افغان ټاکنې: 'د کابل ولایت د رایو باطلول ناقانونه پرېکړه ده'

  • 6 دسمبر 2018 - 15 لیندۍ 1397
سید حفیظ الله هاشمي
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي خبریالانو ته وویل، ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د کابل ولایت د ټاکنیزو چارواکو د لرې کولو صلاحیت یوازې ټاکنیز کمېسیون لري.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له خوا د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلې باطلولو تر اعلان وروسته، د ټاکنو کمېسیون دا پرېکړه 'ناقانونه، سلیقوي او عجولانه' بللې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له ټاکنیز کمېسیون سره پر شوې هوکړې نه دی ولاړ.

ښاغلي صیاد وویل، د کابل ولایت د رایو باطلول په دې معنا دي چې د خلکو رایې بابیزه ګڼل شوې درناوی نه دی ورته شوی.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي خبریالانو ته وویل، د شکایتونو اورېدو د کمېسیون له خوا وړاندې شوې سرغړونې د کابل ولایت د ټولو رایو د بطلان لپاره کفایت نه کوي، بلکې نورو اسنادو او شواهدو ته اړتیا ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه، د کابل ولایت د ټاکنیزو چارواکو د لرې کولو صلاحیت یوازې ټاکنیز کمېسیون لري.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون کابل ولایت کې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې اعلان کړې. څرګنده نه ده چې ایا د ټاکنو خپلواک کمېسیون به له دې پرېکړې سره موافق وي که نه.

'د کابل ټاکنیز کارکوونکي شړل کېږي او رایې بیا شمېرل کېږي'

افغان ټاکنې: د پینځو نورو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شوې

افغان ولسمشرۍ ټاکنې؛ ولې یې پر ځنډولو غور کېږي؟

ددغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۵مه) کابل کې خبریالانو ته د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې، د دغو ټاکنو د باطلولو لپاره ځینې حقوقي دلایل وړاندې کړل، چې په وینا یې، دا پرېکړه له دقیقې ارزونې وروسته شوې ده.

۳۰۰۰ ټاکنیز شکایتونه

Image caption د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون چارواکو بي بي سي ته ویلي، په پام کې ده چې د وردګو، فراه او ځینو نورو ولایتونو رایې هم د درغلیو له امله باطلې اعلان شي.

ښاغلي روحاني وویل، ددغو کسانو له خوا ناسم مدیریت او د ټاکنیزو قوانینو او لایحو نه مراعاتولو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو ته لاره هواره کړه او کابل کې یې د کابو درې زره ټاکنیزو شکایتونو تر ارزولو وروسته د رایو د باطلولو پرېکړه کړې ده.

یاد کمېسیون وايي، د ټاکنیزو درغلیو پایله کې یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پنځه مخکني او اوسني چارواکي د ټاکنیزو درغلیو او جرمونو له کبله له دندې ګوښه او ۱۰۰ زره افغانۍ نغدي جریمه کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون چارواکي وايي، ددغو کسانو او نورو هغو چې ټاکنیزې سرغړونې یې کړې دي، جرمي قضیې ارزوي او پایلې به یې جلا جلا اعلان شي.

د کابل ولایت پارلماني ټاکنو کې څه باندې ۱٫۶ میلیون رای اچوونکو نوملیکنه کړې وه، خو څرګنده نه شوه، چې د ټاکنو پر ورځ څومره کسانو رایې ورکړې.

ټاکنیز کمېسیون: د کابل ولایت د رایو باطلول عجولانه او ناقانونه دي

د نورو رایو باطلېدو امکان

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مرستیالې حمیرا حقمل د بي بي سي وحید پیکان ته وویل، د ټاکنیزو درغلیو له امله د وردګو، فراه او ځینو نورو ولایتونو د رایو باطلېدو امکان شته.

د افغانستان د ټاکنیز قانون له مخې، کله چې د یوې حوزې رایې باطلې شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون باید اوو ورځو کې په هماغه حوزه کې بیا ټاکنې وکړي.

د ټاکنیزو شکایتونو په تړاو د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون دا پرېکړه داسې مهال اعلان شوې، چې لاهم په هېواد کې د تېرو پارلماني ټاکنو بشپړې لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اوس د ځینو حوزو د رایو پر شمېرلو بوخت دی. په افغانستان کې کې د راتلونکې وري میاشتې پر ۳۱مه د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره هم چمتوووالی نیول کېږي.

Image caption د کابل ولایت د باطلو شویو رایو بنډلونه خبریالانو ته وښودل شول

د حکومت غبرګون

د افغانستان اجراییه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د کابل ولایت د رایو باطلېدو په اړه غبرګون کې بي بي سي ته وویل، ټاکنیز کمېسیونونه پخپلو پرېکړو کې خپلواک دي او حکومت یې د ټاکنیز شفافیت په موخه هرې پرېکړې ته درناوی لري:

"دا د ټاکنیزو کمېسیونونو دنده ده، چې د افغانانو له غوښتنو سره سم ټاکنیز بهیر مخته بوځي. حکومت د دوی په چارو کې هېڅ مداخله نه کوي، نن هم د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه د دوی د صلاحیت پربنسټ شوې ده او دوی پخپلو پرېکړو کې خپلواک دي."

وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له بایومټریک پرته رایې باطلې اعلان کړې وې، خو وروسته یې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په تفاهم وویل چې له دغو رایو به یوه اندازه باطلې اعلان شي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرې تلې میاشتې پر ۲۸ او ۲۹مه وشوې.

مخکې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړه کړې وه چې د رایې اچونې د ټولو هغو مرکزونو رایې دې له سره وشمېرل شي، چې د درغلیو په اړه یې جدي شکایتونه شوي وو.

د افغانستان ولسي جرګه کې کابل ولایت ته ۳۳ څوکۍ ځانګړې شوې، چې په سږنیو ټاکنو کې د هرې څوکۍ لپاره ۲۳ نوماندان وو. د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو ته له کابله ۱۰۸ ښځو او ۶۴۵ نارینه وو ځانونه نوماند کړي وو.

د ښځو لپاره ځانګړې شوې هرې څوکۍ ته ۱۲ نوماندانې وې. په ۲۰۱۰ کال کې ۲۰ نوماندان وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له بایومټریک پرته رایې باطلې اعلان کړې وې، خو وروسته یې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په تفاهم وویل چې له دغو رایو به یوه اندازه باطلې اعلان شي.

ورته مطالب