عاطف مشعل به د پاکستان پر "تېز پېچ" ولوبېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عاطف مشعل تېره چارشنبه د پاکستان ولسمشر ته خپل باورلیک وسپاره.

د کرېکټ لوبغاړی، د همدې لوبې شوقین او د افغانستان د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شکرالله عاطف مشعل په داسې وخت کې په پاکستان کې د سفیر په حیث خپله دنده پېلوي، چې په دغه هیواد کې د پخوانی کرېکټ ستوري سیاستوال عمران خان واکمني ده.

خو د کابل او اسلام اباد تل شکمنو اړیکو ته پام به ښاغلی مشعل د پاکستان پر تېز پيچ بازۍ کوي. "هغه پيچ چې تل يې د کابل په خبره له دوی سره پر کړو ژمنو ولاړ نه دی".

د پاکستان لپاره د افغانستان نوی استازی عاطف مشعل د ۲۰۱۶م میلادي کال په وروستیو کې د افغان کرېکټ بورډ مشر شو، چې تر څو میاشتو مخکې لا پر همدې څوکۍ و.

* قریشي: افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري

* د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې: د چا ګټه او د چا تاوان؟

د ځينو سرچینو پر اساس د ښاغلي مشعل د پاکستان لپاره د سفیر په حیث پرېکړه څو میاشتې وړاندې لا شوې وه، خو نوموړی داسې مهال په اسلام اباد کې خپلې چارې پېل کړې، چې هلته په کابل کې ولسمشر ډاکټر اشرف غني په خپله کابینه کې دوه داسي سیاستوال اخیستي، چې د طالبانو او په خاصه توګه د پاکستان ضد بلل کېږي.

د ملي امنیت پخواني مشر امرالله صالح ته د امنیت او د همدې ریاست یوه بل پخواني مشر ښاغلي اسدالله خالد ته د دفاع وزارت چارې ورکړل شوې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۲۰۱۴ کال چې د افغانستان او پاکستان د کرېکت دوستانه لوبه وه، نو هیلې ور سره وغوېدې چې دا لوبه د دوی د سیاست نږدې کېدو سبب هم شي.

په پاکستان کې د افغانستان نوی دوه دېرش کلن سفیر چې په ډيپلوماسۍ کې به يې دا لومړنۍ تجربه وي، هغه مهال چې د افغان کرېکټ بورډ مشر و، له پاکستان سره يې د کرېکټ لوبو لپاره مثبتې هڅې وکړې.

خو د ۲۰۱۷م عیسوي کال په مۍ میاشت کې کابل کې تر ځانمرګي برید وروسته کرېکټ بورډ له پاکستان سره له لوبو کولو انکار وکړ.

* "افغانستان د کرېکـټ برخه کې تاریخ جوړ کړ"

* څلرویشتو ګړیو کې د پاکستان درې ماتې

په داسې حال کې چې ګڼ افغانان نن هم د هرې ناامنۍ تر شا د پاکستان په خاصه د دوی د استخباراتو (ای ایس ای) لاس ګڼي او په خبره يې د ترهګرو ځالې ټولې په پاکستان کې دي، د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې پېل شوې او راتلونکی کال هلته ولسمشرۍ ټاکنې هم کېږي، د ښاغلي مشعل پر اوږو د کابل او اسلام اباد تر منځ د ښو اړیکو پر ساتلو لا ډېره ‌ذمه واري پرېوځي، چې څه ډول د پاکستان په څېر یوه هیواد کې سفارتکاري وکړي.

کابل او نړیوالو له مودې راهیسې پر پاکستان فشار اچاوو، چې وسلوال طالبان له افغان دولت او امریکا سره خبرو ته حاضر کړي.

د دې په ځواب کې پاکستان بیا بیا ویلي، پر طالبانو د پخوا په څېر نفوذ نشته.

د انځور حقوق ACB
Image caption عاطف مشعل د 2016 کال وروستیو کې د کرېکټ بورډ مشر شو او څو میاشتې مخکې اسلام اباد کې سفیر وګومارل شو.

تر ښاغلي مشعل وړاندې په پاکستان کې ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال د افغانستان استازی و.

ښاغلي زاخېلوال له خبریالانو سره په خپله الوداعي کتنه کې ویلي و، د ده په وخت کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې تر ډېره ښې وې، خو د ده په ټکیو هر ځل چې به د ناامنۍ پېښه کېده، دغو اړیکو ته به يې سخت زیان رساوه.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د ناامنۍ تر پېښو وروسته به یواځي تورونه پورې کېږي، که پر ځای به يې د ترهګرو د پټنځیو د له منځه وړلو لپاره جدي ګام پورته کېږي؟