"له طالبانو سره به د ایران خبرې دوام ولري"

افغانستان د انځور حقوق Getty Images

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، افغان حکومت له طالبانو سره د ایران له اړیکو خبر دی، او د تهران او طالبانو ترمنځ خبرې به دوام ولري.

د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې ښاغلي شمخاني ټینګار کړی چې په امنیتي بهیرونو کې د سیمې هېوادونو فعاله ونډه او ګډون د دغو هېوادونو تل پاتې ټیکاو تضمینوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایران حکومت په څرګند ډول د افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره پر خبرو او اړیکو اعتراف کوي.

تسنیم خبري اژانس، چې د ایران له سپاه پاسدارانو سره نژدې اړیکې لري او د یو شمېر نورو خبري اژانسونه رپوټونو کې ویل شوي، ښاغلي شمخاني کابل ته د خپل سفر په بهیر کې ویلي، افغان حکومت خبر دی چې ایران له طالبانو سره اړیکي لري.

د انځور حقوق ARG

ایراني رسنیو راپورونه ورکړي چې ښاغلی شمخانی له یو شمېر نورو ایراني امنیتي چارواکو سره یو ځای پر چارشنبه سهار کابل ته تللی او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره یې ولیدل.

د ارګ اعلامیه کې ویل شوي، ولسمشر غني له ښاغلي شمخاني سره د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع د ارزښت او د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې. نوموړی له دې مخکې د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره ولیدل.

رسنیو د ښاغلي شمخاني له خولې لیکلي، هېواد یې په سیمه کې د ثبات ساتنه کې مهم رول لري.

د انځور حقوق ARG

ښاغلي شمخاني ويلي، د افغانستان او ایران خپل منځي اړیکي په افغانستان کې د اوسني امنیتي حالت په ښه کېدو کې مرسته کولای شي.

له دې مخکې یو شمېر امریکايي او افغان چارواکو په وروستیو دوو کلونو کې بیا - بیا له طالبانو سره د ایران اړیکې د اندېښنې وړ بللې او تور یې پورې کړی چې تهران له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.

د انځور حقوق TASNIM
Image caption د دواړو هېوادونو د امنیتي چارواکو د دغې لیدنې ډېر جزیات تر اوسه نه دي په ډاکه شوي.

ایراني چارواکو تل دا ډول تورونه رد کړي دي، خو دا مني چې له طالبانو سره یوازې اطلاعاتي یا مالوماتي اړیکه لري او په وینا یې دا ډول اړیکه دا مانا نه لري چې طالبانو ته مشروعیت ورکوي.

تهران ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکه په دې مانا ده، چې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

ورته مطالب