ارګ: له افغانستان د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ارګ: له افغانستان د امریکايي پوځ وتل پر امنیت ناوړه اغېز نه کوي

افغان دولت وایي له افغانستانه د څو زرو امریکايي سرتېرو وتل به يې د هېواد پر امنیتي حالت ناوړه اغېز ونه کړي. دا څرګندونې د امریکايي رسنیو له هغو رپوټونو وروسته کیږي چې وايي سپینې ماڼۍ له د امریکا د دفاع له وزارته غوښتي چې له افغانستانه د ټولو یا هم پام وړ امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره لار هواره کړي. بلخوا وسلوالو طالبانو هم په وروستیو خبرو کي له زلمي خلیلزاد غوښتي وو چې امریکا دې له افغانستان خپل سرتیري وباسي. نور جزیات له کابله ملایکه احمدزۍ راکوي.