تر امریکا وروسته افغانان باید پر چا حساب وکړي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نوي پلان له مخې امریکا غواړي نږدې اووه زره سرتېري له افغانستان وباسي.

د افغانستان په اړه د جنیوا له هوکړې وروسته د سیمه ییزو او نړېوالو ځواکونو چنې روانې وې او په هماغو شپو ورځو کې سلیمان لایق یوه مشهوره څلوریزه ویلې وه چې:

زما په روح کې د وطن غمه

وطن ښخېږي بې له ماتمه

راځئ چې سر کړو محشر د چیغو

پر غاړه واخلو د کوکو ګرمه

د لایق فکر به دا و، چې د وطن په اړه یې د افغانانو له رښتیني استازولۍ پرته پرېکړې کېږي او دا یې د وطن د بې څښتنه مړي جنازې ته ورته کړنه بللې.

لایق همدارنګه د هېواد ویښ خلک د شور، واوېلا او د وطن پر بې څښتنه مړي ژړا ته را ننګولي دي.

رښتیا خبره دا ده چې په افغانستان کې د غمیزو د لړۍ بېلابېل مخونه، په ځانګړې توګه په وروستۍ نیمه پېړۍ کې هر شل کاله وروسته را څرګندېږي.

راځم د خپل نسل کیسې ته. د دې لپاره چې د لایق د ناهیلۍ او فریاد د مهال او زما د نسل د افغانستان یوه توپیر ته اشاره وکړم، د خپل حکومتي ماموریت د وخت د یوې خاطرې یادونه کوم.

د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ د یوه ځوان کیسه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ارګ وايي، افغان ځواکونه د خپلې خاورې د ساتلو وړتیا لري.

دوه کاله وړاندې د ملي امنیت د وخت له سلاکار ښاغلي حنیف اتمر سره ننګرهار ته لاړم.

په کوټ ولسوالۍ کې پر خلکو د داعشیانو تر بریدونو وروسته، ښاغلي اتمر د ننګرهار او په ځانګړې توګه د کوټ خلکو ته د ولسمشر د خواخوږۍ پیغام ورکاوه او همدارنګه یې په ننګرهار کې د پوځي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ څرنګوالی ارزولو.

د هغه سفر یوه پېښه زما لپاره خاطره ده. صمیم خان د کوټ په جګړه کې یو ټپي شوی ځوان و. دی پرهغه ورځ په ټپي ځان د ننګرهار شاهي ماڼۍ ته راغلی و. هغه د وطن د نورو اطرافي سیمو د ځوانانو په څېر ډنګر بدن او دنګه ځواني لرله او پر مخ یې لا د کوټ جګړې نښې ښکاریدې .

* طالبان: امریکا به له افغانستانه وتلو ته مجبوره کړو

* د امریکايي پوځ وتلو سره افغانستان کې د کورنۍ جګړې خطر شته؟

وار یې راغی او د کوټ د ولسي پاڅونوالو په استازیتوب یې خبرې وکړې. هغه ښاغلی اتمر او د ننګرهار د وخت والي سلیم خان کندوزی مخاطب کړل او ویې ویل:

"تاسو وینئ چې زه په څه ډول وضعه کې دلته راغلی یم. زه غواړم تاسو ته وښیم چې دا به د خدای (ج) مهرباني وه، چې د داعشیانو ګولۍ مې د ټټر یا سر پر ځای په ښۍ ډډه کې ولګېدې او ونه وژل شوم، مګر زما غوندې ډېر ځوانان د کوټ په غرونو کې ووژل شول او د دې قربانۍ پیغام دا دی، چې ان که په دې وطن کې دولتي پوځي ځواک هم نه وي، موږ په خپلو وینو د خپلې سیمې ساتنه کوو او زه نن ستاسو هغه نغدي مرسته هم د کوټ له بیځایه شویو کورنیو سره وېشم، چې د کوټ د جنګ د ټپي په توګه مو ماته ځانګړې کړې ده".

نړیوال ملاتړ، خو ترکله؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ له سوریې هم د ټولو ځواکونو وتل اعلان کړل.

موږ د داسې هېواد په توګه چې له بده مرغه د ښه نیت ګاونډیان مو کم دي، ښو نړېوالو ملګرو ته اړتیا لرو.

امریکا په تېرو ۱۷ کلونو کې د ترهګرۍ ضد مبارزه اواقتصادي غوړېدا په برخه کې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي او موږ یې د یوه دوست او شریک په توګه منندوی یو. خو په ستراتیژیکو- نړېوالو ملګرتیاوو کې د متقابلو ګټو درک او پالل اصلي بنسټ دی.

د افغانانو لپاره په دې هېواد کې د امریکا د شتون او همکاریو د دوام څرنګوالی او کچه د پام وړ او با ارزښته مسله ده.

* د ټرمپ واکمنېدل او سیمه کې د امریکايي پوځ زیاتېدل

* سیګار: افغان حکومت یوازې پر نیمايي خاوره ولکه او نفوذ لري

ولې له دې مهمه مسله دا ده، چې د امریکا حکومت او خلک په دې اړه څه فکر او پرېکړه کوي او موږ د یوه داسې ملت په توګه، چې د خپلې ملي سلامتیا د ساتلو لپاره د تاریخي قربانیو دعوې لرو، د ملي پایښت څه پروګرام لرو.

که څه هم تر اوسه بشپړه روښانه نه ده، چې متحد ایالتونه، په افغانستان کې د خپل نظامي شتون او مرستو د دوام په اړه څه پلان لري، خو د یوه داسې ملت په توګه چې د تاریخ په اوږدو کې مو خپل وطن ساتلی دی، مسوولیت لرو چې د خپل قلمرو، ملي واکمنۍ او نورو لوړو ارزښتونو ساتنه وکړو.

البته د دې یادونه اړینه ده چې له متحدو ایالتونو سره موږ د ستراتیژیکو او امنیتي همکاریو دوه اړخیز تړون لرو او هغه تړون د افغانستان د یوې مشورتي لویې جرګې تر تایید وروسته لاسلیک شوی دی.

نو ځکه په افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون څرنګوالی باید د دواړو هېوادو په سلا مشخص شي.

د ژمنتیا او رهبرۍ پخلاینه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال نږدې څوارلس زره امریکايي سرتېري افغان جګړه کې ښکېل دي.

د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو په شان مسلې زما په باور په دوو لارو موږ ډېرې ښې مدیریت کولی شو، چې لازمه ده جدي بحثونه او تمرکز پرې ولرو.

یوه لاره یا اساسي مسله د داسې احتمالي بحرانونو پر وړاندې مقابلې او د وطن رضاکاره دفاع ته د ملت دریدل دي، چې ملي تعهد یې ګڼلی شو.

بل اړخ او اساسي مسله د دغه ملي باور او پیاوړي قوت منظم انسجام او غوره رهبري ده.

په دې برخه له بده مرغه موږ نه پخوا له څو استثنایي مواردو پرته ډېرې بریالۍ بېلګې لرو او نه اوس د پام وړ واقعي او قانع کوونکي بېلګې محسوسولی شو.

که چېرې د شوروي ځواکونو تر وتو وروسته د ډاکټر نجیب الله له ځینو هڅو د یوې تجربې په توګه ګټه واخلو، ډېرې هیلې به مو په عمل کې تمثیل کړې وي.

ټول شموله حکومت، د ملي مورال لوړولو عملي ګامونه او پر افغاني ارزښتونو زیاته اتکا هغه ټکي دي چې ډاکټر نجیب پرې تل ټینګار کاوه.

ښایي همدا ارزښتونه د افغانستان راتلونکي مشرتابه ته هم د لارې څراغ شي.

د لیکوال په اړه:

تواب غورځنګ د افغانستان د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو پخوانی مشر دی، او دا مهال په کابل د ملي امنیت د پخواني سلاکار او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند حنیف اتمر د سیاسي دفتر ویاند دی. په دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.