کونړ: هوايي بمبارۍ کې ملکي خلک وژل شوي

کونړ د انځور حقوق Getty Images
Image caption د سیمې خلک وايي د شپې تر ناوخته یې د الوتکو او بمبار غږونه اورېدل

کونړ ولایت کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې لسګونو ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د کونړ والي دفتر د دغه ولایت شلتن ولسوالۍ کې د هوايي بمبارۍ له کبله د ملکي خلکو مرګ ژوبله تایید کړې، خو د سر اوښتي زیان کره شمېره یې نه ده یاده کړې.

عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، د نژدې ۳۰ ملکي کسانو جنازې یې کړې چې په وینا یې ښځې او ماشومان هم پکې شته.

بل لور ته د کونړ ځايي روغتون مسوولین وايي، د پېښې له ځایه ۱۵ ټپي شوي کسان وروړل شوي دي.

د روغتون مشر عزیز الرحمان ساپي بي بي سي ته وویل، ټپیانو کې اته ماشومان او درې ښځې دي.

عیني شاهدانو بي بي سي ته وویل، د یو شمېر وسله والو طالبانو تر څنګ یې دغه پېښه کې وژل شوي اته ماشومان هم خاورو ته سپارلي دي.

د کونړ د شلتن ولسوالۍ په هوایي برید کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو راپورونه ضد او نقیض دي.

د کونړ د والي ویاند غنی مصمم وایي، عملیات د معاویه په نوم د حکومت یوه وسله وال مخالف پر کور شوي چې په کې د ۲۰ په شاوخوا کې د القاعده او طالبانو غړي وژل شوي دي.

ښاغلی مصمم وایي، برید کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېر یې لا دوی ته نه ده معلومه.

د شلتن ولسوالۍ د سونو سیمې د شینکوړک یو اوسېدونکی چې په مستعار نوم یې شفیق یادوو وایي، برید کې څلور یا پنځه کورونه په نښه شوي او خپله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون د شاوخوا ۳۰ملکیانو مړي لیدلي دي.

ځايي خلکو ویلي، تېره شپه يې سيمه کې تر څلورو ساعتونو پورې د الوتکو د ګرځېدو او بمبار غږونه اورېدلي دي.

یوناما: هلمند کې د امریکایانو بمبارۍ کې ۲۳ ملکي کسان وژل شوي

یوناما: افغانستان کې په لویه کچه د ملکي کسانو مرګ ژوبله روانه ده

غور کې د سیمه ییز قومندان نیولو لپاره عملیات شوي

د کونړ ولايتي روغتون بيا بي بي سي ته ويلي، له سيمې پنځلس ژوبل کسان ورته راوړل شوي چې اته ماشومان او پینځه ښځې هم په کې دي.

وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په شويو عملیاتو کې وژل شوي ولسي خلک بللي دي. دوی لیکلي چې په عملیاتو کې ۶۵ ولسي کسان وژل شوي چې په وینا یې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.

په دې وروستيو کې په دا ډول عملیاتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه ډېر شوي دي، د افغانستان د جنوب د هلمند په ناارامه سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه هوایې برید کي ۴ ولسي وګړو وژل کېدو راپورونه ترلاسه شوی چې ځايي چارواکي هلته عملیات مني، خو د زیان په هکله يې څه نه وایي.

دوې اونۍ مخکې د هلمند ګرمسیر ولسوالۍ کې هم یوه هوایي برید ۲۳ ملکیان ووژل چې وروسته یوناما هم دغه مرګ ژوبله ومنله.

یوناما د ملکي مرګ ژوبلې په نهه میاشتني راپور کې ویلي چې د سږني زیږدیز کال له پيله په افغانستان کې د هوایي بریدونو له کبله ۶۴۹ کسان وژل او ټپيان شوي چې د تېر کال همدې مودې پرتله زیاتوالی ښيي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسله والو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره په شويو عملیاتو کې وژل شوي ولسي خلک بللي

دوی په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د جګړې له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې د ملکیانو ژوند ته پام وکړي، خو له دې سره سره هم د شپې عملیاتو کې کله نا کله ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي.