ننګرهار ټاکنې: لومړنيو پايلو کې نيمايي نوې څېرې

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د لومړنيو پایلو د اعلان کړي نوملړ له مخې لاندې کسان په ترتيب سره د ډېرو رايو په تر لاسه کولو بريالي شوي.

د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایت څخه د ولسي جرګې څوارلسو څوکيو ته اووه نوې څېرې بريالۍ شوې او د ولسي جرګې د پخواني مرستيال ظاهر قدير په ګډون اوو نورو لاره نه ده موندلې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د لومړنيو پایلو د اعلان کړي نوملړ له مخې لاندې کسان په ترتيب سره د ډېرو رايو په تر لاسه کولو بريالي شوي.

عبدالکریم کریمي د ۱۰۵۸۵رايو په تر لاسه کولو؛

فریدون خان مومند د ۷۷۲۱ رايو په تر لاسه کولو؛

عبدالروف شپون د ۷۳۴۲ رايو په تر لاسه کولو؛

امیر محمد یار د ۷۱۹۸ رايو په تر لاسه کولو؛

میرویس یاسیني د ۶۶۹۸ رايو په تر لاسه کولو؛

حضرت علي د ۶۴۵۲ رايو په تر لاسه کولو؛

نبي الله باز د ۶۳۰۹ رايو په تر لاسه کولو؛

عبدالناصر مومند د ۶۰۰۸ رايو په تر لاسه کولو؛

ابرارالله مراد د ۵۵۰۴ رايو په تر لاسه کولو؛

ډاکتر لعل محمد دراني د ۵۴۲۰ رايو په تر لاسه کولو؛

ارین یون د ۴۴۴۴ رايو په تر لاسه کولو؛

لیلما ولي حکیمي د ۳۲۵۳ رايو په تر لاسه کولو؛

سایمه خوګیاڼۍ د ۲۶۷۱ رايو په تر لاسه کولو؛ او

ډېوه نیازۍ د ۱۶۸۸رايو په تر لاسه کولو سره بريالي شوي دي.

د ولسي جرګې له پخوانیو غړو ظاهر قدير، سید اکرام، امیرجان دولتزی، عصمت شينواری او پیربخش ګرديوال په لست کې نشته او له پخوانيو يو هغه انجینیر غفار له بيا نوماندېدو تېر شوی و.

په مېرمنو کې بيا له ډېوې نیازۍ پرته د ولسي جرګې پخوانۍ غړې بريالۍ شوې دي.

له کندهار او هرات پارلمان ته تر ډېره نوي کسان بریالي شوي

د ټاکنو پرسر د ارګ او ټاکنو کمیسیون نوې ناندرۍ

له نږدې یوې اونۍ ځنډ وروسته د کابل "رایې شمېرل بیا پیل" شول

په ننګرهار کې د بي بي سي د خبريال ذبيح الله رحيمزي تبصره:

ننګرهار کې خلکو په پارلمان کې په خپلو استازو کې د ورته بدلون تمه لرله. تمه له وړاندې دا وه چې همدومره بدلون به راته، خو یو شمېر منفي او مثبت غبرګونونه هم ورسره پارېدلي دي.

دلته تبصره داده چې خلکو رايې سمې کارولې. سياسي شعور لوړ شوی. ګڼو خلکو د پیسو او زور او زر په خاطر رایه نده ورکړې. خو ځینې بیا ګیله من دي چې یو شمېر ځوانانو لاره نده موندلې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان له ختیځ ننګرهار ولایت څخه د ولسي جرګې څوارلسو څوکيو ته اووه نوې څېرې بريالۍ شوې او د ولسي جرګې د پخواني مرستيال ظاهر قدير په ګډون اوو نورو لاره نه موندلې.

د خلکو له انده دا پايلې ورته په نسبي ډول ښې ښکاري، ځکه هغوو چې ډېر لښګتونه کړي و د بريالیو په لومړني لېست کې یې نومونه نه شته، خو پر فېسبوک د خپرو شويو نظرونو له مخې يو شمېر بیا نا خوښ دي چې ولې هغه فعالان چې دوی فکر کاوه بريالي به شي؛ خو نه شول.

ورسره د لومړني لېست بریالیو شویو له له ډلې ځېنې خوښ دي او ځېنو ويلي، د دوی رایې کمې اعلان شوي.

د لومړني لېست له مخې یو شمېر پاتي نوماندان وايي، د ټاکنو کمېسيون لومړنۍ پايله د دوی د قناعت وړ نه ده. د دوی وايي د بريالیو شويو نوماندانو لومړنی لېست ورته د منلو نه دی او کمېسيون بايد له باميوټريک پرته رايې نه وای حساب کړې. دوی ادعا کوي، ټاکنوکمېسيون په لوی لاس د ځېنو نوماندانو رایې کمې کړي او د ځېنو زياتې کړي دي.

د بريالیو اعلان شويو له ډلې هم ځېنې وايي، د خپروو شويو رايو او د دوی د ترلاسه کړيو رایو ترمنځ توپير زیات دی.

په ننګرهار کې څوارلسو څوکيو ته له ۱۳۰ ډېرو نوماندانو سيالي کوله. د ښځو څلورو څوکيو ته اتلسو نوماندانو ترمنځ سيالۍ وشوې.

ورته مطالب