خلیلزاد ته افغان سوله کې ترکمنستان ولې مهم دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سولې خبرو د استازي په توګه دا سیمې ته د خلیلزاد دریم سفر دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې ته د خپل سفر په لړ کې د منځنۍ اسیا له لوړو پوړو چارواکو سره کتلي دي.

زلمى خليلزاد، چې اوس په ترکمنستان کې دى پر خپله ټوېټر پاڼه يوه تازه کړي پيغام کې ليکي، چې له مسکو د ازبکستان پلازمينې تاشکند ته ورغلى او د افغانستان د سياسي ستونزې هوارې لپاره يې له ولسمشر شوکت ميرزايف او د بهرنيو چارو وزير عزيز کاملوف سره خبرې کړې دي.

ښاغلي خليلزاد همداراز د افغان سولې په تړاو د ترکمنستان له بهرنيو چارو وزير رشيد مرادوف سره کتنې ته اشاره کړې او وايي اړتيا ده چې افغانستان ته د سولې راوستو لپاره ترکمنستان او امريکا په گډه کار وکړي.

* د خلیلزاد او قریشي کتنه او پاکستان ته د طالب استازو سفر

* ډونلډ ټرمپ: د سولې ډېرې قوي خبرې مو پیل کړې

زلمى خليلزاد تېره اوونۍ ، کابل او اسلام اباد کې له افغان او پاکستاني چارواکو سره له کتنو وروسته مسکو ته وخوځېد او د افغانستان لپاره د روسيې له ځانگړي استازي ضمير کابلوف او د بهرنيو چارو له مرستيال وزير ايگور مورگلوف سره یې وکتل.

په پام کې ده ښاغلی خلیلزاد له منځنۍ اسیا وروسته قطر او عربي متحده اماراتو ته هم سفر وکړي.

نوموړى څه د پاسه دوه مياشتې وړاندې د افغان سولې لپا ره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانگړى استازى وټاکل شو.

نوموړي د افغان سولې په تړاو د سيمه ييزو هېوادونو له چارواکو سره پر خبرو سربېره تراوسه دوه ځله له طالب استازو سره هم خبرې کړې او ټاکلې د دغو ناستو دريم پړاو او ژر تر سره شي.

بې پرې ترکمنستان

د انځور حقوق GHAZNI.Gov
Image caption د ترکمنستان برېښنا تر غزني هم رسېدلې ده.

ترکمنستان په شمال او شمال لوېدیځ کې له افغانستان سره ۷۴۴ کیلومتره ګډه پوله لري.

ترکمنستان چې پر ۱۹۹۱ کال له پخواني شوروي تر خپلواکېدو راهیسې بې پرې بهرنی سیاست لري.

همدا وجه ده چې د افغانستان کورنیو کشالو کې یې د نورو ګاونډیانو پرتله خورا لږ رول لرلی او له افغانستان سره ښه اړیکي لري.

* 'قطر کې طالب چارواکي ولې چوپه خوله دي'

* سرګي لاوروف: روسیه یو موټی افغانستان غواړي

ترکمنستان په هغو ډېرو کمو هېوادونو کې یو و، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژاند او ښه ډيپلوماټیک اړیکي یې ور سره لرل.

ترکمنستان د طالبانو وخت کې هم هڅه کوله چې د افغانستان له لارې خپل ګاز پاکستان او هند ته ولېږدوي.

له طالبان وروسته افغانستان او ترکمنستان

Image caption له ترکمنستان تر هند د تاپي نللیکه

د طالبانو له پرځېدو وروسته هم ترکمنستان او افغانستان ښه سیاسي او اقتصادي اړیکي لري.

د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو ۲۰۱۰ کال کې د ټاپي نللیکې تړون هم لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې افغانستان ته هر کال دوه سوه میلیون ډالره عاید په لاس ور ځي او ۱۲ زره افغانانو ته کار هم برابرېږي.

همدارنګه افغانستان د کال ۵۰۰ میلیون متر مکعب ګاز هم ترلاسوي.

د روان کال پرورۍ کې د افغانستان په په هرات کې ټاپي د کار پیلېدو د مراسمو پر مهال له ترکمنستان څخه افغانستان ته د اورګاډي د پټلۍ او ټاپي پروژې پر مسیر د نوري فایبر د غځولو او همدارنګه له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۵۰۰ کيلو ولټه مزي له لارې د برېښنا د لېږد (ټاپ) چارې هم رسماً پیل شوې.

دوه بندرونه

د انځور حقوق Arg
Image caption افغان ولسمشر ترکمنستان کې د پټلۍ پرانیستلو مراسمو ته وینا کوي.

افغانستان له ترکمنستان سره هرات کې د تورغونډۍ او فاریاب کې د اقینه بندر د مختلفو توکو سوداګري لري، چې له برکته یې د کال افغانستان ته په میلیاردونو ډالر عاید په لاس ورځي.

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو د ۲۰۱۶ کال د نومبر په ۲۸ د اقینې پټلۍ هم پرانیسته، چې له لارې یې د افغانستان سوداګریز توکي په پنځو ورځو کې اروپا ته رسېږي.

د اقینې اورګاډي پټلۍ افغانستان د ترکمنستان له لارې د اسیا له نړیوالې اورګاډي پټلۍ سره نښلوي.

ترکمنستان د افغانستان د غزني، هرات، فاریاب او سرپل په ګډون ځینې ولایتونو ته برېښنا هم ور کوي او د روان کال لومړیو کې یې د دې انرژۍ تړون بیا نوی کړ.

دغه هېواد افغانستان ته د نورې پنځه سوه میګاواټه نورې برېښنا د ور کولو تړون هم لاسلیک کړی دی.

ترکمنستان د تېر کال نومبر کې د افغانستان سره د سیمه ییزو همکاریو د غونډې کوربه هم و.