طالبان: له امریکایانو سره د خپلو بندیانو پر خوشي کېدو خبرې کوو

بندی د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالب بندیانو خوشي کول، په څو شویو غونډو کې د طالبانو له عمده غوښتنو څخه وو.

د طالبانو باوري سرچينو بي بي سي ته ویلي، د دوی مرکچي پلاوی له امریکایي لوري سره د افغان دولت له زندانونو د زرګونه طالب زندانیانو د خوشي کېدو پر سر هوکړې ته نژدې شوی دی.

دغه سرچینې د نوم نه ښودو په شرط وایي چې د دغه کار موخه د سولې ټینګښت لپاره د باور فضا رامنځ ته کول ښودل شوي دي.

افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د چارو کتوونکي وایي، د ملابرادر او څو نورو طالب چارواکو له راخوشي کېدو داسې ښکاري چې ممکن دواړه لوري دې هوکړې ته رسیدلي وي.

داسې ښکاري چې طالب او امریکایي چارواکي د سولې په تړاو له څو ناستو وروسته اوس عملي ګامونو ته نژدې شوي دي.

د طالب بندیانو خوشي کول، په څو شویو غونډو کې د طالبانو له عمده غوښتنو څخه وو.

اوس د طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته منلې چې د دوی او امریکا مرکچي پلاوی د زرګونو طالب بندیانو د خوشي کېدو پر سر هوکړې ته نژدې شوي دي.

دا سرچینه وایي، طالبانو سره درې زره حکومت پلوه کسان بندیان دي، خو له دولت سره د طالب زندانیانو شمېر بیا شاوخوا لس زره یادوي.

سرچینه وایي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو پر سر وروستی ځل خبرې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ شوي دي.

په همدې حال کې د طالبانو د زندانونو د چارو یوې سرچینې هم بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې د خپلو زندانیانو نوملړ یې چمتو کړی او امریکایي لوري ته یې سپارلی دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالب بندیانو د خوشې کېدو پر سر وروستی ځل خبرې څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ شوي دي.

د افغانستان د زندانونو ریاست هم مني چې له دوی سره د ترهګریزو جرمونو په تور شاوخوا اته زره کسان زنداني دي.

دوی وایي، بګرام زندان کې هم په دې تور زندانیان شته چې کره شمیر یې ورته نه دی معلوم.

د بندیانو د راخوشې کېدو د احتمالي هوکړې په اړه مو د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر وپوښت، دوی ویل چې په دې اړه خبرې د لویې څارنوالۍ دنده ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا خبرې نه رد او نه تائید کړې.

د غزني پر محبس د طالبانو په برید کې ۳۵۵ طالب بندیان تښتېدلي

پاکستان اووه تنه ‌طالب بندیان خوشي کوي

''پنځه طالب بندیان له ګوانتانامو قطر ته لېږدول کېږي''

سیاسي شنوونکی وحید مژده چې د سولې هڅې له نژدې څارې وایي، د ملابرادر او یوشمیر نورو طالب چارواکو له خوشې کېدو داسې ښکاري چې ممکن امریکا او طالبان د بندیانو په خوشې کېدو هوکړې ته نژدې شوي وي.

قطر ته د خلیل زاد لومړي سفر کې هلته طالبانو له هغه نه درې غوښتنې درلودې چې هغه د دوی د بندیانو خوشې کول یا د بندیانو بدلول وو.

دویمه غوښتنه دا وه چې ددوی د رهبرانو نومونه دې له تور لیسته وویستل شي. او دریم د بهرنیو سرتیرو د وتلو لپاره تاریخ مشخصول.

امریکایان غواړي په دې مسئله کار وکړي. څه موده وړاندې هم داسې اوازې وې چې ځینې بندیان د څرخي پله له زندان نه د بګرام زندان ته لېږدول شوي دي.

که داسې وشي، ښيي چې امریکایانو دا ګام د اعتماد جوړونې لپاره پورته کړی.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره چې په تاریخ کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه بلل شوې، هڅې د پخوا پرتله ګړندۍ شوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیل زاد هم تراوسه درې ځله په دې موخه د سیمې هېوادونو ته سفرونه کړي.

نوموړی اوس هم په همدې موخه په یوه اتلس ورځنې سفر بوخت دی چې په ترڅ کې یې تراوسه پاکستان، افغانستان، روسیې او ازبکستان ته تللی او تمه ده بلجیم، متحده عربي اماراتو او قطر ته هم ولاړ شي.

نوموړی د پنجشنبې په ورځ کابل ته د خپل سفر پر مهال د خپلو لاسته راوړنو جزیات مشخص نه کړل.