د امریکايي پوځ وتلو سره افغانستان کې د کورنۍ جګړې خطر شته؟

د انځور حقوق Getty Images

واشنگټن پوسټ وايي په افغانستان کې د امريکايي سرتېرو شمېر کمول سترې پوښتنې راپورته کوي.

ورځپاڼه زياتوي اوس چې ولسمشر ټرمپ له افغانستان د ٧٠٠٠ امريکايي سترتېرو د اېستلو اعلان کړى نو د سولې خبرو سره به څه کېږي؟

ايا د کورنۍ جگړې خطر شته؟

د القاعده په څېر ترهگرې ډلې به بيا را د بره شي؟

ورځپاڼه وايي د سرتېرو شمېر کمول به د سولې نوى راټوکېدلى بهير کمزورى کړي او دا به هم د امريکا لپاره سخته شي چې له خپلو شرايطو سره سم له دغه هېواد ووځي.

ورځپانه د کورنيو جگړو د پوهانو هغې وينا ته اشاره کوي چې وايي بهرنى ملاتړ او ناروا یا نامشروع اقتصاد پر پوځي لارو چارو د وسلوالو ډلو باور ډېروي او طالبان دا دواړه لري.

ورځپاڼه داسې انگېري چې د سرتېرو د اېستنې اعلان د سولې له خبرو سره همغږۍ کې نه دى شوى او د زلمي خليلزاد هغه دريځ ته يې هم زيان اړولى چې هڅه يې کوله د امريکا د ټينگې ژمنتيا سيگنال ورکړي.

ورځپاڼه همداراز وايي افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر کمېدل دغه هېواد کې د نويو سياسي ډلبنديو خطر هم له ځان سره لري چې سياسي جوړښت بې ثباته کولى شي.

ورځپاڼې د افغان خبريال سميع يوسفزي خبرې راخيستې چې وايي افغان سياسي مخور اوسنى حالت د ولسمشر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته له رامنځته شوي حالت سره پرتله کوي او دا ښايي ځينې لوبغاړي وهڅوي چې ځانونه بد احتمالي حالت ته چمتو کړي.

ورځپاڼه همداراز د القاعده په څېر ډلو رادبره کېدو خطر هم څرگندوي.

ورځپاڼه وايي افغانستان کې حالت ترينگلى و او د امريکايي ځواکونو د شمېر کمېدو له ناببره اعلان سره يې پېچلتيا لا زياته شوه.

د امریکايي ځواکونو وتلو ته څوک خوشال دي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا غواړي نږدې اووه زره سرتېري وباسي.

هندوستان ټايمز بيا دې ته کتنه کړې چې افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر کمېدا له اعلانه څوک خوښ دي او څوک خواشيني.

ورځپاڼې د پاکستان او طالبانو له لوري د ولسمشر ټرمپ د دغه گام هرکلي ته اشاره کړې او وايي پاکستان وړاندې ويلي و چې له افغانستان د امريکايي ځواکونو ناببره وتل به حالات گډوډ کړي خو اوس وايي دا عمل به د افغان سولې له بهير سره مرسته وکړي.

هندوستان ټايمز وايي افغان پوځي جنرالان اندېښمن دي چې له هوايي ملاتړ پرته به د اورپکو پر وړاندې جگړه ستونزمنه شي.

ورځپاڼه وايي امريکا هند خپل تر ټولو نژدې متحد بولي خو دغه په ټوله سيمه کې پر ترينگلتيا اغېز شیندلی نه شي.

ورځپاڼې ايران روسيه او ترکيه هغه درې هېوادونه ياد کړي چې په وينا یې له افغانستان د امريکايي ځواکونو په وتلو به گټه ترلاسه کړي.

واده شوي مجردان

گلف نيوز ورځپاڼې د "واده شوي مجردان" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي په متحده عرب اماراتو کې دا نوم هغو کسانو لپاره کارول کېږي چې واده شوي دي خو د خپلې کورنۍ يا د مېرمنې او بچيانو د ښه ژوندانه لپاره له هغوى لرې کار کوي.

ورځپاڼه وايي دوى په خپلو هېوادونو کې د دندې نشتوالي او د ښه ژوند هيلې دوى دغه کار ته اړ کوي.

د ورځپاڼې په وينا څوک نه پوهېږي چې دا نوم چا جوړ کړى خو اوس ډېر دود شوى.

ډېر شمېر افغانان او د پښتونخوا خلک هم شته چې له خپلو کورنيو لرې کار کوي او هغوى ته نفقه گټي.

ورځپاڼه وايي دا نوم به ښايي يوازې متحده عرب اماراتو کې کارېږي خو دغه راز کسان د نړۍ په لر و بر کې موندل کېږي.