افغان حکومت له ایرانه غوښتي چې د افغان کډوالو د ځورولو قضیه دې وڅیړي

افغان کډوال ایران د انځور حقوق FB
Image caption په دغه ویډیو کې چې پر خواله رسنۍ خپره شوې، ۹ افغانان د خښتو یوه دېوال ته درول شوي او د ایران د پولیسو په کالیو کې یو سړی هر یو په څپېړو وهي او پوښتي: "ایران ته ولې راغلی یې؟" وروسته ټول اړباسي چې پرله پسې کېني او پاڅېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت (نن یکشنبه/ د ډسمبر ۲۳مه) ویلي په افغانستان کې يې د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي څخه د هغې وېډيو په تړاو د "هر اړخیزو" څېړنو غوښتنه کړې چې پکې ایراني پوځيان افغان کډوال ربړوي.

د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې د دغه وزارت د ادارې او سرچينو مرستیال نصیر احمد اندېشه د ایران له سفیر سره په کتنه کې د افغانستان او ایران د ګډو کمېسیونونو د ناستو او دوه اړخیزو اړيکو په تړاو هم بحث کړی.

تېره ورځ هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران مرستیال سفیر د هغې ویډیو په تړاو ورغوښتی چې ښیي د ایران د امنیتي ځواکونو درېشیو کې یو شمېر کسان افغان کډوال وهي او ټکوي.

د دغه وزارت په یوه وینا کې راغلي چې سعید حیسني، دا کار د اسلامي او انساني معیارونو خلاف وباله او د خپل هېواد له خوا یې پر پلټنو ټینګار وکړ.

د انځور حقوق د بهرنیو چارو وزارت
Image caption د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچينو مرستیال نصیر احمد اندېشه د ایران له سفیر محمد رضا بهرامي سره په کتنه کې د افغانستان او ایران د ګډو کمېسیونونو د ناستو او دوه اړخیزو اړيکو په تړاو هم بحث کړی.

په دغه ویډیو کې چې پر خواله رسنۍ خپره شوې، ۹ افغانان د خښتو یوه دېوال ته درول شوي او د ایران د پولیسو په کالیو کې یو سړی هر یو په څپېړو وهي او پوښتي: "ایران ته ولې راغلی یې؟ " وروسته ټول اړباسي چې پرله پسې کېني او پاڅېږي.

د دغې ویډیو راوتلو د خواله رسنۍ په کاروونکو کې کلک غبرګونونه پارولي دي.

په کابل کې هم د ايران سفارت په یوه وينا کې دا کړنه " غیرانساني چلند" بللی او ډاډ یې ورکړی چې "څېړنو ته به د پایلې تر ترلاسه کېدو دوام ورکړي".