افغانستان: د کانکور لپاره نوی سیسټم رامنځته کېږي

کانکور د انځور حقوق MOHE
Image caption د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د دغې طرحې موخه د زده کړې متوازن پرمختګ او د سیمه ییزو کادرونو روزنه ده.

د افغانستان وزیرانو کابینې د کانکور ازموینې یوه نوې طرحه تصویب کړې چې پر بڼسټ یې ۲۵ سلنه تحصیلي فرصتونه په سیمه ییز ډول سیالۍ ته ځانګړې شوي دي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکي وايي د دغې طرحې موخه د زده کړې متوازن پرمختګ او د سیمه ییزو کادرونو روزنه ده.

د دغه وزارت په وینا له دې وروسته به د کانکور ګډونوال کولای شي چې په ملي یا حوزوي ‌کچه د کانکور په ازموینه کې سیالي وکړي.

د کانکور آزموینې ګډونوالو ته له دې وروسته د سیالۍ دوه غوراوي ورکول کېږي، یو د ۷۵ سلنې سیالۍ انتخاب چې د ټول هېواد په کچه ده او دویم یې د ۲۵ سلنې غوراوی دی چې د اړوندو زونونو په پوهنتونونو پورې محدود دی.

کانکور ازموینه: تر ټولو لوړه نومره نجلۍ ګټلې

داسې ازموینه چې په ټول ښار کې ژوند په ټپه دروي

افغانستان کې د کانکور ازموينې نېټه بدله شوې

د ۲۵ سلنې انتخاب زده کوونکي کابل پوهنتون ته د لارموندنې چانس له لاسه ورکوي، خو په خپلو اړوندو زونونو کې د شته پوهنتونونو طب، انجینرۍ، اقتصاد او حقوقو پوهنځیو ته یې د بریا چانس زیاتېږي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وایي، دا د کومې ځانګړې ونډې طرحه نه ده، بلکې د ولایتونو فارغانو ته د متوازنې پرمختیا او پوهنځیو ته د لار موندلې پروګرام دی.

''موږ دا لار په بشپړه ډول پرانېستې پرېښې ده. ۷۵ سلنه له ټول افغانستانه کولای شي په دغو پوهنتونونو کې په کانکور کې سیالۍ وکړي او ۲۵ سلنه نور د کانکور امتحان ته په کتو په ځانګړي ډول برخه اخیستلای شي. د کانکور له آزموینې وروسته ۲۵ سلنه باید لرې پرتو ولایاتو ته اختصاص ورکړل شي. ''

د انځور حقوق GMIC
Image caption د لوړو زده کړو وزارت ویاند فیصل امین وایي، دا د کومې ځانګړې ونډې طرحه نه ده

د دغې طرحې پر بنسټ افغانستان د کانکور پر اتو زونونو ویشل شوی دی.

یانې ‎د یو زون فارغان نه شي کولای چې د ۲۵ سلنې غوراوی په چوکاټ کې د بل زون اړوند پوهنتون ته د بریاليتوب په موخه ازموینه ورکړي، خو کوچیان به په هره حوزه کې د ۲۵ سلنې له غوراوی کار واخلي.

د لوړو زده کړو وزارت وايي، د سیمې په کچه د علمي کادرونو روزلو په موخه دا طرحه پلې کوي.

د افغانستان په ځينو ولایتونو کې د مسلکي ډاکترانو کموالي، په سیمه کې انجینرانو ته اړتیا، د کرنې په برخه کې د مسلکي کسانو کمښت او د حقوق پوهانو او اقتصادي مسلکي کسانو کموالي د دغې طرحې د جوړېدو لامل بلل شوي دي.