د کابل برید:" ۲۵ کسان وژل شوي"

کابل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

امنیتي ځواکونو د برید سیمه کلابنده کړې ده

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، په کابل کې د دوشنبې ورځې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلی. د همدې وزارت یو بل ویاند نصرت راحیمي بي بي سي ته وویل، وېره ده چې د مرګ ژوبلې کجه به لا ډېره شي.

ښاغلي رحیمي د ۱ پولیس او ۳ بریدګرو د وژل کېدو په اړه وویل:

"هغه ابتدایي مالومات وو. اوس نشم کولی د مرګز ژوبلې په اړه کومې شمېرې درکړم، ځکه عملیات لا هم دوام لري او امنیتي ځواکونه هڅه کوي وروستۍ ودانۍ هم تصفیه کړي. خو دومره ویلی شم چې د شهیدانو شمېر ښایي فوق العاده ډېر وي ".

ښاغلي دانش ویلي، په برید کې ۲۰ تنه نور ټپیان هم دي. د هغه په وینا، نښته پای ته رسېدلې او ټوله سیمه تصفیه شوې ده.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

تر اوسه څلور ټپیان روغتون ته استول شوي

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وایي چې د دغه ډله ییز برید هدف د شهیدانو او معلولینو اداره وه، چې څنګ کې ورسره د ټولګټو وزارت ودانۍ هم پرته ده.

لومړنیو رپوټونو په دې برید کې د ۳ بریدګرو او ۱ پولیس د وژل کېدو خبره کوله.

ویل کېږي چې د برید له سیمې کابو ۳۵۰ کسان ژوندي ژغورل شوي دي.

ښاغلي رحيمي بي بي سي ته وویل، دوشنبه له غرمې وروسته پنځلس باندې درې بجې څو ځانمرګي بريدګر په شپاړسمه امنيتي حوزه کې د لومړيو مکروریانو سیمه کې د شهیداو او معلولينو معينیت ته له ننوتل او ورسره یې درې پرله پسې چاودنې وکړې.

هغه وايي لومړی یوه بريدګر موټر بم برید کړی او بیا نور بریدګر یادې ودانۍ ته ننوتلي.