د کابل حکومتي ودانۍ له اووه ساعته برید وروسته

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د پرون ورځې خونړي برید کې ۴۷ کسان وژل شوي، چې ۴ یې بریدګر او ۴۳ ملکي کسان په کې شامل دي. دغه برید کې ۲۷ کسان ټپیان شوي دي.

تصویرونه کابل کې د بي بي سي خبریال بشیر پیمان اخیستي.

د عکس تشریح،

بریدګرو لومړی د شهداوو او معلولینو پر معینیت برید وکړ

د عکس تشریح،

دریو بریدګرو په دیوال کې د بمې چاودنې په وسیله سوری وکړ او د فواید عامه وزارت ودانۍ ته ننوتل

د عکس تشریح،

پروني برید کې ۴۳ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي کسان دي

د عکس تشریح،

بریدګرو دغه ودانۍ کې مورچه ونیوله او اووه ساعته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه.

د عکس تشریح،

دغه ودانۍ کې د شهداوو او معلولینو وزارت اړوند وړکتون و چې د برید پایله کې په بشپړه توګه ویجاړ شوی

د عکس تشریح،

دغه دفتر هم د وړکتون اړوند و

د عکس تشریح،

د شهداوو او معلولینو معینیت ادارې ډېرې برخې یا بشپړې ویجاړې شوې او یا سخت زیان ورته اوښتی

د عکس تشریح،

د هغې ودانۍ یوه برخه چې د بریدګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ د نښتې منځ کې وه

د عکس تشریح،

د دغو دفترونو یوه کوچنۍ برخه د نښتې له لوګیو او ویجاړۍ خوندي پاتې شوې

د عکس تشریح،

پرونی برید د شپې نژدې ۱۱ بجې پاتې ته ورسېد

.