"د افغان فوټبال فدراسیون مشر له جنسي تېري وروسته د مرګ ګواښ راته وکړ"

د انځور حقوق FB: Afghanistan Football Federation
Image caption فیفا هم د فوټبال فدراسیون پر افغان مشر کرام الدین کریم بندیز ولګاوه.

برتانوۍ ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبغاړو د جنسي او فزیکي ځورولو په اړه د خپل مخکني راپور په تعقیب نور جزئيات خپاره کړي.

دا ورځپاڼه لیکي لوبغاړو چې نومونه یې نه دي اخیستل شوي ورځپاڼې ته په دې اړه ویلي چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون مشر کرام الدین څه ډول ځورولې دي.

یوې لوبغاړې ګارډین سره مرکه کې ادعا کړې چې د فدراسیون مشر کریم د خپل دفتر شاته په یوه پټه خونه کې پر دې جنسي تېری وکړ، دا یې پر مخ په سوک ووهله بیایي پر سر تفنګچه ورته کېښودله او ویې ګواښله که په دې اړه یې له رسنیو سره خبرې وکړې، نو دا او د کورنۍ غړي به یې وویشتل شي.

دې لوبغاړې د هغې پټې خونې کیسه په ډېر تفصیل سره ورځپاڼې ته کړې چې دروازې یې داسې قلف درلود چې ویل کېږي یوازې د کریم د ګوتو په نښان پرانیستل کېده.

دې ادعا کړې دا خونې ته د مرستې ورکولو په بهانه یوړل شوه خو هلته له جنسي تېري وړاندې ووهل شوه، خوله او پزه یې وینې شوې او بیا ورته ګواښ وشو چې که د دې پیښې په اړه یې رسنیو ته څه وویل، نو و به وژل شي.

یوې بلې لوبغاړې ورځپاڼې سره خبرو کې ادعا کړې چې کرام الدین کریم وروسته له هغه دا د ژبې په پرې کولو وګواښله چې د نورو لوبغاړو په مخ کې یې پرې تېری وکړ او په یوه بل ځای کې یې هڅه وکړه چې له دې جامې لرې کړي.

دریمه لوبغاړې څه وايي؟

د انځور حقوق AFP

دریمې لوبغاړې ادعا کړې چې د فوټبال فدراسیون مشر هڅه وکړه چې دا پر مخ ښکل کړي، خو کله چې دا له خونې وتښتېده له ملي لوبډلې وایستل شوه او تور پرې پورې شو چې ګواکې هغه هم جنس خوښې ده.

ګارډین ورځپاڼه لیکي دا ټول تورونه یې د کرام الدین کریم مخې ته ایښي دي خو هغه یې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د ډیسمبر لومړیو کې د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د لوبغاړو د جنسي ځورولو رپوټونه هم اول ځل ګارډین خپاره کړل.

دې رپوټونو پسې د افغانستان لویې څارنوالۍ بي بي سي ته وویل، چې د فوټبال فدراسیون کې له ښځینه لوبغاړو سره د جنسي ځورونو تر ارزونې وروسته د دغه فدراسیون د مشر په ګډون د پنځو غړو دندې ځنډول شوې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته ویلي وو، د فدراسیون د مشر کرام الدین کریم، سکرتر جنرل، مرستیال او د ګول ساتونکو د کمېټې د مشر او همدارنګه د ولایتونو د اړیکو د مسؤول دندې یې ځنډولې دي.

له هغه وروسته د فوټبال نړیوال فدراسیون "فیفا" د اخلاقیاتو کمیټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر ګوښه شوي مشر کرام الدین کریم موقت بندیز ولګاوه.

د دې بندیز له مخې ښاغلی کریم په افغانستان کې د ننه یا بهر له فوټبال سره تړلیو هېڅ ډول چارو کې ګډون نه شي کولی.

پنځه کسان ممنوع الخروج کول

د انځور حقوق facebook
Image caption پخوانۍ لوبغاړې پوپلزۍ د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د جنسي ځورونو خبره اول وکړه.

له بلې خوا د جمعې پر ورځ د 'ډیسمبر پر ۲۸ ' د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي بي بي سي ته وویل، له افغانستان یې د فوټبال فدراسیون د مشر او څلورو کارکوونکي پر وتلو بندیز لګېدلی دی.

"د دې پېښه څېړونکي پلاوي د وړاندیز او د لوی څارنوال حکم پر بنسټ د فوټبال فدراسیون مشر په ګډون څلور تنه مسولین او یو کارکوونکی له هېواده بهر تګ څخه منع شوي."

د هغه په خبره، د دې قضیې په تړاو ښه پرمختګ ترسره شوی او پلاوي تر دې دمه ۲۵ کسانو څخه تحقیق کړی.

"همدارنګه له فیفا او همل کمپنۍ څخه چې افغانستان کې د فوټبال ملاتړ کوي د لا زیاتو شواهدو او سندونو غوښتنه شوې"

د افغان جګړې لپاره د امریکا نوي پلانونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي وايي د امریکايي سرتېرو وتل به پر امنیت ناوړه اغېز ون کړي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې له افغانستان د شاوخوا نیمايي شمیر ځواکونو د احتمالي وتلو په تړاو لیکې په دې اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له امره یوه اونۍ وروسته پوځي چارواکي اوس بوخت دې او د امریکا د تر ټولو اوږدې مودې جګړې د راتلونکي لپاره پلانونه جوړوي.

خو دې پریکړې امریکايي پوځي قومندانان له سخت موقف سره مخامخ کړي دي.

ورځپاڼه لیکي دقیقا نه ده معلومه چې څه ډول پریکړه به کیږي.

واشنګټن پوسټ په دې اړه د سمندري ځواکونو قوماندان رابرټ نیلر پوښتلی هغه ویلي فکر نه کوي چې ټول دې په دې خبر وي چې څه به پیښیږي.

واشنګټن پوسټ لیکي پاتې سرتیري به له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکیل پاتې شي خو د ځنیو پوځي یونټونو په اړه لکه په هلمند کې یو درې سوه کسیزه ځواک، کره معلومات نشته چې راتلونکې کې به یې برخلیک څه ډول وي.

ورځپاڼه لیکي ټېنګار پر دې دی چې له افغانستان د ځواکونو د وتلو پلان باید د ډونلډ ټرمپ له کالنۍ وینا وړاندې جوړ شي.

دا وینا د راتلونکې میاشتې پر ۲۲ نېټه اورول کیږي چې ولسمشر پکې د نویو کړنلارو په اړه خبرې کوي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر تېره پنجشنبه عراق کې خپلو سرتېرو ته له سوریې د امریکايي ځواکونو اېستلو ته په اشارې وویل چې واشنګتن د نړۍ پولیس نه دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړ او په یوه برخه کې د ولسمشر ټرمپ د دې پریکړه پر اغیز خبرې شوې.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکار بنجمین روډیس ورځپاڼې ته ویلي په دې پریکړه کې د کانګرس غړي او ان د جنرالانو خبرداریو ته پام نه دی شوی.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخواني استازي ډانیل فیډلمن ورځپاڼې ته ویلي دا پریکړه اوسني وضعیت ته په کتو سمه نه ده ځکه په افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او د سولې لپاره د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې هم ټکنۍ کوي.