افغانستان کې وچکالي په بشري ناورین بدله شوې

Image caption رپوټونه وايي، سږکال د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د وژل شویو ولسي وګړو پرتله د وچکالۍ له کبله ډېر وګړي مړه شوي دي.

په افغانستان کې د یوه چاپېریالي بحران د اصلي کچې په اړه د یو ملګري په واده کې پوه شوم.

واده د کابل شمال ته د صیاد په شنه دره کې و. ځینې کابلیان د جمعې په ورځ د ماهي خوړلو، لامبو او مېلو لپاره هلته ځي.

خو دا شپه وه، ډېر خلک کلي کې د سیند څنګ ته د واده لپاره راټول شوي وو. موږ د یوه خټین کور په اوږد دهلېز کې ناست وو.

د دهلېز چت ټیټ و، په سیمه کې برېښنا نه وه، نو دهلېز یې په داسې ګروپونو روښانه کړی و چې د موټر په بېټرۍ چلېدل.

موږ شاوخوا څلوېښت کسان وو، پر ځمکه مو پرلتۍ وهلې وې. د دهلیز په سر کې مشران او پای کې ځوانان ناست وو.

سپین ږیرو پاکې دودیزې جامې په ځان او پګړۍ یې پر سر وې.

ځینو واړه لمسیان هم څنګ ته کښېنولي وو. ان د خوشالۍ مراسمو کې هم د سپین ږیرو پر ویاړلو څېرو د خپګان او ستړیا نښي لیدل کېدې.

زموږ له ګډې ناستې لږ وخت تېر و، ما د سپین ږیرو د تندي د ګونځو لامل پوهېدو هڅه وکړه.

د قوم مشرانو د هغې وچکالۍ په اړه راته وویل چې د دوی ژوند یې تریخ کړی و.

د افغانستان د مرکزي ولایت کاپیسا د کوه صافي ولسوالۍ پر لوړو للمه کښتونه وچکالۍ ویجاړ کړي وو.

کوه صافي ولسوالي د پروان له باګرام زندانه پیلېږي، بل سر یې یې د کابل ولایت له ختیځې ولسوالۍ سروبي سره نښلي او لسګونه کلي لري.

په دهلیز کې د ناستو مشرانو له ډلې یوه راته کړه چې "که وچکالي همدا ډول دوام ومومي، موږ ته بله لار نه پاتې کیږي او کابل ښار ته به کډه کېږي"

د مشرانو د خبرو په اورېدو مې یوه ټکي ته پام شو؛ کابل ښار چې د څو لکه وګړو لپاره جوړ شوی و، اوس یې لا نفوس له حده زیات دی.

په دې ګڼ مېشتي ښار کې تر پنځه میلیونه زیات انسانان ژوند کوي، ګڼه ګوڼه یې بې سارې ده او د ځمکې لاندې پاکې اوبه یې په ټیټېدو دي.

هرات کې ورته حالت

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچکالي زیاتېدلو پسې ماشومان او ښځې د اوبو لپاره لرې لرې ځایونو ته ځي.

د کاپیسا له واده کابل ته راستون شوم، موده همدلته پاتې شوم او بیا د هرات پر لور رهي شوم.

هلته زما د کاکا زوی په کور کې د سهارنۍ لپاره یو بل ملګری هم راسره کښېناست. عسل کاکا د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسېدونکی دی، چې له ترکمنستان سره پوله لري.

د هغه عمر تر پنځوسو کلو اوښتی و، ږیره یې سپینه وه، پنډ او خوشال سړی و.

د سهار چای څښلو پروخت ناڅاپه د عسل کاکا پزه وینې شوه، ده خپله پزه ټینګه ونیوله او له کوټې ووت.

ما هم ورپسې منډه کړه او پر سر مې اوبه ورتویې کړې.

د پزي وینه یې ودرېده خو د عسل کاکا طبیعت یې خراب کړ.

ما وپوښت "ښه یې"

که څه هم وضعیت یې ښه نه برېښېد، خو ماته یې ځواب راکړ

"ښه یم، هوا وچه ده "

ما په ډېر احتیاط ترې وپوښتل: "ستا مطلب وچکالي ده؟"

هغه دېواله ته تکیه وکړه، ژوره ساه یې وویستله، پېروی او مربا یې له ځانه لرې ټېله کړه او ویې ویل: " هو وچکالي ده"

ما غوښتل د کوه صافي له وچکالۍ سره یې پرتله کړم، ځکه مې بله پوښتنه ترې وکړه: دلته وضیعت څومره جدي دی؟

عسل کاکا د زړه تنګي او بدحالي یوه بله اوږده ساه وکښله او کیسه یې راته پیل کړه.

"ما په تېرو پنځوسو کلونو کې دا ډول وچکالي نه ده لیدلې. للمي کښتونه ناکام شول او مالداري ۹۰ سلنه راکمه شوې. خلک پوروړي دي، وطن داسي فلج دی لکه د سړي پښو او لاسونو چې کار پرې اېښی وي"

فراه کې څه روان دي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچکالۍ پر کرونګرو سربېره د کوچیانو ژوند هم ستونزمن کړی دی.

زما، د مېلمه او عسل کاکا ترمنځ د سهارنۍ او بنډار لا پای ته نه و رسېدلی چې پدې وخت کې له فرا ولایت څخه یو بل سپین ږیری زموږ له مجلس سره یوځای شو.

د ده جامې، پکړۍ او ږېره ټول سپین وو او د دعاوو یو غټ کتاب یې له ځان سره ګرځاوه. راته ویې ویل: "زموږ په بکوا ولسوالۍ کې یوازې وچکالي نه ده، بلکې اوبه هم کښته تللې دي.

د هغه په ټکو، پخوا به اوبه لس متره تر ځمکې لاندې وې، خو اوس په ځینو ځایو کې یو نیم سل متره کښته شوې دي.

"خلکو د خاشرود سیند په خېټه کي برمې ووهلې، هغه لا وچې شوې "

فراهي مشر د غمونو نوملړ پسې وغځاوه.

"د مالدارو لپاره نه غله شته، نه څړځای او نه هم اوبه"

د وچکالۍ کړکېچن حالت په سویل لویدیځ بادغیس ولایت کې هم اندېښنې زیاتي کړې دي.

هلته د اوبو او څړځیو د نشتوالي له کبله مالدار خپل مالونه په بېړه پلوري او بیي رالوېدلې دي.

د ځايي خلکو په خبره، که پخوا د یوه څاروي بیه ۴ زره افغانۍ وه، اوس یې بیه ۱۸۰۰ افغانیو ته رالوېدلې.

د دوی په خبره، د وروستۍ وچکالۍ له امله په دغه ولایت کې کابو ۳۰۰۰ څاروي مړه شول.

که یو لور ته د اوبو کچه لوېږي، بلي خوا ته یې مصرف ورځ تر بلې زیاتېږي.

دښتو کې مېشتېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لمري برېښنا هم له ځمکې د اوبو زیات اېستلو کې خطرناکه بلله کېږي.

یوې سروې وښودله چې تر دوه میلیونه زیات افغانان په داسې ځایونو کې مېشت شوي چې پخوا دښتې وې.

دوی هلته ژورې څاګانې ایستلي او د ارزانه لمریزو هندارو په مرسته له ځمکي اوبه راباسي.

ډ‌ېری بزګران یې کوکنار کري. د هلمند په شمال کې کروندګر اوس د کوکنارو په درې فصله کرلو بریالي شوي چې وروستی فصل "دمني تاریاک" یې شپه او ورځ اوبه غواړي.

په هرات کې مې یو ملګري راته ویل چې دولت باید په هر ډول چې وي اوبه مهار کړي، کنه اوږدمهاله منفي پایلي به یې زیان اړونکې وې.

هغه ویل چې تېر پسرلی په بادغیس کې له یوه لوري وچکالي روانه وه او بل لوري ته سېل راغی او ډېری کسانی یې ووژل.

د فراه ولایت د کرنې ریاست مشر متین راته وویل، ستونزه ډېره لویه ده او حل لار به یې سخته وي.

خو د ولسمشر ځانګړی سلاکار له وچکالۍ ماته نه مني.

له امریکا راغلی انجنیر عبدالحمید هلمندی وايي، حکومت تر د مګړۍ څلوېښت زره داسي ځایونه په نښه کړي چې هلته اوبه مهار او بېرته یې ځمکي ته پېچکاري کړي.

همدارنګه ویل کېږي چې هلمند کې د طالبانو نومول شوي پخواني والي کابل ته یوه اته کسیزه لابي ډله لېږلې وه چې پر کابل حکومت اغېز واچوي او نوزاد ولسوالۍ کې د فرهاد بند جوړ کړي.

خو مخکې له دې چې دغه پلان عملي شي، په هوايي برید کې د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا منان د وژلو رپوټونه خپاره شول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچکالۍ ان ځینې سیندونه هم په وچو خاورو بدل کړي دي.

دا چې دغه حل لارې به اوږد مهاله اغېز ولري او که نه، لانه ده معلومه، خو یو شی د اټکل وړ دی، هغه دا چې که وچکالي همداسي روانه وي د لرې پرتو سیمو به زرګونه افغانان ښارونو ته کډه شي.

د دې چارې ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي پایلو ته هیڅوک تیار نه دي.

څو ورځي مخکي له کوره راوتم چې د اوبو یخ شمال راباندې ولګېد. ومي لیده چې یو بڼوال د اوبو په یوه غټ پيپ کوڅه مینځي.

ما ور غږ کړ چې ته په هېواد کې له وچکالۍ نه یې خبر؟

بڼوال په حیرانتیا را وکتل، او وروسته یې په ډېره ارامۍ او ډاډ سره ځواب راکړ: "کومه وچکالي وروره؟ وچکالي نشته ان شاء الله"