کابل کې د هوا ککړتیا حکومت د کاري ساعت بدلولو ته اړ کړ

کابل
Image caption چارواکي وايي د کاري ساعت بدلو د هوا ککړتیا پر مخنیوي سربېره د موټرو بیروبار هم کموي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد چاپېریال ساتنې ادارې سره په همغږۍ یې کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره د حکومتي ادارو کاري ساعت بدل کړی دی.

د دې وزارت د سې شنبې( ډیسمبر ۲۵) د اعلامیې له مخې، د ۱۴ وزارتونو او اتو ادارو کاري ساعت د سهار له ۸:۳۰ تر ۴:۳۰ پورې او د ځینې نورو کاري ګړۍ د سهار له ۷:۳۰ تر ۳:۳۰ بجو پورې ټاکل شوې ده.

تمه ده چې د کاري ګړۍ بدلون پلازمېنه کابل کې د هوا د ډېرې ککړتیا مخه ونیسی.

* د کابل هوا ککړتیا د انځور په ژبه

* ککړه هوا تر ایډز او ملریا ډېر خلک وژني

* ککړه هوا د نوزېږو ماشومانو مغز ته زیان رسوي

له دې مخکې د دې ادارو کاري ساعت د سهار له ۸ تر ۴ او د سهار له ۷ تر ۳ بجو پورې و.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال عزت الله صدیقي بي بي سي ته وویل، چې د کاري ګړۍ دا بدلون پلازمېنه کابل کې د هوا ککړتیا پر مخنیوي سربېره ښاري ترافیک هم کمولی شي.

د هغه په خبره، تېرو څلورو ورځو کې د کابل ښار د هوا ککړتیا کچه تر تېرو ورځو ډېره شوې ده:

"موږ د هوا ککړتیا د سنجوونکې الې د نشتوالي له امله کره شمېرې نشو برابرولی".

بنسټیز حل

Image caption د کابل ښار د ککړې هوا یو سهار

عزت الله صدیقي وايي د چاپېریال ساتنې ملي اداره له برېښنا او انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت سره په ګډه هڅه کوي چې کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو لپاره بنسټیزه حلا لار وموموي.

دې ادارې مخکې ویلي و چې پر ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ د کابل فضا کې د ځوړند زرو اندازه هر متر مکعب کې ۱۵۰۰ میلي مکرونه ده، خو تېر ژمی یې وویل چې هر متر معکب کې ۵۰۰ او ۶۰۰ میلي مکرونه کمه شوې ده.

* ککړه هوا د مړینې سبب کېدای شي

* دد چاپېریال ساتنې لپاره ۷ معیارونه بشپړ شول

* د هوا ککړتیا 'اروپاکې د کال نژدې ۵۰۰ زره خلک بې وخته وژني'

دا اداره وايي، چارواکي هڅه کوي کابل ښار کې دا کچه په متر مکعب کې ۱۵۰ میلي مکرون ته ټیټه کړي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، کابل په ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰ کال کې له ۲۷۰ تر ۲۹۰ کلنۍ ککړې ورځې درلودې.

اوس له ژمي پرته دا ښار له ۳۵ تر ۴۵ ککړې ورځې لري چې ښيي دا ککړتیا په ځلونو کمه شوې ده.

کابل ښار څه شي ککړ کړی؟

Image caption لرګي، د ډبرو سکاره، پلاستیک، زاړه موتر او د سړکونو دوړې د کابل ښار د هوا ککړتیا اصلي لامل دي.

د افغانستان چاپېریال ساتنې اداره وايي، د کابل ښار ۳۸ سلنه ککړتیا د هغه ګرد او دوړو له امله ده چې له سړکونو هوا ته پورته کېږي.

د چارواکو په خبره، زاړه موټر هم د کابل ښار د ۳۶ سلنه ککړې هوا سبب دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د کابل ښار له ۸۵ سلنه ډېر ګاډي له ۱۵ کلونو زیات عمر لري او ۶۰ سلنه یې باید له چلښت وغورځول شي.

د کابل ښار د هوا ککړولو نورې سرچینې د لرګیو او ډبرو سکرو سوځول دي.

چارواکي وايي، بې وزلي سبب شوې چې د کابل له ۳۸ تر ۴۵ ښاریان د ځان تودولو لپاره د ډبرو سکاره وسوځوي، ځکه چې هم ارځان دي او هم ډېره ګرمي تولیدوي.