ایا د ټاکنو ځنډول به ۱۷ کلنه افغان جګړه ختمه کړي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدا په تړاو مطلب خپور کړی

هندوستان ټايمز ورځپاڼې هم د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدا په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي دا ځنډ افغانستان کې د اوولس کلنې جگړې ختمولو لپاره لږ ډېر وخت رامنځته کولی شي.

هندوستان هم د سولې خبرو ته په اشاره وايي د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد ليوال دى چې له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې افغان حکومت او طالبان پر يوه لارنقشه سره سلا شي او دواړو غاړو ويلي چې ورکړل شوى وخت بس نه دى.

له بلې خوا امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدا په تړاو خپاره کړي يوۀ مطلب کې ليکلي دا ځنډ زلمي خليلزاد ته ډېر فرصت په لاس ور کولی شي، چې له طالبانو سره يې د سولې د خبرو لپاره څو ځله له دې ډلې سره د جوړ جاړي لپاره لیدلي دي.

د نيويارک ټايمز په وينا ښاغلى خليلزاد ډېره هڅه کوي چې له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې له طالبانو سره د سولې هوکړې ته ورسېږي.

ورځپاڼه وايي داسې گنگوسې شته چې امريکا د يوه لنډمهالي حکومت د جوړېدو پلوي ده چې طالبان يې برخه وي.

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ډان ورځپاڼۍ ليکلي، پاکستان، چين او ايران په دې هلو ځلو کې دي چې د افغانستان قضيې لپاره د خبرو له لارې يو حل ومومي او امريکا هم منلې چې دا درې هېوادونه د افغان جگړې په ختمولو کې کليدي رول لوبولى شي.

ډان د امريکا د دفاع وزارت د يوه رپوټ پر بنسټ چې تېره اوونۍ کانگرس ته استول شوى ليکلي چې افغانستان کې پوځي، اقتصادي او سياسي ننگونو چين اندېښمن کړى چې ترهگري ښايي د افغانستان له پولو چين ته وغځېږي او چين ليوال دى چې په سيمه کې د خپلو اقتصادي پانگونو ساتنه وکړي.

رپوټ وايي ايران افغانستان کې د داسې يو ټيکاومن حکومت غوښتونکى دى چې د داعش په له منځه وړلو، له دغه هېواد د امريکايي او ناټو ځواکونو په ايستلو، د پولې امنيت او د اوبو حق یا حقابې په مالومولو کې د ايران غوښتنو ته ځواب ووايي.

روسيه هم په افغانستان کې د طالبانو په گډون ډېر شمېر لوبغاړو سره په تماس کې ده چې منځنۍ اسيا کې يې گټې او سيمه کې د خپل اغېز خپرول خوندي کړي.

رپوټ وايي امريکا غواړي چين د سولې په بهير کې مرسته او په پاکستان کې د اورپکو د خوندي ځايونو له منځه وړلو لپاره د پاکستان پر حکومت فشار راولي.

گلف نيوز ورځپاڼې د يوې نجلۍ کيسه راخيستې چې خپل ښځينه جنسيت يې د جراحي عملياتو له لارې د نارينه هغه ته بدل کړى.

دا کس وايي يوې بلې نجلۍ سره يې مينه درلوده او د هغې سره واده لپاره يې، د هغې په سپارښتنه خپل جنسيت بدل کړ خو اوس هغې نجلۍ ورسره له واده انکار کړى.

دا وايي هغې نجلۍ ورته ويلي و که خپل جسنيست بدل کړي او هغه به ورسره واده کوي خو له خپلې ژمنې واوښته.

دا کس چې اوس يې پر ځان "ديپو" نوم ايښى وايي خپله کيسه نړۍ ته د دې لپاره کوي چې بل کس داسې تېر ونه وځي.