غني او قریشي د سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړې

غني او قریشي د انځور حقوق Getty Images

افغانستان کې د سولې هڅو له تودېدو سره هممهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د دویم ځل لپاره کابل ته سفرکړی دی. له افغان چارواکو سره د نوموړي لیده کاته تر ډېره د سولې په روانو هڅو ورټول ول.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د محمد اشرف غني او ښاغلي قریشي په لیدنه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو او د بین الافغاني مذاکراتو په راتلونکو ګامونو خبرې شوې دي.

کابل تر دې وړاندې څو ځله له اسلام آباده غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي او دغه ډله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښېنوي.

په تېرو لسو ورځو کې دا دویم ځل دی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي کابل ته سفر کوي.

دا سفرونه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې هڅو له تودېدو سره هم مهاله کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دې پاکستاني چارواکي له خپل افغان سیال سره په کتنه کې د حکومت او طالبانو ترمنځ پر سولې او د افغانانو په کورنیو چارو کې په نه لاسوهنې ټینګار کړی دی.

د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، ښاغلي قریشي د افغانستان سولې په اړه نوې ژمنې کړي دي.

د انځور حقوق Arg
Image caption ارګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښاغلي غني او شامحمود قریشي په لیدنه کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې پر مسلې خبرې شوي.

هغه زیاتوي " د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ژمنه وکړه چې د افغانستان د سولي لپاره به تر خپلي وسي کار کوي، ده ارام او با ثباته افغانستان د پاکستان په ګټه وباله، یو شی چې دا ځل پاکستان دیر ټینګار پری و کړ هغه د افغانستان د سولی لپاره د سیمِی ګډ مسولیت و. د پاکستان نوي حکومت د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې په سیاست ټینګار وکړ. "

ارګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښاغلي غني او شامحمود قریشي په لیدنه کې د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې په خبرو او د بین الافغاني مذاکراتو په راتلونکو ګامونو خبرې شوي دي.

د کابل او اسلام آباد اړیکو ډېرې ټیټې هسکې ګاللي دي.

کابل کې د تېرو کلونو خونړیو ځان مرګو بریدونو پړه حکومت د پاکستان په استخباراتي ادارې اچوله او همدې تورونو او ملامتولو د دغو هېوادونو اړیکې هم خړې پړې کړې وې.

د انځور حقوق Arg

افغان کارپوه مشتاق رحیم چې د سولې هڅې له نژدې څاري، همدې اړیکو ته په پام، کابل ته د شامحمود قریشي سفر سمبولیک بولي او وایي، د سولې پر بهیر به د پام وړ اغیز ونه لري.

د پاکستان دبهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي له افغان چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د سولې بهیر مثبت لوري ته د پرمختګ په حال کې دی.

نوموړي ویلي، له کابل وروسته ایران، روسیې او چین ته هم سفرونه کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم له خپل پاکستاني سیال سره لیده کاته ګټور بللي او پر ټویټر پاڼه یې لیکلي چې له ښاغلي قریشي سره یې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو په پرمختګونو، دوه اړخیزو اړیکو او باور جوړونې خبرې کړي دي.

د دې چارواکو د ټویټونو لاندې یو شمېر کاروونکو لیکلي، د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه والي لپاره باید عملي کار وشي او یو د بل د ملامتولو نه څه نه جوړیږي.

ورته مطالب