"د طالبانو ماتول او ورسره خبرې دواړه اسان نه دي"

  • 6 دسمبر 2018 - 15 لیندۍ 1397
د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی خلیلزاد د خپل څو میاشتني ماموریت اوږدو کې دویم ځل پاکستان ته ځي.

فارېن پاليسي مجلې افغانستان کې د سولې لپاره د امريکا د راونو هلو ځلو په تړاو مطلب خپور کړى.

مطلب کې راغلي، ولسمشر ټرمپ هم د تېرو دريو امريکايي ولسمشرانو په څېر له پاکستان غوښتي چې د طالبانو د سولې خبرو ته راولي.

ورځپاڼه وايي، خو د امريکا او طالبانو د خبرو تاريخ د ميلادي نويمې لسيزې نيمايي ته رسېږي او دغه تاريخ ته په کتو د امريکا او طالبانو ترمنځ د يوه په بل په درک او يا پوهېدو کې، ستر واټن تر سترگو کېږي.

د مجلې په وينا ان که پاکستان د دغو خبرو لپاره زمينه برابره هم کړي، د امريکا د گټو او د طالبانو د ليدلوري ترمنځ واټن وار له مخه دغو هلو ځلو ته زيان اړولى.

ليکوال، زلمى خليلزاد چې د افغان سولې خبرو ته د لار هوارولو په هلو ځلو بوخت دى، يو په کار پوۀ او پياوړى ډيپلوماټ بولي او وايي ولسمشر ټرمپ يوه ډېر گران کار لپاره مناسب کس غوره کړى.

خو د ليکوال په باور ان ښاغلى خليلزاد ښايي ونه توانېږي چې د امريکا او طالبانو د ليدلوري او ژمنتيا ترمنځ توپيرونه له منځه يوسي.

فارېن پاليسي مجله وايي امريکا په جگړه کې نه ماتېږي خو ښايي خپله لېوالتيا له لاسه ورکړي.

د ليکوال په وينا امريکا افغانستان ته د يوه کمزوري هېواد په سترگه گوري خو که د يوه غليم ځواک په ولکه کې وي نو بيا له ستراتېژيک پلوه ورته مهم کېږي.

ليکوال وايي طالبانو ته ماتې ورکول سخت برېښي او ورسره خبرې هم ډېر اسان نه دي.

د سولې خبرو کې له پامه غورځېدلی هند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا سره هممهاله روسیه هم د افغان سولي هڅې کوي او تېره میاشت کې د طالب استازو په ګډون د ۱۲ هېوادونو غونډه جوړه کړې وه.

ايکانومېک ټايمز خپرونې ليکلي زلمى خليلزاد چې په تېرو څو مياشتو کې د افغان سولې په تړاو په سلا مشورو بوخت دى، په خپلو کتنو کې يې دويم ځل لپاره هند له پامه غورځولى.

مجله وايي هند د افغانستان مهم شريک دى خو ښاغلي خليلزاد سيمې ته د خپلو سفرونو په دويم پړاو کې هم دغه هېواد ته سفر ونه کړ.

مجله زياتوي زلمي خليلزاد تل افغانستان کې د هند د رول پر ارزښت اعتراف کړى نو دا هېښوونکې ده چې د افغان سولې په تړاو سلا مشورو لپاره سيمې ته خپلو دوو سفرونو کې نوي ډيلي ته نه دى تللى.