افغان سوله کې امریکا د پاکستان اندېښنو ته ځواب وايي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو د قطر استازي نن متحده عربي اماراتو کې له امریکايی پلاوي او د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو له پلاوي سره ګوري.

لانګ وار جورنال په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سولې په تړاو کېدونکې غونډې په اړه یوه مطلب کې د پاکستان ګډون ته په اشارې سره وايي امریکا له پاکستانه سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په برخه کې ډیره تمه لري:

"امریکا فکر کوي چې طالبان په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځي استخباراتو ای اېس ای په سیوري کې خوندي پټنځي لري".

خو لانګ وار ژورنال لیکي پاکستان دا خبره نه مني او وايي چې اوس یې پر طالبانو هغه پخوانی اغیز نشته.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه د افغانستان په تړاو د امریکا او پاکستان ګډ کار ته اشاره کوي او زیاتوي امریکا او پاکستان ته پکار دي چې تېر اختلافات هېر کړي او پر دې فکر وکړي چې د افغانستان د مسلې داسې حل را وباسي چې ټولو ښکیلو خواوو ته یې ګټه ورسیږي او بایلونکی پکې نه وي.

خو د دې مطلب لیکوال پر دې هم ټینګار کوي چې د پاکستان په ملاتړ په افغانستان کې د دایمي حل رامنځته کولو لپاره ښايي چې امریکا پاکستان ته ډاډ ورکړي چې اندیښنو ته یې پام کیږي او دا ډاډ ورکړل شي چې په اوږد مهال کې ورسره اړیکي پالل غواړي نه دا چې د ګټو په تر لاسه کېدو پاکستان ته شا کړي.

ډیلي میل ورځپاڼې لیکلي هغه افغان ژباړونکی چې خپل ژوند یې د برتانیا د شهزاده چارلس لپاره په ژباړې له خطر سره مخامخ کړی اوس له برتانیا افغانستان ته د بېرته استولو له خطر سره مخ دی:

"ځکه ده ته پنځه کلنه ویزه ورکړل شوې وه خو اوس چې د دې ویزې موده پای ته رسیدلی د کورنیو چارو وزارت د هغه ویزه نه ده نوې کړې".

ده له افغان چارواکو سره د شهزاده چارلس په کتنو کې د ژباړونکي دنده لرله او په ۲۰۱۳ کال کې برتانیا ته راغلی.

انډیپنډینټ ورځپاڼې لیکي د برتانیا لومړۍ وزیره ټیریزا مې هڅه کوي په پارلمان کې له اروپايي ټولنې د جلاوالي په اړه د بلې ټولپوښتنې ملاتړ مخه ونیسي.

اوس داسې ښکاري چې د جلاوالي د بهیر عملي کول د برتانیا پر لوی سرخوږي بدل شوی.

ورځپاڼې د مېرمن مي په حواله لیکلي چې وايي که په دې اړه بله ټولپوښتنه وشي نو دا چاره به د برتانیا نوم ته زیان ورسوي چې ګواکې د خلکو رایو ته درناوی نه کیږي.

تمه هغه نن پارلمان ته له اروپايي ټولنې سره د حکومت له خوا د شویو هوکړو په اړه معلومات ورکړ، خو د اینډیپنډینټ په وینا هغه به ټینګار وکړي چې د بلې ټولپوښتنې ترسره کول د حل لار نه ده.