له خړکۍ تر للو للو

Image caption د للو للو په کيسو کې پر څلورو مسايلو روغتيا، تعليم، احتياط او ټولنيزو اخلاقو ډېر پام شوى دى

د ١٩٩٩ کال منى و. د لوگر ولايت په يوه ليرې پرته سيمه کې چا جومات راوښوود او ويې ويل دغلته يې امام ماشومانو ته درس وايي. ورغلم.

د خټينو دېوالونو ترمنځ ايسار انگړ کې پرې شوى پوزى پروت و. څو ماشومان پرې ناست ول درس يې وايه. ملا امام تود روغبړ راسره وکړ، يوې بلې خونې ته يې وروغوښتم چې له ماشومانو جلا خبرې راسره وکړي.

په خونه کې تېاره وه. د وړې کړکۍ پر چوکاټونو يې پلاستيک مېخ کړي وو. له پلاستيکه د مني وړانگې دې وړې، تيارې، نمجنې خونې ته لا تتې راتلې.

ما د راډيو لپاره ټيپ روښانه کړ چې له امامه د ماشومانو د زده کړو پوښتنه وکړم. هغه پر ټيپ لاس کېښود، په څادر پوښلى مخ يې لوڅ کړ، لنگوټه يې پر سر سمه کړه. رانژدې شو. يو څه موسک و:

-په يو شرط درسره خبرې کوم چې د دې خړکۍ حال به راکوې؟ هغه څوک ده، څرنگه غږېږي؟

خړکۍ د ماشومانو لپاره د بي بي سي پښتو راديو د کيسو اتله وه. د کيسو ليکوالې نجيبې لېمې پنځولې وه. د کيسو دې وړې اتلې، خړکۍ، غږ وموند او زړونه يې يې لروبر خپل کړل. د دې غږ او معصومو خو هوښيارو خبرو نه يوازې د ماشومانو پر زړه راج کاوه بلکې مشران يې هم هېښوولي وو.

Image caption نجيبه لېمه کابل کې د خړکۍ له مينوالو سره

په پښتو ژبه د کارتون نشتوالي، د ماشومانو لپاره د انځوريزو او کيسه ييزو کتابونو کمښت تل محسوس وو. همدې تشې، د خړکۍ طبيعي اکټ او طبعآ د نجيبې لېمې د کيسو موضوع ، د ليکنې بڼې او ژبې د دې ضمانت وکړ چې د ماشومانو لپاره هغه خپرونې بريالۍ شي.

په افغانستان کې د تلويزيون بيا عامېدلو لږ تر لږه په ښارونو کې د راډيو اورېدونکي لږ کړل. د اېنټرنيټ خپرېدو ويديو ته لار لا ډېره پرانيسته. خو د پښتنو ماشومانو لپاره کيسې او نکلونه نه وو.

اسماعيل مياخېل او نجيبې لېمې همدې تشې ته په پام سره د " للو للو" پر خپرونې فکر وکړ. لېمې کيسې وليکلې، په کابل کې يوې پېغلې نسيمې محمدي د کيسو لپاره انځورونه وکښل، د بي بي سي په لندن ستوديوگانو کې ثبت شوې، د بي بي سي له پښتو وېبپاڼې او خواله رسنيو او په افغانستان کې د بي بي سي پښتو تلويزيون له همکار شمشاد تلويزيون څخه د جمعې په ماښامونو خپرې شوې او ډېر ژر يې د گڼو مينه والو زړه ورخپل کړ.

Image caption په تېرو ١٢ مياشتو کې د للو للو ٥٣ کيسې خپرې شوې دي

په دې کيسو کې پر څلورو مسايلو روغتيا، تعليم، احتياط او ټولنيزو اخلاقو ډېر پام شوى دى. اغېز يې هم د ليدونکو پر هغو تبصرو کې له ورايه وينو چې د تېر يوه کال په ترڅ کې يې رالېږلي دي.

په تېرو ١٢ مياشتو کې د للو للو ٥٣ کيسې خپرې شوې دي. د بي بي سي پښتو تلويزيون وياړي چې دا لړۍ د مينه والو مينې او تلوسې ته په پام لا پسې غځوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب