افغان سوله؛ د طالبانو او امریکا د ابوظبۍ خبرې تر پخوانیو څه توپیر لري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پخوانیو خبرو کې به یوازې د طالبانو د قطر استازو ګډون کاوه، خو دا ځل یې له کوټې هم د سیاسی او پوځي برخې غړي ور استولي دي.

د افغان طالبانو او امریکا ترمنځ متحده عربي اماراتو کې اوسنیو خبرو هیلې یې پیدا کړې او د سیمې ټولو هېوادونه یې یوې پایلې ته په تمه دي.

که څه هم دې خبرو کې یو مهم لوری افغان حکومت نېغ ښکېل نه دی، خو د دې هڅو ملاتړ یې کړی دی.

د پاکستان په هڅو دې پیل شویو خبرو کې سعودي، متحده عربي امارات او پاکستان هم شته.

* افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

* افغان سوله؛ د امریکا او پاکستان اختلاف پر څه دی؟

پوښتنه دا ده چې دې خبرو ته ولې هیلې ډېرې دي؟ طالبان یا امریکا له خپل سخت دریځ شا ته شوي دي، که بله څه خبره ده؟

د افغان چارو نامي شنونکي سمیع یوسفزی وايي، داسې ښکاري چې طالبان اول ځل پوره جدي یا سنجیده ښکاري او دې خبرو کې یې د هرې برخې کسانو ګډون کړی دی.

له دې مخکې چې د افغان سولې لپاره کومې هڅې شوې یوازې د طالبانو د قطر دفتر استازي پکې وو، خو اوسنیو خبرو کې د طالبانو د پوځي او سیاسي څانګو څلور استازي هم شته، چې ملا امیر متقي، قاري یحیا، ملا محب الله حماس او ملا عباس اخوند دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی خلیلزاد له تېرو دریو ورځو راهیسې له طالبانو سره په خبرو ښکېل دی.

د نوموړي په خبره، له دې ښکاري چې دې خبرو کې د طالبانو سیاسي او پوځي مشرتابه نېغ ښکېل دی، خو پخوا خبره داسې نه وه.

هغه زیاتوي چې طالبان له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کوي، خو بیا هم داسې نښې شته چې ښيي، دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته تیارېږي او دا افغانستان کې د سولې لپاره لوی ګام زبادېدلی شي.

دا هم ویل کېږي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله او د حقاني شبکې قومندان سراج الدین حقاني د دې کسانو پوره ملاتړ کوي.

پر دې سربېره خبرو کې د طالبانو د قطر دفتر استازي هم شته چې مشري یې شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

له بلې خوا د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ ویلي، چې متحده عربي اماراتو کې یې استازو له افغانستان د امریکایي ځواکونو پر وتلو، عملیاتو بندولو او سولې ټینګولو خبرې کړې دي.

هغه دا هم ویلي، چې د پاکستان، سعودي او متحده عربي اماراتو له استازو سره یې هم خبرې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر په یوه لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر وغوښتل چې افغان سوله کې ور سره همکاري وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم تېره ورځ ټوېټر کې وویل، چې پاکستان ابوظبۍ کې د افغان طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرو کې مرسته کړې.

هغه دا هم وویل، چې د افغانانو د اوسني کړکېچ د پای ته رسېدو دوعا کوي.

د هغه په خبره، افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره به پاکستان هر ممکن کار وکړي.

ځینې افغان سرچینې وايي، چې د اوبوظبۍ خبرې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پروتلو، د بندیانو پر تبادله او اوربند را څرخي.

خو لا هم کوم ښکېل هېواد په دې تړاو رسمي خبره نه ده کړې.

د امریکا د بهرنیو چاو وزارت له خوا د افغان سولې لپاره استازي زلمي خلیلزاد نه دا چې تېره میاشت له طالبانو سره درې ځلې لیدلي، بلکې د دې بهیر د بریالیتوب لپاره د سیمې هېوادونو سره هم سلا مشورې کړې دي.