د کابل برید د وژل شویو شمېر ۴۳ کسانو ته ورسېد

د انځور حقوق EPA
Image caption برید کې ډېره مرګ ژوبله دواړو حکومتي ادارو کارکوونکو ته اوښتې ده.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، کابل ښار کې پر دوو دولتي ودانیو د دوشنبې ورځې د برید له امله تراوسه د وژلو شویو شمېر ۴۳ کسانو ته رسېدلي دی.

نوموړي د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، وژل شویو کې یوولس ښځې او پاتې نارینه دي.

د هغه په خبره، دې برید کې ۲۷ کسان ټپي شوي چې اتلس سړي، اوه ښځې او دوه ماشومان دي.

برید زړو مکرویانو کې د شهیدانو او معلولانو چارو پر معینیت او ټولګټو وزارت شوی و.

له دې مخکې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویل، د دې برید له امله د یوې ښځې او یوه پولیس په ګډون ۲۸ کسان وژل شوي دي او تر ۲۰ ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش اټکل کاوه، چې ښايي مرګ ژوبله له دې هم ډېره شي.

چارواکي وايي، له اووه ګړۍ جګړې او د دریو بریدګرو په وژلو سره د شپې په لسو بجو دا برید پای ته ورسېد.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې بیانې خپرولو سره دا برید غندلی دی او د ولسمشر غني له خولې زیاته شوې چې وسلوال د مخامخ جګړې توان نه لري، ځکه په ولس بریدونه کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یوناما هم دا برید غندلی دی.

برید څنګه وشو؟

د انځور حقوق Cru 222
Image caption افغان ځانګړي ځواکونه د پېښې په ځای کې.

وسلوالو د دوشنبې په ورځ نږدې درې بجې د شهیدانو او معلولانو چارو معینیت په مخ کې اول موټربم برید وکړ او بیا دې ودانۍ او ټولګټو چارو وزارت ته ننوتل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، مرګ ژوبله تر ډېره د دې دوو ادراو کارکوونکو ته اوښتې ده.

د برید پر مهال په سلګونو کسان دغو ودانیو کې ایسار و او ځینو د ځان ژغورنې لپاره ټوپونه هم اچولي، چې له همدې امله ژوبل شوي هم دي.

رویټرز خبري اژانس ته ځینې لیدلیو کتلیو ویلي، چې ځینې کسانو د ځان ژغورنې لپاره د دفترونو ورونه په ځان پسې تړلي و.

نجیب دانش وايي، دواړو حکومتي ودانیو کې کې بند ۳۵۷ کسان یې ژغورلي هم دي.

چارواکي وايي، دغه برید کې ښکېل درې بریدګر یې هم وژلي دي.

تراوسه مالومه نه ده چې دا برید چا کړی او وسلوالو طالبانو هم ویلي چې دا برید دوی نه دی کړی. خو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه د طالبانو ویاند ته لیکلي، تاسې نشئ کولی د دې برید له مسوولیته ځان خلاص کړئ، دا ستاسې کار دی.

د یوه شاهد کیسه

د انځور حقوق EPA
Image caption بریدګرو نږدې اووه ګړۍ له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.

د شهیدانو او معلولانو معینیت یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، چې بریدګر د دې معینیت له لارې چې د ټولګټو وزارت شاته دی داخلی شول.

دغه چارواکی له نومپرته زیاتوي چې ځانمرګو اول وره کې ساتونکي ووژل او بیا ودانۍ ته ننوتل، چې کارمنان په کار بوخت وو.

د نوموړي په خبره، د ملي امنیت ځواکونه له لسو دقیقو کم وخت کې ودانۍ ته ورسېد، خو کمانډو او ځانګړي ځواکونه تر شلو دقیقو سیمې ته ورسېدل.

نوموړی زیاتوي، د ځانګړو ځواکونو مازیګر په ۳:۲۰ عملیات پیل او د شپې تر ۱۱ بجو وغځول، چې بالاخره ټول ځانمرګی یې ووژل.

د نوموړي په خبره، د دې وزارت ځینې کارکوونکي هم وژل شوي، خو کره شمېر یې نشته.

دا دواړه ودانۍ زړو مکرویانو کې خورا زرغون سیمې یا ګرین زون او ډېرې خوندي دي او له ولسمشرۍ ماڼۍ، امریکا سفارت او د نامتو چارواکو د خوندیتوب ریاست له ودانۍ نږدې یو کیلومترۍ کې دي.

له څو ورځو ټیکاو وروسته

د انځور حقوق AFP
Image caption چارواکي وايي په برید کې ۲۰ کسان وژل شوي هم دي.

دا تاوتریخوالی افغانستان کې له څو ورځو سیاسي ټیکاو وروسته دی.

له برید یوه ورځ مخکې افغان ولسمشر د کورنیو چارو او دفاع وزارت لپاره امرالله صالح او اسدالله خالد وګومارل چې د طالبانو سخت مخالف بلل کېږي او تېر کې دواړو د ملي امنیت لوی ریاست مشري هم کړې ده.

تېره اونۍ داسې رپو ټونه وو چې امریکا پلان لري، افغانستان کې خپل ځواکونه پام وړ کم کړي.

دا رپوټ له هغه لږ وروسته و چې ډونلډ ټرمپ وویل سوریه کې د داعش له ماتولو وروسته له دغه هېواد خپل ټول ځواکونه باسي چې شمېر دوو زرو ته رسېږي.

ورته مطالب