افغان طالبان پیسې له کومه کوي؟

داسې ښکاري چي امریکا له افغانستان څخه د خپلو ډېرشمېر پوځيانو د ايستلو پلان جوړوي.

امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو او نورو اورپکو ډلو پرضد جګړه کي د افغان حکومت ملاتړ کوي.

طالبان په افغانستان کي تر ټولو لويه اورپکې ډله ده چې شاوخوا شپېته زره (۶۰۰۰۰) جنګيالي لري، او اوس په ۲۰۰۱ کال کي د امریکا په مشرۍ اېتلاف لخوا له واکه تر ليري کېدو راهیسې تر بل هر وخت د افغانستان پر ډېره برخه کنټرول لري.

د امریکا لخوا په کابل کې له واکمن حکومت سره د پرله پسې پوځي او مالي مرستو سره سره، په افغانستان کې جګړه لا سخته او نوره پېچلې سوې ده.

پردې کچه جګړې لپاره، هم په هېواد کي دننه او هم بهر، ډېرو مالي سرچينو ته اړتيا سته.

نو طالبان دا مالي امکانات له کومه کوي؟

طالبان څومره شتمني لري؟

د انځور حقوق AFP

طالبانو په افغانستان کي له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ کلونو پوري واک درلودی او سخت شرعي قانوني يې نافذ کړی و.

له واکه له ليرې کېدو راهیسې، دوی په ټول هېواد کې اورپکي روانه کړې ده.

دغه پټه اورپکې ډله خپل مالي حسابونه نه خپروي، او د مالي سرچينو درک لګول ډېری مهال د معلوماتو پر بنسټ جوړ شوي اټکل پورې تړلی وي.

خو په افغانستان کې دننه او بهر د بي بي سي يو لړمرکې او څېړني ښيي چي نوموړې ډله د خپلو عملياتو د لګښتونو د پوره کولو لپاره يوه پرمختللې او منظمه مالي شبکه او د ماليو د راټولولو سیسټم لري.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې د دغې ډلې کلني عواید شاوخوا ۴۰۰ میلیونه ډالره اټکل کېدل. خو په دې وروستیو کلونو کې باور دا دی چې په دې عوایدو کي د پام وړ ډېروالی راغلی ا کېدای سي له کاله تر ۱.۵ میلیارده ډالرو پورې ورسېږي.

د افغانستان او امریکا حکومتونو هڅه کړې چې د طالبانو دا شبکې محدودې کړي.

څه باندي يو کال وړاندې ( د ۲۰۱۷ کال نومبر مياشت)، د امریکا پوځ د يوې نوې تګلاري له مخې د نشه يي توکو (هيروينو) د توليد د یو شمېر فابريکو پر بمبارولو پېل وکړی.

خو طالبان له نشه يي توکو څخه ور هاخوا، له ډېرو نورو لرو عوايد تر لاسه کوي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې د هغې عمومي انګېرني پر ضد خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د ترياکو اقتصاد، د طالبانو د عوایدو اصلي سرچينه جوړوي.

تریاک، ماليې او شکونې

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان ځواکونو ته له طالبانو سره جګړه کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان په نړۍ کي د تریاکو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی.

د ترياکو اقتصاد يو لوی کاروبار دی چي د افغانستان لپاره په کال کې له ۱.۵ تر ۳ مېلیاردو ډالرو صادراتي ارزښت لري، او پر نړیواله کچه د ناقانونه هیروينو تر ټولوډېره برخه جوړوي.

که څه هم د حکومت تر ولکې لاندي سيمو کي هم د کوکنارو يو څه کښت کيږي، خو زياتره کوکنار طالبانو تر لاس لاندي سيمو کي کرل کيږي، او باور کيږي چي د عوايدو يوه مهمه سر چينه ده.

طالبان د دغه بهیر پر بېلو پړاونو لګېدلو مالیو له لاري پیسې ترلاسه کوي.

د کوکنارو له کروندګرو څخه عشر راټوليږي.

د مخدر موادو له سوداګرو او هغو فابريکو (کارخانو) چې ترياک په هيرويینو پکښي بدلول کېږي، څخه هم مالیې راغونډيږي.

د ترياکو له اقتصاد څخه د طالبانو کلنی عواید له ۱۰۰ تر۴۰۰ میلیونه ډالر اټکل کېږي.

پر فابريکو بمباري

د انځور حقوق AFP
Image caption سوله پالو له هلمند تر کابل او بیا مزار د جګړې ضد لاریون وکړ.

په تېر یوه کال کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د حکومت د لا تندي اورپکۍ ضد تګلارې د یوې مهمي برخي په توګه، امریکا د هيروينو د فابريکو په ګډون د طالبانو د عوایدو د شبکو او د ماليو د سرچينو په نښه کولو ته بيا پام واړوی.

د امریکا پوځ وايي د طالبانو ۶۰ سلنه عواید له نشه ‌يي توکو راځي.

د ۲۰۱۸ کال په اګست کې امریکا ادعا وکړه چې په افغانستان کې يې د طالبانو له اټکل شوو ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې د هيروينو د فابريکو (کارخانو) څخه شاوخوا ۲۰۰ ړنګي کړي ي چې نژدې نیمايي يې په سوېلي ولايت هلمند کې وې.

دوی دا ادعا هم وکړه چې هوایي عملیاتو د ترياکو له اقتصاد څخه د طالبانو د عوایدو نژدې څلورمه برخه له منځه يووړه.

خو د دغو عملیاتو اوږدمهالی اغېز نه دی څرګند. او که د هيروينو فابريکې وراني هم شي، بېرته جوړول يې ژر او په ټيټه بيه کېدای شي.

طالبان په عمومي توګه د نشه‌ يي توکو په کاروبار کې خپله ښکېلتیا ردوي او د خپل رژیم پر مهال په ۲۰۰۰ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز باندي وياړي.

کنټرول ډېرول

د انځور حقوق EPA
Image caption د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړه کېدو وروسته د دوی دویم مشر ملا منصور هم ووژل شو.

د طالبانو مالي شبکه د ترياکو له کاروبار څخه تر مالیو ډېره پراخه ده.

د ۲۰۱۸ کال په لومړیو کې د بي بي سي يوې څېړنې وښوده چې طالبان د افغانستان په اویا فيصده خاوره کي فعال حضور لري.

په دغو سيمو کې طالبانو د ماليو د راغونډلو د سیسټم جوړولو هڅي کړې.

په هغه سږني پرانيستي لیک کې چې بي بي سي کتلی، د طالبانو مالي کميسیون هغو سوداګرو ته، چې ددوی تر کنټرول لاندي سیمو څخه خپل سوداکريز توکي تېروي، خبرداری ورکړی چې دوی ته خپلي ماليې ورکړي.

دوی دغه راز د مخابراتي شبکو او موبایل کمپنیو په څېر نورو ډېرو کاروبارونو څخه هم عواید راغونډوي.

د افغانستان د برېښنا شرکت مشر د روان کال په پیل کي بي بي سي ته وویل چې طالبان د هېواد په بېلو سیمو کې د برېښنا د بيلونو پر ډول له کاله شاوخوا ۲ میلیونه ډالره را ټولوي.

مخامخ له جګړې هم عواید لري. هر ځل چې طالبان کومه پوسته لاندې کوي يا کوم ښاري مرکز نیسي، هلته شته مالي زېرمي، وسلې او همدا راز موټران او زغره وال ګاډي له ځان سره وړي.

کانونه او معدنونه

لاجورډ
Image caption په کابل کې د لاجوردو ډبرې چې خرڅلاو ته ایښې دي.

افغانستان د قېمتي ډبرو او معدنونو بډایه زېرمي لري، چې د اوږدو کلونو د جګړو له کبله يې زياتره نه دي را ایستل شوې.

په افغانستان کې د کانونو د صنعت اوسنی ارزښت لږ تر لږه یو مېليارډ ډالر اټکل شوی دی.

اوس زياتره کیندنې پر کوچنۍ کچه او ناقانونه روانې دي.

طالبانو د ګڼو کانونو کنټرول په لاس کې اخیستی او له يو شمېر روانو قانوني او ناقانونه کاني کاروبارونو او کيندنو پیسې اخلي.

په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو د تحليلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې په یوه راپور کې وویل چې طالبان يوازي په هلمند ولايت کي په کال کې له ۲۵ تر۳۰ ناقانونه کان کيدونو څخه څه باندې ۱۰ میلیونه ډالر تر لاسه کوي.

ختیځ ولایت ننګرهار د طالبانو د چلند يوه ښه بېلګه ده.

د ننګرهار والي بي بي سي ته وويل چي دده په سيمه کې د کانونو نيمايي عوايد طالبانو یا اسلامي دولت ډلې (داعش) ته ځي.

دده په اټکل، دغه ډلي له دې ولایت څخه په معدنونو بار هره ورځ په سلګونو وتونکو لاريو کي له هرې یوې تر پنځه سوه ډالرو پوري ماليه اخلي.

د هغو ځايي کاروباريانو، طالبانو او افغان حکومتي چارواکو چې موږ خبرې ورسره کړې، له معلوماتو سره سم، طالبان اوس په کال کي له معدنونو څخه ترپنځوس ميلیونه ډالرډېر تر لاسه کوي.

بهرنۍ مرستې

د انځور حقوق EPA
Image caption د روان کال لومړیو کې کابل کې چاودنې تر ۹۵ کسان ووژل.

يو شمېر افغان او امریکايي چارواکو، د پاکستان، ایران او روسیې په ګډون پر ګڼو سیمه‌ ييزو حکومتونو تور لګولی چي د افغان طالبانو مالي مرسته کوي. خو هغوی تل دا تورونه رد کړي.

د پاکستان او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په ګډون د یو شمېر خلیجي هېوادونو اوسېدونکي هم دوی ته فردي (شخصي) توګه بسپنې (چندې) ورکوي.

که څه هم ددغسي مرستو دقيقه کچه معلومول ګران دي، خو د مرستو دا سرچينې د طالبانو د عوایدو یوه د پام وړ برخه برابروي، او د کارپوهانو او چارواکو په فکر په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدای شي.

دا اړيکې ډېرې پخوانۍ دي. په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) په یوه پټ (محرم) راپور کي اټکل شوی و چې طالبانو له بهرنیو سرچینو، په تېره بیا له خليجي هېوادونو، شاوخوا ۱۰۶ میلیونه ډالره مرسته تر لاسه کړي ول.

دا مطلب په انګريزي ژبه دلته لوستلی شئ.

ورته مطالب