جنرال دوستم د ولسمشرغني راتلونکي ټاکنیز ټیم کې نشته

غني دوستم د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني زیاته کړې "زه له ټولو خلکو غواړم چې ملاتړ مې وکړي خو دوستم به دا ځل زما په ډله کې نه وي".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي راتلونکو ټاکنو کې به یې لومړی مرستیال جنرال دوستم په ټاکنیز ټکټ کې نه وي.

هغه زیاته کړې "زه له ټولو خلکو غواړم چې ملاتړ مې وکړي خو دوستم به دا ځل زما په ډله کې نه وي".

ولسمشر محمد اشرف غني د بي بي سي د خبريالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې "هغه به له تاسې سره په یوه ټکټ کې نه وي خو ایا سیاسي ملاتړ یې غواړئ" ويلي" زه د خلکو ملاتړ غواړم او یو ولسمشر له هر چا غواړي چې ملاتړ یې وکړي".

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وایي ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې په دویمه ورځ د ولسشمر غني په ګډون لسګونو کسانو معلوماتي کڅوړې اخیستې دي.

تر دې وړاندې خپله جنرال دوستم هم د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې ویلي ول چې تر اوسه له هېڅ یوې ټاکنیزې ډلې سره هوکړې ته نه دی رسیدلی.

نوموړي د ترکتبارانو په دې غونډه کې چې تېره اوونۍ وشوه له خپلو پلویانو غوښتي چې له خپل مینځه وړ او با نفوذه څېرې د لومړي مرستیال په توګه یوه ټاکنیز ټیم ته ور وپېژني او ملاتړ یې وکړي.

کمیسیون وایي تر دې دمه چا هم په رسمي بڼه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې نه یې د خپلو او ټاکنیزو ډلو په اړه ویلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني تر دې وړاندې ویلي چې سرور دانش به یې راتلونکو ټاکنو کې هم دویم مرستیال وي، خو لا هم د ښاغلي غني لومړی مرستیال نه دی اعلان شوی.

عبدالله عبدالله هم په غیر مستقیم ډول ویلي ول چې د راتلونکي پسرلي په ټاکنو کې به ځان نوماندوي، خو تراوسه یې په رسمي بڼه نه ده اعلان کړې او له ټاکنو کمیسیون نه یې معلوماتي کڅوړه هم نه ده ترلاسه کړې.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر تیره ورځ پیل شو.

ټاکنو کمیسیون وایي تر دې دمه د ولسمشر غني په ګډون له دېرشو ډېرو کسانو معلوماتي کڅوړې اخیستي خو چا هم په رسمي بڼه نوم لیکنه نه ده کړې.

د دغه کمیسیون ویاند مرستیال ذبیح الله سعادت وایي نوماندان لس ورځې نور وخت هم لري چې نوم لیکنه وکړي.

په دې شپو ورځو کې د ټاکنیزو ټکټونو له خوا د لومړي او دویم مرستیال پر سر چنې او هڅې روانې دي. ټول احتمالي نوماندان په داسې مرستیالانو پسې ګرځي چې تر نورو ډېر ولسي ملاتړ او رایې ولري.

ولسمشر غني تر دې وړاندې ویلي چې سرور دانش به یې راتلونکو ټاکنو کې هم دویم مرستیال وي، خو لا هم د ښاغلي غني لومړی مرستیال نه دی اعلان شوی.

د ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو نوم لیکنه په داسې حال کې پيلېږي چې پر ټاکنو کمیسیون د کمزوري مدیریت تورونه پورې دي. پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وایي چې دغه کمیسیون د ولسي جرګې تېرې ټاکنې سمې مدیریت نه کړې ځکه چې د دوو میاشتو په تېریدو یې لا هم وروستۍ پایلې نه دي معلومې.

د ټاکنو کمیسیون بیا وایي، له تېرو ولسي جرګې ټاکنو یې درس اخیستی او هڅه کوي چې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ښې او رڼې ترسره کړي.

ورته مطالب