"د ځواکونو کمول، چې ډېر خلک یې افغان جګړه کې د امریکا ماتېدل بولي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت وايي د څو زرو سرتېرو کمېدو سره به پر امنیت ناوړه اغېز ونه شي.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې له افغانستان د يو شمېر امريکايي ځواکونو د احتمالي وتلو په تړاو يوه شننه خپره کړې.

شننه کې راغلي چې نړۍ لا هم د ولسمشر ټرمپ د دغه هېښوونکي اقدام له امله چې وايي د پام وړ امريکايي ځواکونه به له افغانستان وباسي، سربداله ده.

د ورځپاڼې په وينا د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه په دې مانا کېداى شي امريکا د طالبانو اصلي غوښتنې منلو ته ډېره نژدې ده.

د ورځپاڼې په وينا ډېر شمېر خلک د ولسمشر ټرمپ دا کړنه بالاخره په افغانستان کې د امريکا ماته تعبيروي.

ساوت چينا مارنېنگ ورځپاڼې د چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو کتنه مهمه بللې چې په وايي دواړو مشرانو د افغانستان د حالاتو په تړاو په جزيياتو سره خبرې کړې دي.

ورځپاڼه وايي دواړو غاړو ټينگار کړى چې د افغانستان د گاونډيانو او ملگرو په توگه به په ټينگه د افغانانو په مشرۍ د سولې بهير ملاتړ کوي.

د ټرمپ پرلپسې تېروتنې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ له سوریې هم د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو خبره وکړه.

گلف نيوز ورځپاڼه وايي سږنى کال چې په ختمېدو دى له پېښو ډک کال و چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له يوې سياسي تېروتنې بلې ته مخه کړه.

مطلب د پاکستان پر ضد د ولسمشر ټرمپ ټويټ د امريکا د دفاع وزير استعفا او افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر کمېدو احتمال ته اشاره کوي.

گلف نيوز وايي په داسې حال کې چې طالبانو د سولې خبرو ته ليوالتيا وښوده، افغانستان کې د سرتېرو د شمېر کمولو په تړاو د امريکا پرېکړه ښايي د سولې بهير ته د پام وړ زيان واړوي او په دغه هېواد کې ثبات له منځه يوسي.

د ورځپاڼې په وينا په ٢٠١٨ م کال کې طالبانو ته افغانستان کې د امريکايي سرتېرو د شمېر کمېدو پيغام ورکول د ولسمشر ټرمپ د سياست تر ټولو بد اړخ دى.

ورځپاڼې هغو رپوټونو ته هم اشاره کړې چې وار له مخه د افغان پوځ او پوليسو په وړتيا کې د جدي نيمگړتياو څرگندونه کوي.

ليکوال وايي د امريکايي ځواکونو له وتلو سره د طالبانو پر وړاندې د افغان امنيتي ځواکونو جگړه به ستونزمنه شي.

ورځپاڼه ليکي په همدې حال کې امريکايي مشرانو او پوهانو ته د ډاډ ترلاسول مهم دي چې افغانستان کې حالات له کابو کېدلو، نه وځي.