ایراني چارواکي د افغانستان نقشه کې څه لټوي؟
- غزا نور
- بي بي سي

د عکس سرچینه، TASNIM
افغان خواله رسنیو کې د ایراني چارواکو هغه انځور ډېر مشهور شوی چې الوتکه کې د افغانستان پر نقشه ټول دي او ورته ګوري.
دا انځور کابل ته د ایران د ملي امنیت شورا د منشي علي شمخاني او نورو چارواکو تر راتګ وروسته د دغه هېواد سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ تسنیم کې خپور شوی.
همدا وجه ده چې انګېرل کېږي کابل ته د راتلو پر مهال الوتکه اخیستل شوی او د خواله رسنیو عادي کارن پرېږده ان د ځینې اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو هم ورته غبرګون ښودلی دی.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي فیسبوک کې د انځور خپرولو سره لیکلي: "پام وکړئ، ښه پام وکړئ. اوسنی افغانستان ۱۸ کاله پخوانی افغانستان نه دی."
په دې عکس کې ایراني چارواکي لیدل کېږي چې د افغانستان پر نقشه ، هغو سرحدي ولایتونو ته ځیر دي، چې له ایران سره پر پوله پراته دي، خو ځینې افغان چارواکي داسې انګېرلې چې دوی پر اوبو بحث کوي.
د جواد ظریف خبرداری

ایران د دې ادعا زبادولو کې پاتې راغلی چې ګویا افغانستان د هلمند سین اوبه کمې کړې دي.
که څه هم ټول ایران کې د اوبو ستونزه شته او ان ځینې وخت د خلکو ترمنځ پرې لانجې هم وي، خو له افغانستان سره پر پوله سیستان بلوچستان کې د اوبو کمښت د هغه څه له امله بلل کېږي، چې ایراني چارواکي وايي، افغانستان دوی ته د اوبو حق نه ور کوي.
د تېر اګسټ پر ۲۶ هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد له دولتي تلوېزون سره خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د اوبو مسله جدي څاري او که حل نه شوه له نورو لارو به کار واخلي.
که څه هم ښاغلي ظریف روښانه نه کړه، چې له نورو لارو یې موخه څه ده، خو په افعانستان کې ځینو د هغه دا خبرې داسې وانګېرلې چې کېدی شي ایران په سیمه کې ناامنۍ ته لمن ووهي او په دې توګه د افغانستان په فراه او نیمروز ولایتو کې ایران ته پر تلونکو سیندنو د بندونو جوړېدو مخه ونیسي.
ښايي همدا وېره وي چې د افغانستان د طبیعي پېښو وزیر نجیب اقا فهیم اوسني انځور ته غبرګون کې لیکلي. "د اوبو پر جعرافیا پوځي تمرکز او د اوبو او چاپېریالي مسلو امنیتي کول به بدې پایلې ولري.
"مه پرېږدئ چې د پوځي قومندانانو پر مېز د اوبو او چاپېریال په هکله پرېکړې وشي، مرمۍ او باروت او د وینو غوسه اوبه وچوي او محیط خرابوي".
"د پستې ونې نړول"
د نوموړي د فیسبوک ملګرو دا تبصره تایید کړې او یوه فیسبوکي ملګري عبدالرحمان مالېم زاده خو د ښاغلي فهیم دې تبصرې ته په ځواب لیکلو کې دا ادعا کړې چې ایران په بادغیس کې د پستو ونې چې افغانستان ته ډېر عاید لري له منځه وړي.
"تحقیق چې مې کړی ریښتیا هم د ونو رېښې اخلي چې دا ټولې ونې له منځه یوسي".
د ایراني چارواکو دا انځور د ملي امنیت پخواني لوی مشر رحمت الله نبیل هم شریک کړي.
مالومه نه ده چې ایراني چارواکي دې نقشه کې ریښتیا پر څه شي بحث کوي، خو په خواله رسنیو کې خپاره شوي عکس ته غبرګون ښیی چې افغانان د خپل هېواد په وړاندې د ګاونډیو پر نیتونو څومره شک لري.
هغه هم په داسې مهال چې په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د ایران د ملي امنیت مشر ویلي چې له طالبانو سره اړیکي لري.

د عکس سرچینه، PRESIDENT.IR
د ۲۰۱۷ کال د جولای لومړیو کې د ایران ولسمشر هم د چاپېریال په هکله غونډې ته افغانستان او څو نورو ګاونډیو هېوادونو کې د بندونو جوړولو ته په اشاره وویل، د هغه څه په هکله چوپ نشو پاتېدلی چې د ده په خبره، د ایران چاپېریال خرابوي.
له نږدې دوو کلونو راهیسې ځینې امریکايي او افغان چارواکو بیا - بیا له طالبانو سره د ایران اړیکې د اندېښنې وړ بولي او ادعا کوي چې تهران له طالبانو سره د وسلو مرسته کوي.
که څه هم ایراني چارواکي دا ډول تور ردوي، خو له دغه هېواد سره د افغانستان سرحدي ولایتونو په تېره فراه کې ناامني د ایران وچکالي سره تړلې بلل کېږي او له هغه وروسته دې سیمو کې د طالبانو فعالیت ډېر شوی چې افغان ولسمشر پکې د څو بندونو جوړولو چارې پیل کړې.