افغان ټاکنې؛ اروپايي ټولنه: د کابل رایه ور کوونکو ته باید درناوی وشي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکنو کې د بایو متریک سیستم ستونزې او د نومونو ورکېدلو دا بهیر ټکنی کړی و.

افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسون له خوا د کابل رایو د ناچلېدو یا باطلېدو په غبرګون کې وايي، چې رایه ور کوونکو ته باید درناوی وشي.

څو څارونکو بنسټونو هم د جمعې په ورځ( د ډیسمبر ۷) په یوه ګډه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسون وغوښتل چې اوسنیو شرایطو ته په کتو په خپله پریکړه له سره غور وکړي.

د اروپايي ټولنې استازي پیري مایوډن هم ورته نظر لري او د بي بي سي خبریال اسد لودین سره خبرو کې یې وویل، چې دوی د ټاکنو د پایلو په هکله پرمختیا له نږدې څاري او هیله من دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون یوه جوړجاړي ته سره ورسېږي.

"هیله ده چې کمېسونونه خپلو کې سره کېني، خبرې وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي. موږ دا ویلی شو چې دواړه کمېسونونه خبرې وکړي".

* افغانستان کې څوک غواړي د پارلمان غړي شي؟

* د ولسي جرګې پر هر وکیل د کال شپږ نیم ملیونه افغانۍ لګېږي

نوموړی وپوښتل شو چې که دا ټاکنې بیا کېږي څه نظر لري، نو ځواب یې دا و چې تراوسه دا کمېسونونه خپلو کې خبرو ته سره ناست نه دي او که کېني، نو مناسبه به دا وي یوه جوړجاړي ته ورسېږي.

"له لوی خطر سره خلکو رایه ور کړه، د دوی رایې ته باید درناوی وشي، موږ هیله من یو چې دواړه کمېسونه یوه مناسب حل ته ورسېږي".

د پیري مایوډن په خبره، دواړو کمېسونونو ته ته باید چانس ور کړل شي او د قانون چوکاټ کې یو مناسب حل پیدا کړي.

"چې څه د خلکو لپاره مناسب وي هغه لار باید غوره شي او زه باوري یم چې د دواړو لورو ترمنځ جوړجاړی به خلکو ته مناسب وي".

رایې ولې ناچله شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسي جرګې ټاکنې د اکتوبر په شلمه او ۲۱ وشوې.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون کابل ولایت کې د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې د 'پراخو ټاکنیزو درغلیو او جرمونو' له کبله باطلې اعلان کړې.

ددغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۵مه) کابل کې خبریالانو ته د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې، د دغو ټاکنو د باطلولو لپاره ځینې حقوقي دلایل وړاندې کړل، چې په وینا یې، دا پرېکړه له دقیقې ارزونې وروسته شوې ده.

* په ولسي جرګه کې د ښځو ځانګړې برخه

* افغان ټاکنې: د هندوانو او سکانو بې رقیبه استازی

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد دا پرېکړه 'ناقانونه، سلیقوي او عجولانه' بللې ده.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد خبریالانو ته وویل، د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمېسیون له ټاکنیز کمېسیون سره پر شوې هوکړې نه دی ولاړ.

ښاغلي صیاد وویل، د کابل ولایت د رایو باطلول په دې مانا دي چې د خلکو رایې بابیزه ګڼل شوې درناوی نه دی ورته شوی.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه څه وايي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو څارونکي هم کابل کې بیا ټاکنې له امکان لرې بولي.

د ټاکنیزو کمېسونونو همدې بیلابیلو دریځونو د ټاکنو څارونکي بنسټونه هم اړ کړل چې په یوه حل لار فکر وکړي.

څو څارونکو بنسټونو د جمعې په ورځ( د ډیسمبر ۷) په یوه ګډه غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسون وغوښتل چې اوسنیو شرایطو ته په کتو په خپله پریکړه له سره غور وکړي.

* ټاکنیز نظام څه ته وايي؟

* په افغانستان کې د پارلمان تاریخ او بڼې

د فیفا مشر یوسف رشید وایي، د درغلیو په وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون ګام ستایي، خو زیاتوي، یوازې د هغو مرکزونو رایې باید باطلې شي چې درغلۍ پکې شوې دي.

ښاغلی رشید زیاتوي، تر یوې اونۍ په کابل کې بیاټاکنې له امکان لري دي ځکه چې د ده په خبره عملیاتي او امنیتي پلان ته اړتیا لري.

بل سیاسي کړکېچ

د انځور حقوق IECA
Image caption د ټاکنو کمېسون د ټاکنیز کمېسون پرېکړه له بیړې ډکه او سیاسي بولي.

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون له خوا د کابل رایو ناچله کېدو د نړیوالو رسنیو هم پام ور اړولی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي په داسې حال کې چې امریکا د سولې لپاره ښکیلې خواوې هڅوي په افغانستان کې د ټاکنو د پایلو ناندریو زور اخستی.

دا ناندرۍ د کابل د ټولو رایو د باطلولو پر سر رامنځته شوې چې څه باندې یو میلیون ته رسیږي او دې چارې دا هېواد د بل سیاسي کړکیچ لور ته روان کړی دی.

دا ورځپاڼه لیکي یوازې سیاسي بې ثباتۍ له طالبانو سره د افغان حکومت سخته جګړه له خنډونو سره نه ده مخ کړې بلکې له طالبانو سره یې د سولې د یوه دریځ رامنځته کولو کې هم د حکومت لاسونه تړلي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، یو لور ته دا ډول ستونزې او بل لور ته امریکا په بیړه ده چې یو جوړ جاړی وشي ځکه ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغان جګړې په اړه- چې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه- صبر بایللی دی.

ورته مطالب