"قومندان قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی کېږي"

قیصاري د انځور حقوق NEZAMUDDIN QAISARI/FACEBOOK
Image caption تېره اونۍ د افغانستان لوی څارنوالۍ په مشروط ډول د ښاغلي قیصاري د خوشي کېدو حکم کړی و.

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم دفتر ویاند عنایت بابر فرهمند پنجشنبه ماښام بي بي سي ته وویل، په شمال کې د ښاغلي دوستم استازی نظام الدین قیصاري د ملي امنیت له بنده خوشی شوی دی، خو پنجشنبه ناوخته د جنبش ګوند ویاند بشیراحمد تهینج وویل، د هغه خوشي کېدل تر جمعې ورځې ځنډېدلي دي.

افغان چارواکو تر دې دمه د ښاغلي قیصاري د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی قیصاري شپږ میاشتې مخکې له بشري حقونو د سرغړونې په تور د امنیتي ځواکونو لخوا په فاریاب ولایت کې نیول شوی و.

تېره اونۍ د افغانستان لویې څارنوالۍ په مشروط ډول د هغه د خوشې کېدو حکم کړی و.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته هغه مهال ویلي وو، د ملي امنیت ادارې ورته وړاندیز کړی چې قومندان قیصاري ورباندې د لګېدلو تورونو د ارزونې تر مهاله له بنده خوشی شي.

ښاغلی رسولي ویلي وو:

''د ملي امنیت ادارې وړاندیز دا و چې پر ښاغلي قیصاري تورونه ډېر دي او ارزونه او تحقیق یې ډېر وخت غواړي، له دې کبله باید نوموړی د معتبر ضمانت بدل کې خوشی شي، چې قضیه یې عادلانه وڅېړل شي".

د انځور حقوق NEZAMUDDIN QAISARI/FACEBOOK
Image caption له ښاغلي قیصاري سره ۱۵ نور کسان هم نیول شوي وو، چې په همدې جولای کې یې ځینې خوشي شول.

له هغه وروسته د افغانستان لوی څارنوال له یو لړ ځانګړو تدبیرونو سره د قومندان قیصاري خوشي کولو لارښونه وکړه، چې دنده یې باید تعلیق شي، ممنوع الخروج اعلان شي او د پوښتنو ګرویږنو لپاره باید په ورځني حساب یوه حاضري ورته چمتو شي، چې له کابله بهر ته هم لاړ نه شي. ''

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ مخکیني امنیه قومندان نظام الدین قیصاري او د هغه ساتونکي، د روان کال جولای په لومړیو کې د شاهین قول اردو پوځیانو لخوا ونیول شول او کابل ته ولېږدول شول.

له ښاغلي قیصاري سره ۱۵ نور کسان هم نیول شوي وو، چې په همدې جولای کې یې ځینې خوشي شول.

ښاغلی قیصاري په دې تورن دی چې د مرکزي حکومت له امر نه یې سرغړونه کوله او په فاریاب کې یې یوه غونډه کې حکومتي چارواکي په مرګ ګواښلي وو.

ورته مطالب