افغانستان: د مالټو حاصلات ډېر شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان: د مالټو حاصلات ډېر شوي

د افغانستان په ختيځ کې د مالټو بڼوال وایي، د تېر کال پر تله یې سږ کال حاصل دوه برابره ډېر شوی دی. وايي دلیل یې دا دی چې اوس نيالګي په سمه توګه پالل کېږي.

په ننګرهار کې د مالټو او نارنجو بڼونه په پراخېدو دي.

يوازې د بټي کوټ ولسوالۍ دریم فارم په نوم سيمه کې پر درې زره جريبه ځمکه د مالټو او نارنجو بوټي کينول شوي دي. همکار ذبيح الله رحيمزی رپوټ لري.