پر افغان سوله د پاکستان او امریکا د پوځي چارواکو خبرې

د انځور حقوق ISPR
Image caption له ښي لوري د پاکستان پوځ لوی درستیز له سکات مېلر سره

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان امریکایی جنرال سکاټ میلر د سعودي عربستان په کوربتوب د افغان سولې لپاره د یوې بلې غونډې په درشل کې پاکستان ته تللی.

ویل کېږي له پاکستاني لوري سره یې د خبرو اصلي موضوع په افغانستان کې د سولې لپاره روانې هڅې وې.

د پاکستان د پوځ لنډه وینا پاڼه کې د جنرال سکاټ میلر او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه ترمنځ د کتنې په تړاو ویلي پاکستان د افغانانو په مشرۍ د سولې هڅو ته ژمن دی.

* افغان سوله کې امریکا د پاکستان اندېښنو ته ځواب وايي؟

* د طالبانو او امریکا د ابوظبۍ خبرې تر پخوانیو څه توپیر لري؟

د اعلامیې له مخې، په دې کتنه کې دواړو جنرالانو پر دې ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ د سولې لپاره پراخې هڅې په افغانستان کې سولې ته لار هوارولی شي.

که څه هم د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې د دې غونډې په اړه ډیر څه نه دي ویل شوي، خو په افغانستان کې د سولې او سیاسي روغې جوړې په برخه کې د روانو هڅو په لړ کې دې ته ورته لیده کاته د څارونکو له نظره د پام وړ ارزښت لري.

قطر ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر

د انځور حقوق @OfficialDGISPR
Image caption د ډیسمبر پر ۱۹ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره ولیدل.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پرون خبریالانو ته وویل هېواد به یې په افغانستان کې د سولې لپاره رغنده رول لوبولو ته دوام ورکړي.

نوموړي افغانستان او د سیمې څو هېوادونو ته د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر په اړه وویل اوس ټولو هېوادونو دا منلې چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې د اسان چاري په توګه مهم رول لري.

* افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

* پاکستان: د هند له رول پرته افغان سوله نیمګړې ده

د نوموړي په خبره، پاکستان ته د دې رول په ورکولو سره اسلام اباد هڅه کوي د سوداګرۍ او اقتصاد په برخه کې له دغو هېوادونو سره اړیکي پراخ کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل د همدې هڅو په لړ کې په پام کې ده چې د بهرنیو چارو وزیر په نږدې راتلونکې کې قطر ته هم سفر ورکړي.

د سعودي غونډه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ غونډه کې پرېکړه شوې چې د افغان سولې په تړاو راتلونې ناسته د سعودي جده کې وشي.

د روانې دسمبر میاشتې په اولسمه په ابوظبي کې د افغان سولې په تړاو غونډه هم د پاکستان په هڅو جوړه شوې وه.

خو هلته لکه هغسې چې ویل کیدل او تمه یې کېده طالبانو د افغان دولت د سولې مرکچې پلاوي سره ونه کتل.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې لپاره بله غونډه د سعودي عربستان په جدې ښار کې کېدونکې ده چې د ځینو راپورونو له مخې ښایې دا غونډه راتلونکې اونۍ جوړه شي.

له دې غونډې وړاندې په پام کې ده چې په افغانستان کې د سولې او روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هند ته ولاړ شي او د روانو هڅو په اړه د هند له چارواکو سره خبرې وکړي.

ورته مطالب