده کړې.

زلمی زیاتوي چې افغان حکومت یې د بهرنیانو په مرسته درملنه کړې وه، خو په وینا یې دی ورسره روغ شوی نه و نو ځکه اړ شو چې د درملنې لپاره د پاکستان شخصي روغتونونو ته لاړ شي:

" نژدې څلور لکه افغانۍ مې پر ځان ولګولې سترګه، پښه او اوږه مې ټپي شوي وو. څو ځلې یې په درملنه پسې پاکستان ته لاړم. "

Image caption زلمي د کندهار سپین بولدک کې ۱۵ کاله دنده وکړه چې بیا ټپي شو. وايي د خپلو ټپونو درملنه یې په خپلو امکاناتو وکړه او بیرته دندې ته ستون شو.

د افغان امنیتي ځواکونو لوړې مرګ ژوبلې ته په کتو له نژدې یو کال راهیسې دغو ځواکونو سره د مرستې لپاره یو بنسټ جوړ شوی دی.

د دغه بنسټ مشر محمد سلیم وردګ وايي، زموږ بنسټ اوسمهال کابل کې پراخ فعالیت لري، خو ولایتونو کې هم موږ سیار ټیمونه لرو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره بېلابېلې لکه روغتیايي، تحصیلي او عدالت غوښتنې برخه کې دوی ته کار کوو.

دغه بنسټ تر دې دمه ۸۵۰ کورنۍ راجستر کړې، خو مرستو ته اړمنې کورنۍ له زرګونو اوړي.

د قرباني سرتېرو امتیاز

د افغانستان دفاع وزات وايي د سرتېرو کورنیو لپاره د نورو امتیازاتو ترڅنګ دوی ته په دومداره توګه سل سلنه تقاعد هم ورکړل کېږي او هغه ټپیان چې په کور دننه یې د درملنې امکان نه وي بهر ته لېږي، خو دوی ستونزې هم مني.

د افغانستان دفاع وزارت د ملي اردو قرباني سرتېرو او د دوی کورنیو تهد اکرامیه په نوم دا امتیازات ور کوي.

د ملي اردو قرباني شوي سرتېري کورنۍ ته د هغه د وروستۍ تنخوا یوه کلنه اکرامیه ورکول کېږي.

همداراز دوامداره توګه سل سلنه تخوا ورکول کېږي.

هر وژل شوي سرتېري او د ملي اردو معلول ته د استوګنځي لپاره یوه نومره ځمکه په مرکز یا ولایت کې په نوبت وېشل کېږي.

د سرتېرو ورثه د دولت په لګښت حج فریضې اداکولو لپاره استول کېږي.

Image caption حاجي تراب ته د درې زامنو د کونډو او د هغه د ماشومانو په ګډون د شل کسیزه کورنۍ پالنه ور له غاړې ده. دوی ټول د قاسم په نوم ورکړل شوي د دوه کوټو کور کې ګډ ژوند کوي.

د وژل شویو او معلولو سرتېرو وارثینو ته په نظامي، تعلیمي او تحصیلي مرکزونو کې لومړیتوب ورکول کېږي.

بهر ته د زد کړو لپاره هم دغو وارثینو ته فیصدي په پام کې نیول شوې.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو کورنۍ له دولته ګیله منې دي چې دوی ته پر وخت د وژل شویو سرتېرو تنخا نه ورکوي.

خو افغان چارواکي وايي، دوی له وژل شويو او ټپي شویو سرتېرو سره مرسته کوي.

هغه ټپیان چې په افغانستان کې یې د درملنې امکان نه وي دولت یې بهر ته لېږي.

خو په ورته وخت کې د دفاع وزارت د امنیتي ځواکونو د وژل شویو سرتېرو کورنیو ته د امتیازاتو په ورکړه کې ځنډ او ستونزې مني.

اړونده مطالب

ورته مطالب