سعودي افغان حکومت او طالبان جده کې خبرو ته وربللي

د سولې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

مخکې طالبانو ابوظبي کې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو له استازو سره دوه ورځنۍ لیدنې درلودې

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ټاکل شوې سعودي عربستان له افغان حکومت او طالبانو سره د سولې خبرو ته د زمينې برابرولو بله غونډه نژدې راتلونکې کې په سعودي کې وشي.

بل اړخ ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بلې غونډې په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي او د ده په ټکو ځای او نېټه یې لا معلومه شوې نه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، تمه لري په دې ناسته کې د افغان دولت او سولې شورا استازي هم ګډون وکړي خو نوموړي د پلاوي څرنګوالی په اړه تفصيل ور نه کړ.

نوموړی وايي: "د افغان سولې په اړه افغانان بايد هلته وي، دا د مذاکراتو لپاره غونډه ده چې ژر تر ژره د سولې په اړه د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پيل کړو".

بل پلو کابل کې یو شمېر مدني ټولنې د حکومت لخوا له طالبانو سره مذاکره کوونکي پلاوي پر جوړښت نیوکه کړې.

دا بنسټونه وايي، په جوړ شوي پلاوي او هغو ډلګیو کې چې د سولې خبرو لپاره جوړ شوي ځوانانو او ښځو ته ونډه نه ده ورکول شوې.

له دې ټولنو څخه د یوې مشر مهدي مبشر وايي، د سولې خبرې یوه پېچلي پړاو ته دننه شوې او د زلمي خلیلزاد په ګډون افغان دولت کې هم څو بېلا بېل ادرسونه د سولې خبرو لپاره جوړ شوي دي.

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بلې غونډې په اړه بحثونه لا وروستي شوي نه دي

دی وايي، د طالبانو هغه غوښتنه چې له امریکا سره مخامخ خبرې غواړي کوم ځای نه نیسي. د دوی ټینګار دا دی چې طالبان باید بین الافغاني خبرو ته کېني.

نوموړی وايي: "هغه پلاوی چې افغان حکومت جوړکړی هغه د حکومت د کابینې غړي دي. له حکومته مو غوښتنه دا ده چې یو ملي پلاوی جوړ کړي."

د امریکا او افغان دولت لخوا د سولې خبرو اړوند هڅو په ګړندي کېدو سره پرون د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت مشر سکاټ مېلر پاکستان ته سفر وکړ او د پاکستان د پوځ لوی درستیز سره یې د افغانستان سولې په تړاو خبرې وکړې.

لس ورځې مخکې طالبانو ابوظبۍ کې د امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او اماراتو له استازو سره دوه ورځنۍ لیدنې درلودې.

افغان دولت هم د ابوظبۍ غونډې ته خپل استازي استولي وو خو طالبانو له هغو سره ونه لېدل.

د سولې شورا وايي، د ابوظبۍ تجربه به په سعودي کې بیا نه تکرارېږي دا شورا وايي، که طالبان بین الافغاني خبرو ته حاضر نه شي د افغانستان ستونزه نه هواریږي.