خواله رسنۍ مو څنګه پام ځانته کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption که د ټولنيزو رسنيو مالکان د کاروونکو توجه په نورو پلوري، خو کاروونکي يې بيا همدا رسنۍ په نسبي ټيټه کچه د ځان او يا ځانګړو موخو د توجه (شهرت: بد يا ښه، اصلي يا خيالي) را اړولو لپاره کاروي.

توجه يا attention يو څه ته ذهن متوجه کول او يا ورباندې عمل کول دي (Merriam Webster).

ډيری انسانان په طبيعي ډول د دې ليوالتيا او حرص لري چې خلک ورته ډېره توجه وکړي. په افغاني ټولنه کې مقدسات که له توجه پرته لمانځل کيږي، د عبادت پرځای عادت بلل کيږي.

د توجه اندازه کول او ورته ارزښت ټاکل يو څه ستونزمن کار دی، خو که ساده يې کړو، هغه کسان چې د ډېرو پر خولو (په ښه يا بد نوم) وي، ممکن ووايو چې د ډېرو د پام وړ دی.

د توجه مفهوم او ارزښت د پښتنو له دې متل څخه، چې وايي (که له پښو يې غورځوې، نو له خولې يې وغورځوه) هم څرګندېږي.

ايوس سيټان په خپل اثر (The Ecology of Attention) کې د توجه پر اقتصاد (attention economy) غږېدلی. د توجه اقتصاد مفهوم دادی چې توجه د نورو تجارتي مالونو په څېر ارزښتمنه خو په عين وخت د طبعي زېرمو غوندې کميابه ده. سيټان استدلال کوي چې ګواکې توجه له شتو (پيسو) مهمه ده. د ده په خبره، توجه ارزښت (قيمت) ټاکي او کله چې يو څه ارزښتمن شول، هغه پخپله پيسې دي.

ټولنیزې رسنۍ د ځوانانو لپاره د خبرونو د سرچینې په توګه "تر ټلویزیون مخکې شوې"

ټولنیزې رسنۍ 'اړتیا ده،‌ نه ساتېری'

کوم وخت چې په ټولنیزو رسنیو کې تېروئ پر ځای یې څه کولی شئ؟

دا خبره د اقتصاد په ډېرو برخو کې هم صدق کوي. په ازاد بازار کې د خلکو توجه (غوښتنه demand، البته اړتيا نه) د توکو او هر هغه څه چې د متاع (commodification) وړ وي، قيمت ټاکي، يانې هغه څه چې د ډېرو د غوښتنې او توجې وړ شي، قيمت يې لوړيږي او که ياد توکی په پراخه کچه موجود نه وي (کمياب وي لکه سره زر)، قيمت او ارزښت يې لا ډيريږي.

اوسمهال د ټولنيزو رسنيو لوی شرکتونه لکه ګوګل، فيسبوک، ټويټر او نور په وړيا ډول خلک کاروي. د دوی له څرګندو او سطحي شعارونو ور ها خوا، اصلي موخې ګټې دي او د دوی ګټې تر ډېره په اعلانونو پورې تړلې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټولنيزو رسنيو له رامنځته کېدو پخوا، ډله‌ييزې رسنۍ د توجه لپاره په پراخه کچه کارول کېدې او د رسنيو agenda-setting تيورۍ د توجه پر تاثيراتو د پوهېدو کار اسانه کړی دی.

اعلانونه (تجارتي او سياسي) که دقيق وکتل شي، د توجه له پېر او پلور پرته بل څه نه دي. په دغو لويو شرکتونو د نورو ترڅنګ يو انتقاد دا هم دی چې د خلکو توجه په ډېره بې غورۍ پلوري او يا په عمده ډول د ټارګيټ شويو خلکو توجه ځانګړو توکو/موضوعاتو ته ور اړوي.

د دغو شرکتونو پروګرامونه داسې عيار شوي دي چې په اسانی سره خلک د عمر، زده کړو، جغرافيې، سياسي ليد او نورو ورته مشخصاتو پراساس پکې ټارګيټ کيږي. دبېلګې په ډول د ټاکنو پرمهال نوماندان د خپلو سياسي اعلانونو لپاره هغه کسان ټارګيټ کوي چې د رای اچونې قانوني عمر ته رسيدلي وي.

د انتقادي مکتب ځينې مخکښان خو حتی اوس دا هم وايي، چې دغه شرکتونه بايد کاروونکي په خپلو ګټو کې سهيم کړي. د دوی استدلال دا دی چې له کاروونکو يې وړيا انلاين کارګر (digital labor) جوړ کړي او استثماروي يې؛ البته دا کار د کاروونکو په خوښه ترسره کېږي. هغه مالومات چې د کاروونکو لخوا جوړېږي (user-generated data) د توکو پر صادروونکو کمپنيو په لوړه بيه خرڅېږي.

د ټولنيزو رسنيو له رامنځته کېدو پخوا، ډله‌ييزې رسنۍ د توجه لپاره په پراخه کچه کارول کېدې او د رسنيو agenda-setting تيورۍ د توجه پر تاثيراتو د پوهېدو کار اسانه کړی دی. ياده تيوري ټينګار کوي چې د رسنيو لخوا خپرېدونکي توکي اوريدونکو ته د بحث او فکر موضوعات ټاکي او د دوی د توجه او فکري مسير په ټاکلو کې اغېزمن رول لري. اوسمهال د پاکستاني دولت له لوري د (پښتون ژغورنې غورځنګ - PTM) په کړنو رسنيز بنديز د اغېز راکمولو جوته بېلګه ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسمهال د ټولنيزو رسنيو لوی شرکتونه لکه ګوګل، فيسبوک، ټويټر او نور په وړيا ډول خلک کاروي. د دوی له څرګندو او سطحي شعارونو ور ها خوا، اصلي موخې ګټې دي او د دوی ګټې تر ډېره په اعلانونو پورې تړلې دي.

که د ټولنيزو رسنيو مالکان د کاروونکو توجه په نورو پلوري، خو کاروونکي يې بيا همدا رسنۍ په نسبي ټيټه کچه د ځان او يا ځانګړو موخو د توجه (شهرت: بد يا ښه، اصلي يا خيالي) را اړولو لپاره کاروي. ياد کاروونکي په مختلفو موضوعاتو ممکن د دې لپاره ليکل کوي، چې په خلکو ځان ‎ وپيژني (ډېره توجه ځان را جلب کړي). د فکر او نظرونو ارزښتونه د هغوی له (لايک، کمېنټ او شېير) له مخې ټاکل کېږي، چې ځيني ورته د (like economy) اصطلاح کاروي او په لوړه کچه دغه ارزښت بيا د کلېک (Click) په واسطه ټاکل کېږي؛ تجارتي کمپنۍ، ګوګل يا نورو شرکتونو ته د هر کلېک پر اساس پيسې ورکوي.

رسنۍ (ډله ييزې او ټولنيزې) د توجه په تخليق او محوه کولو دواړو کې لوی لاس لري. نام چامسکي (Manufacturing Consent) او ايډوارډ سيډ (Representation of the Intellectual) استدلال کوي چې په کاپيټالېسټي نظام کې هغه څوک ډېره توجه ځان ته را اړوي، چې شته يې زيات وي.

سيډ د نيويارک ټاميز بېلګه راوړي او وايي څرنګه چې دغه ورځپاڼه له نورو هغو ډېر امکانات لري، پکې خپرېدونکې هره خبره يې ډېره توجه هم راجلبوي. چامسکی بيا په دې انتقاد کوي، چې رسنۍ د خپلو مالکينو او يا حکومتونو د ګټو مطابق د لوستونکو او کتونکو توجه تخليق يا محوه او يا هم ځيني وخت يې له مهمو او اړينو موضوعاتو څخه ډېرو عادي مسائلو (لکه د ساتېرۍ اړوند موضوعات) ته ور اړوي؛ ځکه که وګړي اړينو موضوعاتو ته توجه زياته کړي، په دې سره د مالکينو يا حکومتونو ګټې زيانمنېږي.

د بېلګې په ډول کله چې امريکا متحده ايالاتو په ۲۰۰۳ کال کې په عراق د بريد تابيا کوله، رسنيو د هغه بهانې، شک يا تور څېړلو پرځای چې ګواکې عراق د ډله‌ييز وراني وسلې لري، د خلکو توجه دې ته را اړوله چې صدام حسين مستبد او خطرناک کس دی، ممکن يادې وسلې وروسته د امريکا پر ضد وکاروي.

اوسمهال چې په انټرنېت پورې په بې ساري ډول د خلکو د ژوند هره برخه تړل شوې ده، د توجه مرکز هم د افلاين پر ځای پر انلاين (virtual public sphere) بدلېدونکی دی. پر انلاين باندې يو انتقاد دا دی چې اغېز يې، که څه هم څوک نه شي ردولی، خو د افلاين دومره هم نه محسوسيږي او دغه انتقاد ته (slacktivism) اصطلاح کاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسمهال چې په انټرنېت پورې په بې ساري ډول د خلکو د ژوند هره برخه تړل شوې ده، د توجه مرکز هم د افلاين پر ځای پر انلاين (virtual public sphere) بدلېدونکی دی.

د دې خبرې د اثبات لپاره کريسشن فوکس د ځينو علمي څېړنو پر استناد وايي، چې د انلاين اعلانونو په اغېز کې مبالغه کېږي او لوی شرکتونه سوداګريزو کمپنيو ته داسې تأثر ورکوي، چې ګواکې د انلاين او ټولنيزو رسنيو د اعلانونو پر مټ ډېر توکي خرڅولی شي.

د هغه په خبره که دغه تأثر تت او يا له منځه يووړل شي، د کپېټالېسټي نظام د ډله ايزو او ټولنيزو رسنيو مالي پوکاڼۍ به هم د Dot-Com Bubbleپه څېر وچوي. فوکس ځينو تجربوي او عملي څيړنو ته اشاره کوي او وايې چې پر انلاين اعلاناتو باندې په زرو کسانو کې يو کس کلېک کوي. د فوکس ټينګار په خپل ځای، خو که د انټرنېټ اغېز د کلېک له مقياسي واحد څخه د باندې وکتل شي، ممکن فکري يا د توجه اغېز يې له هغه چې نوموړی يې استدلال کوي، زيات وي.

د ټولنيزو رسنيو اغېز که کم يا زيات دی، خو يادې رسنۍ په افغانستان کې د پام راجلبولو يا مشهورېدو په يو لوی پلټفارم بدلې شوي دي.

اغېز کې يې مبالغه او يا کم ګڼل دواړه زيانموونکي دي. په دغو رسنيو باندې د خپرېدونکو موادو (متن، عکس، غږ، ويډيو) کتل، لوستل، لايک، کمېنټ او شېير کول خپرېدونکې سرچينې ته توجه او شهرت ورکول دي.

انلاين توجه د ايوس سيټان په خبره د کاروونکو په لاس کې ده، هغوی چې ډېر فعال وي او په مختلفو موضوعاتو مختلف ليکل کوي، ډېره توجه راجلبوي.

ډېری انلاين فعالان خپل ځانونه، فعاليتونه او فکرونه په لايکونو او شېير کولو تلي چې دا په خپل ذات کې ګمراه کوونکی ذهنيت رامنځته کوي.

خو د دې ترڅنګ، حکومت او نورې ادارې، پر ټولنيزو رسنيو بحثونه، نظرونه او په ټوله کې انلاين عامه فکر، بايد په پرېکړو کې له پامه هم و نه غورځوي.

د لیکوال په اړه:

حضرت بهار د خوست شېخ زاید پوهنتون کې استاد دی.

دا مهال د چین شانګهای پوهنتون کې د دوکتورا محصل دی.

د څېړنې موضوع یې په افغانستان کې ټولنیزې رسنۍ دي