جنبش ګوند: قومندان قیصاري به ډېر ژر خوشی شي

قیصاري د انځور حقوق QAISARI FACEBOOK
Image caption قیصاري کابو پنځه میاشتې وړاندې د افغان ځواکونو لخوا ونیول شو

د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند وایي، ارګ ژمنه ورکړې چې نژدې راتلونکې کې به د دوی قومندان نظام الدین قیصاري خوشی کړي. خو د ولسمشرۍ ماڼۍ دا رپوټونه رد کړي او ټینګار کوي چې ولسمشر غني په دې تړاو هېڅ ژمنه نه ده کړې.

نظام الدین قیصاري چې په پوځي برخه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی او د سلګونه پاڅون کوونکو مشر و، څه باندې پنځه میاشتې وړاندې په فاریاب کې امنیتي ځواکونو سره له لفظي شخړې وروسته ونیول شو.

اوس د جنبش ګوند وایي چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ښاغلي دوستم په وروستۍ لیدنه کې چې درې ورځې وړندې وشوه، هوکړه کړې چې نژدې راتلونکې کې به ښاغلی قیصاري ازادوي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاحسین مرتضوي بي بي سي ته ویلي چې د ښاغلي غني او جنرال دوستم په لیدنه کې داسې کومه هوکړه نه ده شوې. د ارګ سرچینې وایي، د نظام الدین قیصاري د برخه لیک په اړه پریکړه د عدلي او قضایي ادارو کار دی، نه د دوی.

خو د ملي امنیت شورا بیا وایي، داسې تګلاره یې جوړه کړې چې نا مسئوله وسله وال قانوني کړي.

د انځور حقوق Nezamuddin qaisari/facebook
Image caption قیصاري په شمال کې د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازی و

د جنبش ګوند بیا بیا د قومندان قیصاري د خوشې کېدو غوښتنه کړې، خو د پنځو میاشتو په تېرېدو لا هم د هغه برخلیک روښانه شوی نه دی.

د ګوند ویاند او د ولسي جرګې غړي بشیر احمد تینج له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې د فاریاب د ناامنۍ دکمولو لپاره د ښاغلي قیصاري ازادېدل مهم بلل شوي. نوموړي وویل:

"لومړي مرستیال چې له ولسمشر سره کومه لیدنه درلوده، د سولې او امنیت پر مسئلو له بحث سربیره د ښاغلي قیصاري په خوشې کېدو هم ټینګار په کې وشو، د فاریاب او په ټوله کې د شمال د نامنیو په کمولو کې د ښاغلي قیصاري د مثبت رول یادونه هم وشوه، په ظاهره ښاغلي غني دا خبره رد نه کړه، هغه وویل چې په څو راتلونکو ورځو کې به د قیصاري د ازادولو تابیا ونیسي، هیله من یو چې د علي پور او حسیب قریشي په څېر دی هم ازاد شي ".

ښاغلی قیصاري په دې تورن دی چې د مرکزي حکومت له امر نه یې سرغړونه کوله او په فاریاب یې یوه غونډه کې چارواکي په مرګ ګواښلي وو.

نوموړی پنځه میاشتې وړاندې امنیتي کسانو ونیوه او د حساب کتاب لپاره یې کابل ته راوست.

د ناقانونه وسله والو مهارول

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA/ VIDEO PICTURE
Image caption د ناقانونه وسله والو یو بل علي پور د خلکو په یرغملولو او د مساپرو په ځورولو تورن دی.

په همدې حال کې د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو مشر طارق ارین وایي، داسې یوه تګلاره یې تر لاس لاندې ده چې له مخې به یې نا مسئوله وسله وال قانوني چوکاټ ته راولي.

ښاغلي ارین دا ونه ویل چې څه شمیر نا مسئوله وسله وال حکومت په نښه کړي چې غواړي فعالیتونه یې قانوني کړي.

حکومت په دې وروستیو کې پر نظام الدین قیصاري سربیره یوشمیر نور خپل سره حکومت پلوه ملیشې او د نامسئوله وسله والو ډلو مشران لکه عبدالغني علي پور، رحیم الله، نوید خانابادی او حسیب قریشي هم د خلکو د ځورونې او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور ونیول.

له دې ډلې ښاغلی علي پور او حسیب قریشي بیرته خوشې شوي دي. افغان چارواکي وایي، په قانون کې د تورنو کسانو د ضمانت خوشې کول راغلي، خو په خبره یې دا خوشې کول په دې معنی نه دي چې هغوی ته برائت ورکول شوی دی.

د چارو کتوونکي بیا وایي، د تورنو کسانو خوشې کول باید حقوقي بنسټ ولري، نه دا چې د مور میرې چلند ورسره وشي او د سیاسي جوړجاړي په ترڅ کې خوشې شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب