"امریکا دې افغان سوله کې له زغمه کار واخلي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکایۍ دې هیل خپرونې، چې تر ډیره سیاسي مطالب خپروي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو پخواني قوماندان مک کرستل په حواله لیکلي چې امریکا ته په کار دي په افغانستان کې د اوږدمهال سولې لپاره له زغمه کار واخلي.

امریکایۍ دې هیل خپرونې، چې تر ډیره سیاسي مطالب خپروي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو پخواني قوماندان مک کرستل په حواله لیکلي چې امریکا ته په کار دي په افغانستان کې د اوږدمهال سولې لپاره له زغمه کار واخلي.

ځکه ددې متقاعد امریکايي جنرال په وینا د افغانستان ټیکاو د امریکا په ګټه هم دی. مک کرستل په دې نظر دی چې افغانستان د اوږمهال پرمختیايي کارونو او ولسواکۍ ودې ته اړتیا لري.

ده ویلي، د زغم ترڅنګ باید امریکا له افغان ټولنې سره ملګرتیا وکړي او اړتیا نشته چې پرېمانه پيسې ولګول شي او یا هلته ډېر شمېر سرتیري واستول شي؛ صبر په کار دی، خو په ورته وخت کې باید امریکا خپلو هیلو ته د رسېدو په لار کې ناکامۍ ته هم چمتو واوسي.

ډیپلومات مجلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو پر سر سیالۍ ته کتنه کړې او لیکوال یې په دې نظر دی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د یوې شخړې احتمال شته.

په دې مطلب کې د کابل سیند حوزې ته کتنه شوې او دا چې د افغانستان د سیندونو اوبه دواړو هېوادونو څومره حیاتي ارزښت لري.

عمران خان: په ۱۷ نیټه د طالبانو او امریکا ترمنځ اسلام اباد کې جرګه کیږي

خلیلزاد ته افغان سوله کې ترکمنستان ولې مهم دی؟

سرګي لاوروف: روسیه یو موټی افغانستان غواړي

د ډیپلومات مجلې ددې مطلب لیکوال وايي، د کابل سیند چې د پاکستان په وړاندې د افغان لوري لپاره د فشار یوه وسله هم ده او د ملیونونو انسانانو ژوند له همدې سینده خړوبیږي، د لیکوال په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د ممکنه شخړې د هواري لپاره تر ټولو غوره داده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوه معاهده رامنځته شي، چې دواړه هېوادونه وکولی شي له دې اوبو اغیزناکه ګټه واخلي.

خو دی وايي اوسنی حکومت لږ تر لږه په لنډ مهال له پاکستان سره د اوبو د ویش پر سر د کومې موافقتنامې لاسلیک ته چمتو نه دی.

جاپان ټایمز ورځپاڼې د ګرځنده ټیلیفون هواوې چینایي شرکت په وړاندې شته خنډونه او د موبایل ټکنالوژۍ د پنځم نسل 5G په کارولو کې ددې خنډونو پر اغیز په خپله سرمقاله کې لیکي، پنځم نسل ټکنالوژي په ټولنیز او اقتصادي لحاظ د انسان په ژوند کې د یو بدلون زیری ورکوي، خو د هواوې شرکت په اړه په ځینو هېوادونو کې اندېښنې دا بدلون ټکنی کولی شي.

د انځور حقوق Google
Image caption ډپلومات مجلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو پر سر سیالۍ ته کتنه کړې او لیکوال یې په دې نظر دی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د یوې شخړې احتمال شته. په دې مطلب کې د کابل سیند حوزې ته کتنه شوې او دا چې د افغانستان د سیندونو اوبه دواړو هېوادونو څومره حیاتي ارزښت لري.

ورځپاڼه په دې برخه کې شته اندیښنې او د برتانیا، امریکا، اسټرالیا او نیوزیلنډ په څېر هېوادونو چارواکو سره شته اندیښنې د پام وړ بولي، خو زیاتوي ددې اندیښنو ځوابولو او شته ستونزو له منځه وړل ممکن دي. لکه دا چې هواوې د برتانیا لپاره په خپلو تولیداتو کې ځینې بدلونونه راوستل او په اروپا کې د هواوې شرکت لوی مشر ویلي شرکت یې چمتو دی له امنیتي پلوه د حکومتونو د اندیښنو ځوابولو ته اړین ګامونه پورته کړي.

ګلف نیوز ورځپاڼې لیکلی د یمن په حدیده بندري ښار کې شوی اوربند د حوثي ډلې او ایران د ماتي په مانا دی. ددې مطلب لیکوال وايي د شوې هوکړې له مخې حوثي وسله وال اړکړل شوي چې له حدیده ښاره ووځي، بندیان ازاد کړي، او دا هر څه د یمن د منل شوي حکومت او عربي ټلوالې لپاره یو بری دی.

خو قطري ورځپاڼه شرق پر یمنیانو غږ کړی چې د سولې په برخه کې له دې پرمختګه ګټه واخلي او په خپل هېواد کې د پراخې سولې او ټیکاو لپاره مټې راونغاړي. ددې ورځپاڼې په وینا د یمن په شخړه کې ښکیلې خواوې د یمنیانو په استازیتوب د خبرو ادعا لري خو په اصل کې دا ټولې خواوې خپلې ګټې پالې.