د مخابراتو پخوانی تورن وزیر محکمې سپین وباله

د انځور حقوق MCIT
Image caption افغان ولسمشر محمد اشرف غني نږدې کال مخکې د نوموړي دنده د اداري فساد په تور ځنډولې وه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدي د وزیرانو یوې ځانګړې محکمې دریو ناستو ته تر تللو وروسته د ډیسمبر پر ۲۵ بې ګنا وبلل او بري شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نږدې کال مخکې د نوموړي دنده د اداري فساد په تور ځنډولې وه

پر ښاغلي وحیدي یو مهم تور دا و چې د افغانستان مخابراتي تنظیم اداره یا اترا کې یې د ۳۷ قراردادي کارمنانو ګومارلو سره یې میلیونونو افغانۍ حیف میل کړې دي.

* د طالبانو جرمن جنګیالی شپږ کاله زنداني شو

* د مخابراتو وزیر: د سیاسي لوبې قرباني شوی یم

خو د محکمې ننني حکم کې راغلي چې د ویزانو ځانګړې محکمې قضایه پلاوي د دعوا د دواړو لورو په مخ کې له ارزونو وروسته دې نتیجې ته رسېدلې چې د څارنوال د تور ثابتولو په هکله پوره دلیلونه نشته، نو ځکه عبدالرزاق وحیدي بري کوي.

ښاغلي وحیدي د محکمې له پرېکړې وروسته وویل، "زما محکمه د افغان ولس لپاره ستر چانس و، چې خلک، تر ولسمشر پورې چارواکي او خدمتګاران وارزوي".

عبدالرزاق وحیدي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسي جرګې د ۲۰۱۶ کال نومبر پر ۱۵ له ښاغلي وحیدي باور رایه واخیسته.

عبدالرزاق وحیدي پر ۱۳۵۵ لمریز کال په کابل کې زېږېدلی او په شپږ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته کډوال شوی و.

نوموړی پر ۱۳۷۳ کال د لیسې زدکړو له بشپړولو وروسته اصفهان دولتي پوهنتون کې ته لار وموندله.

ښاغلی وحیدي په دغه پوهنتون کې تر ماسټرۍ پورې زدکړو بشپړولو وروسته د ایران ازاد پوهنتون کې استاد شو او پر ۱۳۸۱ کال افغانستان ته په ستنېدلو سره په کابل پوهنتون کې استاد وګومارل شو.

نوموړی له ۱۳۸۲ تر ۱۳۸۴ کال د افغانستان د کانکور ازموینې شورا غړی و.

هغه پر ۱۳۸۵ کال د افغانستان مالیې وزارت کې اداري مشر وګومارل شو.

پر ۱۳۸۹ کال د افغانستان د مالیې وزیر د دفتر مشر شو او پر ۱۳۹۰ لمریز کال د مالیې اداري مرستیال شو.